1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا طالبان بیا په ټولنه کې مدغمیدای شي؟

مسعود جهش۱۳۹۳ فروردین ۲۹, جمعه

کارپوهان په دې نظر دي چې اوس په افغانستان کې له طالباني مفکورې څخه ملاتړ نور هم مخ په کمیدو دی. دغه کارپوهان وايي چې که طالبان غواړي په ریښتنې توگه په ټولنه کې مدغم شي نو باید خپلو پالیسیو ته بدلون ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Bkj4
انځور: ARIF KARIMI/AFP/Getty Images

د غور ولایت اوسیدونکی جاوید رحیمي وایي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال څو وارې وهل شوی دی: «زه پخپله درې یا څلور وارې د دې په خاطر د طالبانو له خوا وهل شوی یم چې لنډه ږیره او یا هم اوږده ویښتان مې لرل.» دغه ۳۲ کلن افغان ځوان اوس هم فکر کوي چې طالبانو ته باید په دې شرط د افغانستان په سیاسي ډگر کې ځای ورکړل شي چې هغوی اساسي قانون ومني، د ښځو حقوق مراعت کړي او په یوې منځلارې اسلامپالې ډلې باندې بدل شي.

خو د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه د سیاسي چارو کارپوه کیت کلارک، بیا وایي چې طالبان اوس د پخوا په پرتله لا ډیر بد اعمال ترسره کوي. هغه زیاتوي: «طالبان د واکمنۍ پر مهال یوه تنظیم شوې او تر ډیرې اندازې بادسیپلینه ډله وه، چې کله کله یې ډیر جدي جنگي جنایتونه ترسره کول. خو په واسله وال اپوزیسیون کې هغوی هره ورځ پر ملکي وگړو برید کوي، وژني یې او داسې فکر کوي چې د دې کار حق لري.»

کمیدونکی ملاتړ

د کابل د پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاده حمیرا حقمل، وایي چې د طالبانو د همدې زیاتیدونکي تاوتریوالي له کبله اوس د افغانانو په منځ کې د دې ډلې پر وړاندې نفرت زیات شوی دی.

تر هغه وروسته چې په افغانستان کې په ۱۹۹۲ کال کې کورنۍ جگړه پیل شوه، ډیر شمیر افغانان تر بل هر څه د امنیت راتلو ته سترگې په لار وو. په همدې کلونو کې د طالبانو ډله هم رامنځ ته شوه. په لومړي سر کې یو شمیر افغانانو ځکه د طالبانو هر کلی وکړ چې دغې ډلې د امنیت راوستلو ژمنه کوله.

خو حمیرا حقمل وایي چې داسې و نه شول او طالبانو د ډیر شمیر افغانانو هیلې هم د خپلې واکمنۍ پر مهال او هم اوس چې د دولت پر ضد جنگیږي له منځه ویوړي. حقمل په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیر شمیرافغانانو گډون ته اشاره کوي او وايي: «د افغانستان خلک په خواشینی سره چې له طالبانو څخه د هغوی د حکومت پر مهال او تر هغه وروسته کومه ښه خاطره نه لري. همدا چې افغانانو په ټاکنو کې پراخه گډون وکړ دا د دې څرگنده ونه کوي چې افغانان له طالبانو نفرت لري.»

د حقمل په خبره طالبانو کولای شوای چې د نورو ډلو په څیر په ټاکنو کې گډون وکړي او افغانانو ته یې دا چانس ورکړی وای چې د خپلو رایو په واسطه هغوی تایید او یا هم رد کړي. خو طالبانو نه یوازې په دې ټاکنو کې گډون و نه کړ، بلکې ټاکنو ته د بریدونو گواښونه ورکړل. خو سره له دی هم په ټاکنو کې له اووه میلیونو څخه ډیرو افغانانو گډون وکړ چې دا د دې هیواد په تاریخ کې د رای ورکوونکو تر ټولو لوړ شمیر ده.

خبرې اترې د ادغام ښه لار

په داسې حال کې چې حقمل د ټاکنو له لارې د افغانستان په سیاسي بهیر کې د طالبانو د بیا ښکیلیدو خبره کوي، د دې ډلې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر وکیل احمد متوکل، د افغانستان ټاکنې غیر نورماله او بې وخته گڼي. هغه وايي: «دا جوته خبره ده او مبرم حالت دی چې ټول افغانان پرې پوهیږي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه موجود دي او جنگي حالت دی له دې کبله دا ټاکنې عادي ټاکنې نه وې.»

خو میرمن کلارک له دې نظر سره موافقه نه ده او روښانوي چې افغانانو په ټاکنو کې د بدلون راوستلو له پاره گډون وکړ. هغه زیاتوي چې له طالبانو څخه ملاتړ اوس په کمیدو دی: «زه فکر کوم چې افغانستان د هر کال په تیریدو سره بدلون مومي او دا بدلون داسې دي چې واک ته د طالبانو د بیا ستنیدو امکان محدودوي.»

د کلارک په خبره اوس تر ټولو غوره وخت دی چې طالبان د جگړې له لارې نه بلکې د سولې د خبرو اترو له لارې د افغانستان په سیاسي بهیر کې ښکیل شي ځکه د دغې کارپوه په اند طالبان کولای شي داسې استدلال وکړي چې «د ۲۰۱۴ کال په پای کې بهرنیان وځي او موږ هغوی ته ماتې ورکړې ده» نو اوس باید سوله وکړو. خو متوکل بیا وایي چې افغان حکومت اوس هم د سولې کولو ریښتینې اراده نه لري: «سوله تر ټولو مخکې یوې ارادې ته اړتیا لري چې هغه د جهتونو اراده ده چې افغاني او بهرني اړخونه هم لري. موږ ولیدل چې کافي کار و نه شو. د سولې شورا په خپل اوسني ترکیب و نه توانیده چې سوله ممکنه کړي. یوازې اعلانونه او مطبوعاتي خبرې هر څه نه دي.»

دا په داسې حال کې ده افغان حکومت تل له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي. ډیر وخت پر ولسمشر کرزي باندې له دې کبله هم نیوکې کیږي چې هغه طالبانو ته د «ورونو» خطاب کوي.

له بلې خوا بیا د افغانستان د چارو کارپوه کیت کلارک، وایي چې په اوسنیو شرایطو کې باید افغانان ډیره توجه خپل حکومت ته وکړي ځکه د هغې په وینا له تاریخي لحاظه یوازې په هغه صورت کې د افغان دولت وسله وال مخالفین د زور له لارې واک ته رسیدای شي چې حکومت ډیر فاسد، ډیر ویشل شوی او یا هم ډیر ضعیفه وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب