1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا روسي عسکر په اوکراين کي جنگيږي؟

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۶, پنجشنبه

داسي نخښي نښانې ورا په ورا ډيريږي چي گويا د اوکراين په ختيځ کي دي له بېلتون غوښتونکو سره د روسي عسکرو ملاتړ وي. کيف اعتراض کوي. خو مسکو ئې ردوي. د آلمان لومړۍ وزيري بيا له پوتين سره تليفوني خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/1D2wP
Ukraine russische Soldaten
انځور: picture alliance/CITYPRESS24

له اوکراين څخه بيا داسي راپورونه ورکړل سوي دي چي د دغه هيواد ختيځ دنيڅک سيمي ته روسيې خپل يو پوځي غونډ لېږلی دی. يوه پوځي چارواکي ويلي دي چي په دغه سيمه کي نزدې سل پوځي نقله وسايل گرځي.

خو د اوکراين د ملي امنيت شورا بيا تر اوسه پوري دغه راپورونه تائيد کړي نه دي. د اوکراين حکومت څو واري ويلي دي چي روسي پوځيان ئې تر سرحد وراوښتي دي، خو تر اوسه پوري ئې په دې اړه کوم شواهيد وړاندي کړي نه دي.

د روسيې اقرار

د اوکرايني رسنيو په حواله د دغه هيواد امنيتي ځواکونو په ختيځ کي يو روسی عسکر نيولی دئ. ويل کيږي چي دغه عسکر بېلتون غوښتونکو ته پوځي تجهيزات رسول. د اوکراين انترفکس خبري آژانس د دغه هيواد د امنيتي چارواکو په حواله خبر ورکړی دئ چي دغه ۱۹ کلن عسکر د روسيې په پلي ځواک پوري اړه لري.

دغه روسي عسکر د پوښتنو گروېږنو پرمهال اقرار کړی دئ، چي د اوکراین په ختيځ کي ئې بېلتون غوښتونکو ته «گراد» ډوله توغندي او زغره وال موتر انتقالول.

څو ورځي دمخه نزدې لس تنه روسي پراشوټيان د اوکراين په ختيځ کي ونيول سول. خو هغوی ويل چي په غلطۍ کي د اوکراين په خاوره کي راکښته سوي دي.

نيول سوي روسي پراشوټي عسکر
نيول سوي روسي پراشوټي عسکرانځور: Reuters

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وويل چي وروستۍ پيښي داسي ښيي چي گويا د اوکراين په دوو سیمو لوگانسک او دنيڅک کي دي د روسيې تعرضي عمليات پيل سوي وي.

د ميرکل تليفوني ديپلوماسي

له بلي خوا بيا د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره په يوه تليفوني تماس کي «په اوکراين کي د روسي عسکرو د حضور د تازه راپور» په اړه معلومات غوښتي دي. ميرکل ويلي دي چي «روسيه د وضعيت د آرامېدو او خپل سرحد د کنترولولو په برخه کي ډېر ستر مسئوليت لري.»

د کرملين د معلوماتو له مخي دغه تليفوني خبري د برلين په ابتکار سره ترسره سوي دي. جمهور رئيس پوتين صدراعظمي ميرکل ته د اوکراين کړکېچ ځپلي سيمي ته د روسي مرستو د دوهم کاروان د لېږلو په اړه معلومات ورکړل. تيره اونۍ د روسي مرستو د لومړي کاروان پر سر د کيف او مسکو ترمنځ سخت اختلاف پيدا سو.

له پوتين سره تر تماس دمخه ميرکل د اوکراين له جمهور رئيس پيترو پوروښينکو سره هم تليفوني خبري وکړې. په دغو خبرو کي هغې پر دواړو اړخونو ږغ وکړ چي نور نو بايد يو اوربند رامنځ ته سي او سرحدونه کنترول سي.

د سه شنبې په ورځ پوتين او پوروښينکو د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي يو په يو دوه ساعته خبري وکړي او پر يوه سوله ييزه حل لاره باندي يې ټينگار وکړ.

کريميا ته د تگ راتگ لاره؟

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي روسيه پلوو بېلتون غوښتونکو په ختيځ کي د کريميا پر لور تلونکي لاري باندي تعرضي عمليات پيل کړي.

د آژانس په حواله، بېلتون غوښتونکي غواړي چي د دې لاري په نيولو سره کريميا ته د تگ راتگ لاره پرانيزي او په دې سره پر ټوله «آزوف» بحر باندي کنترول ترلاسه کړي.