آلماني فضانوردان په فضا کې د محصلینو پوښتنې ځوابوي
آلمانۍ فضانورد الکساندر گرست، د ۱۰۰ ورځو راهیسې د (ISS) يا نړیوال فضايي مرکز کې ژوند کوي. هغه د خپلو څیړنو په جریان کې له فضا څخه ځمکې ته انځورونه را استوي چې د هغو له جملې یو څو په دغو انځورونو کې ښکاره شوي دي.
د شپږو میاشتو په موده کې ۱۶۰ څیړنې
په فضا کې ژوند له مختلفو اړخونو څخه د ځمکې پر مخ له ژوند سره توپير لري. تر اوسه پورې په فضا کې ژوند په ډیرو مواردو کې د انسانانو له پاره نا آشنا دی. الکساندر گرست باید په خپل دې سفر کې ۱۶۰ څیړنې پای ته ورسوي. د آلمان ورزشي لیسه او په برلین کې شاریته روغتون له دې فضائې طرحې سره همکاري لري.
فضائې نړیوال مرکز خپلو څیړنو ته دوام ورکوي
الکساندر گرست د جیو فزیک او آور غورځوونکو غرونو د یو کارپوه په توگه د ځمکې له حاله ښه خبر دی. نوموړی د روان کال د می میاشتې راهیسې په فضا کې دی او له ۴۰۰ کیلومترئ څخه د ځمکې سطحه څیړي. د هغه انځورنه د ځمکې پر مخ بدلونونه او غبرگونه ثبتوي. د اطلس اوقیانوس انځور.
په فضا کې سپورت
په نړیوال فضائي مرکز کې ټول موجود کسان هره ورځ ورزش وکړي. ځکه د بې وزنې په شرایطو کې د پښې عضلي کمزورې کیږي او زخامت له لاسه ورکوي. الکساندر گرست د خپلو ورزشي پروگرامونو په وخت کې پر خپلو څیړنو هم غور کوي.
د علم په خدمت کې
الکساندر گرست باید په فضا کې د خپل سفر پر مهال په ټاکلو وختونو کې خپله وینه د ارزونې له پاره ځمکې ته راواستوي. دغه وینه په یو لابراتوار کې معاینه کیږي. گرست خاندي او وايي:«زه د علمي څیړنو قرباني شوی یم.»
د فوټبال نړیوالې اتلولۍ په فضا کې
الکساندر گرست په نړیوال فضائې مرکز کې هم له فوټبال څخه نه تیریږي.هغه وکولای شو چې د سټلایټ له لارې په برازیل کې «د آلمان او ارجنټاین تر منځ» د نړیوال جام د سیالیو پایلوبه وویني. هغه په فضا کې د آلمان د ملي لوبډلې لباس اغوستې وو او خپل انځورونه يي په انټرنټ کې خپاره کړل څو ټول د هغه په خوشحالې کې شریک شي.
د ځمکې پر وړاندی د حساسیت ډیریدل
گرست غواړي چې د دغو انځورونو له استولو سره زموږ د سیارې د ښکلا په هکله زموږ حساسیت ډیر شي، څو د هغو خطرونو په مقابل کې چې ځمکه تهدیدوي جدي غبرگون ښکاره کړو.
له فضا څخه نیغ په نیغه رپوټونه
الکساندر گرست خپل ډیر وخت دی ته ځانگړی کړی چې نیغ په نیغه ځمکې ته د فضا او د فضانوردانو د شرایطو په هکله رپوټونه او اړین اطلاعات واستوي. هغه تیره میاشت دوه واره د آلمان د دوو پوهنتونو له محصلینو سره نیغ په نیغه اړیکه ټینگه کړه او د محصلینو پوښتنو ته يي ځوابونه وویل.
هر څوک په خپل کار پوخت دي
په نړیوال فضايي مرکز کې ټول موجود کسان د دې ترڅنگ چې خپلې څیړنې ترسره کوي باید د دغه سټیشن د سیستم ساتنه هم وکړي. په دې سټیشن کې هر یو تن ځانگړې دنده لري. الکساندر د اوبو سیستم او د ورزشي وسایلو د څار دنده لري.
د ځمکې حیرانوونکي انځورونه
الکساند هره ورځ د تویتر له لاری د ځمکې انځورونه ځمکی ته استوي. هغه انځورونه چې له ځمکې څخه ورته د لاسرسي امکانات نه لرو. دغه انځور د شمالي افریقا د صحرا وچ کمربند ښکاره کوي.
د ځمکې په زړه پوری انځورونه
ټاکل شوې ده چې الکساندر گرست به دوه میاشتې نور هم په دغه فضائې مرکز کې پاتی شي. دا کافي وخت دی چې د ځمکې د طبعیت په هکله تحقیق او څیړنه وکړي. د ځمکې په قطب کې د گرونلنډ انځور.