1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ۲۶۵ افغان همکارانو ته ويزې ورکړي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۱۵, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د هغو افغانانو له ډلي څخه چي د دغه هیواد له پوځ سره يې په افغانستان کي کار کړی تر اوسه پوري ۲۶۵ تنو ته ويزې ورکړي دي. په دغو کسانو کي ډيری يې ژباړونکي دي.

https://p.dw.com/p/1BKz4
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ مياشتي ۵) ويلي دي چي ۵۹ تنه افغان همکاران د خپلو کورنيو له ۱۱۵ تنو غړو سره مخکي لا آلمان ته رارسېدلي دي.

د وياند په خبره تر اوسه پوري د هغو افغان همکارانو له ډلي څخه چي دوی ته يې د ويزې له پاره خپل غوښتنليکونه وړاندي کړي دي د ۵۹۶ تنو پر دوسيو باندي غور سوی دی.

وياند وويل چي د آلمان پوځ په دې پوهيدی چي د خپلو افغان همکارانو پر وړاندي مسئوليت لري. د آلمان پر حکومت باندي تور لگول کېدی چي دوی خپل افغان کارکوونکي يوازي پرېږدي.

د آلمان پوځ افغان کارکوونکي وايي چي له هيواد څخه يې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به د دوی او د دوی د کورنيو ژوند د طالبانو له گواښ سره مخامخ وي.

په ډیرو حساسو وختونو کي د هغو افغانانو شمیر چي له آلماني پوځ سره یې په خپل هیواد کي کار کاوه ان ۱۵۰۰ تنو ته رسېدی. د دغو افغانانو له ډلي څخه یو یې هم صفي الله ساحل دی چې له ۲۰۰۶ کال راهیسي په کندز کي د آلمان له پوځ سره کار کوي.

هغه تل له دې کبله ویره لري چي له افغانستان څخه د آلماني عسکرو په وتلو سره به د یاغیانو تر برید لاندي راسي. ساحل وایي: «که هغوی [طالبان] ما ومومي نو کیدای سي چي ما د خپل کور په مخ کي ووژني.»

ساحل ټینگار کوي چي طالبان هر هغه کس چي په افغانستان کي د آلمانانو له پاره کار کوي خائن بولي او هغه څاري. اوس د ساحل په شان د آلماني پوځ ډیر نور افغان همکاران هم له دې کبله ویره لري چي د طالبانو له بریدونو سره به مخامخ سي. دغو کسانو په تیرو کلونو کي له آلمانانو سره د ژباړونکو، موټر چلوونکو، ساتونکو او پاکوونکو په توگه کار کړی دی.

د پلان له مخي به د روان کال تر پايه پوري ټول بهرنيو ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي چي هر غوښتنليک جلا جلا بررسي کيږي.

دغه وياند چي نوم يې نه دی اخيستل سوی ويلي دي چي د دغو افغان همکاران يو شمېر يې کېدای سي په ۲۰۱۵ کال کي د آيساف په نوي ماموريت کي بيرته دنده تر سره کړي.

په کندز کي د آلماني ځواکونو اډه
په کندز کي د آلماني ځواکونو اډهانځور: picture-alliance/Joker

د هغه په خبره «زموږ هدف دا دی چي خپل افغان همکاران د اوږدې مودې له پاره په افغانستان کي تر نظر لاندي ونيسو.» وياند ويلي دي چي د دوی ډيری افغان همکاران کولای سي چي په افغانستان کي په آلماني موسسو کي کار وکړي او هغه په فعالي وساتي.

اوس په افغانستان کي له آلماني پوځ سره نزدې ۱۰۰۰ تنه افغانان کار کوي. يو وخت دغه تعداد ۱۵۰۰ کسان ول. د دغو کسانو يو پر دريمه برخه ژباړونکي دي.