1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته غير قانوني سفرونه ډېر سوي

dpa۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

له جنگ څپلو هيوادونو څخه آلمان ته غير قانوني سفرونه ډېر سوي دي. د دغه هيواد فدرالي پوليسو تير کال په خپلو سرحدونو کي نزدې ۲،۳ ميليونه پيښي څارلي دي، څو د دغه شان سفرونو مخنيوی وکړي.

https://p.dw.com/p/1Ek7l
انځور: dapd

د آلمان فدرالي پوليسو په ۲۰۱۴م کال په خپلو سرحدونو کي نزدې ۳۰۰۰۰ داسي کسان نيولي دي چي دغه هيواد ته ئې غير قانوني سفر کاوه. په ۲۰۱۳م کال د نيول سوو کسانو شمېر يوازي ۱۷۰۰۰ وو.

په ټوله ييزه توگه د آلمان په سرحدونو کي په ۲۰۱۴م کال نزدې ۵۷۰۰۰ داسي کسان ثبت سوي دي چي دغه هيواد ته ئې غير قانون سفر کاوه. دغه شمېر تر يوه کال دمخه په پرتله نزدې ۷۵ سلنه ډېرښت ښيي.

د دغو کسانو ډير له هغو هيوادونو څخه دي چي جنگ پکښي روان دئ، لکه سوريه (۱۴۰۲۹) کسان، ايريتريا (۷۹۴۵) او له افغانستان څخه ۳۷۵۶ کسان.

خو د آلمان د کورنيو چارو يوه چپي کارپوهه اولا يلپکه، د پوليسو پر دغه شان کنترول باندي سختي نيوکي کړي دي. د هغې په خبره: «دغه کسان بله هيڅ لار نه لري بې له دې چي په غير قانوني توگه آلمان ته راسي.»

يلپکه دا کار هم نامناسب بولي چي «د آلمان د پوليسو له خوا د دغه هيواد سرحدونو ته نژدې په ميليونونو انسانان، په ځانگړي توگه هغه کسان چي غير قانوني سفر کوي څارل کيږي».

د اروپايي ټولني کمېسيون هم ويلي دي چي د دغي ټولني په سرحدونو کي کنترول د دغي ټولني د قانون خلاف دئ او د آلمان په اړه ئې د اروپايي ټولني محکمې ته خبر ورکړی دئ. د محکمې د جريان په اړه د آلمان حکومت له معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده خو چپۍ سياستوالي بيا پر حکومت باندي سختي نيوکي کړي دي او يلي ئې دې چي «دا کار د زغملو نه دئ».

دغه معلومات، د آلمان په پارلمان کي د چپيانو د يوې پوښتني په جواب کي ورکړل سوي دي. په دغو معلوماتو کي د آلمان د کورنيو چارو وزارت له خوا ويل سوي دي، چي د اروپايي ټولني کمېسيون له خوا په سرحدونو کي د کنترول په اړه له دوی څخه پوښتني پيل سوي دي.

په اروپايي ټولنه کي د «دلبين» په نوم داسي يو تړون سته، چي د دغي ټولني هر هيواد ته چي يو سياسي پناه غوښتونکي پناه وروړه هلته بايد پاته سي. دا په دې خاطر چي د يوه کس له خوا په څو هيوادونو کي د پناه غوښتني مخنيوی وسي.

آلمان ته د دغي ټولني د نورو هيوادونو په پرتله ډېر پناه غوښتونکي ځانونه روسي.