1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د ځوان پنا غوښتونکو راتگ ډېر سوی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱, دوشنبه

د آلمان د سره صليب کمېټه وايي چي دوی ته په ډېرېدونکې توگه د هغو تازه ځوانانو له خوا چي پلرونه او ميندي ورسره نه وي د پنا غوښتنه لیکونه وړاندي کيږي. په روان کال کي دغه شان ۱۲۰ پيښي ثبت سوي دي.

https://p.dw.com/p/1E8R9
انځور: SchlaU-Schule München

د آلمان د سره صليب ادارې ويلي دي چي په روان مېلادي کال کي د ۱۲۰۰ کسانو، هر لسم ئې د پنا اخيستلو هڅه کړې ده. دغه کسان په خپلو هيوادونو کي له هدفمنو بريدونو، جنگونو او طبيعي پيښو څخه د خلاصون په سبب نورو هيوادونو ته پنا وړې ده.

د دغي ادارې د پلټونو د کنترول مرکز مرستيال رونالد رايمن، د آلمان د پروتستانتو کليسا د مطبوعاتو ادارې ته ويلي دي: «په تيرو څلور کلونو کي د هغو کسانو په شمېر کي ډېرښت راغلی دئ، چي عمرونه ئې کم دي او د پنا غوښتنو تلاښ ئې کړی دئ.»

هغه ويلي دي د سږکال په راجستر سوو ۱۲۰ کسانو کي ۷۴ تنه کوچنيان او تازه ځوانان له افغانستان، ۱۱ له سوماليا او ۷ له سوريې څخه راغلي دي.

رايمن زياته کړې ده: «له سوريې څخه راغلي کسان لا تر اوسه پوري د دې امکان لري چي يو له بله سره اړيکي ولري، ځکه په دغه هيواد کي د کورنۍ جگړې لږ وخت کيږي.»

هغه وايي، خو افغانان بيا برعکس، بايد د تيښتې له ډيرو اوږدو لارو او حتي ځيني وختونه د يوه کال په تيرولو سره ځانونه هدف ته ورسوي. دوی ډير عمر په ايران کي پاته وي. د دغو کډوالو ډېر ئې د ۱۴ او ۱۷ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

د آلمان د کډوالو او پناورکولو چارو ادارې د معلوماتو له مخي د ۲۰۱۴م کال له جنورۍ مياشتي څخه تر اکتوبره پوري ۳۳۱۰ داسي کوچنيانو او تازه ځوانانو چي د کورنۍ غړي نه ول ورسره د سياسي پنا غوښتنليکونه وړاندي کړي دي.

رايمن ويلي دي، داسي هم پيښي سوي دي چي قاچاقبرانو يوه کورنۍ په څو جلا جلا لاريو کي اچولې او مختلفو هيوادونو ته انتقال کړي دي.

دی وايي: «يوه پيښي داسي وه چي يوې کورنۍ قاچاقبر ته پيسې ورکړې وي چي د الوتکي له لاري ئې اروپا ته وليږي، خو وروسته ئې کوچنی په لارۍ موټر کي استاوه چي مور ئې بيا دا کار ونه مانه.»

خو ځيني کوچنيان بيا د لاسي تليفون يا انتر نيت له لاري بيرته خپلي کورنۍ پيدا کوي. خو داسي هيوادونه هم سته چي هلته بيا يا لاسي تليفونونه کار نه کوي او يا ئې قاچاقبران ځني اخلي، چي څوک پل پسي وانه خلي.