1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان دې د خپلو افغان کارکوونکو ملاتړ وکړي»

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۳ مهر ۲۴, پنجشنبه

یوه پخواني الماني پوځي چارواکي او د پناه غوښتونکو پلوي سازمان Pro Asyle غړي ویلي دي چې په افغانستان کې د آلمان سیمه ییز همکاران له گواښ سره مخامخ دي. هغه آلمان ته د دغو کسانو د راوستلو پر بهیر باندې هم سختې نیوکې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1DWTI
انځور: picture alliance/dpa

د آلمان د درو مشهورو رسنیو NDR، WDR او SZ د څیړنې له مخې د دغه هیواد حکومت خپلو هغو افغان کارکونکو ته چې په افغانستان کې په پوځي او یا ملکي برخو کې یې کار کړی دی او ژوند یی اوس له خطر سره مخامخ دی آلمان ته د ویزی د ورکړې په برخه کې مساوي چلند نه دی کړی.

د آلمان ځايي افغان کارکونکو نوموړو درو رسنیو ته ویلي دي چی د آلمان د نړیوالو همکاریو ټولنې یا GIZ، چې د پراختیايي چارو وزارت پورې اړه لري، خپلو افغان کارکونکو ته اړین معلومات نه دي ورکړي او هغوی یې په غیر مستقیم توگه داسی پوهولي دي چې گواکې آلمان ته د تگ له پاره له غوښتنې څخه ډه ډه وکړي. د بیلگې په توگه د ۴۳۷ کسانو په جمله کې چې هغوې ته په آلمان کې د پناه د ورکړې ژمنه شوې ده، یوازې یو تن ېې د پراختیايي چارو د وزارت له ترجمانانو څخه دی.

د نوموړو رسنیو د څیړنو له مخې د آلمان حکومت د خپلو ځايی افغان کارکونکو، چې د طالبانو له خوا د گواښ له امله خپل ژوند په خطر کې ویني، ۶۰ سلنه د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي. د آلمان د پوځ د چارو پخواني مسوول راینهولد روبه، چې د سوسیال دیموکرات گوند SPD غړې دی، له افغان ځايي کارکونکو سره چلند «شرمونکی» گنلی دی او ویلي یې دي چې دا «د آلمان له پت» سره سمون نه لري.

د آلمان حکومت دا نیوکي ردوي

دغه راز د پناه غوښتونکو پلوي ادارې یا «Pro Asyl» هم په دې اړه په غیر شفافې پروسې او پر هغه فشار باندی نیوکه کړې ده چې د آلمان د نړیوالو همکاریو ټولنې GIZ پر خپلو کارکونکو باندې راوړی دی. خو د آلمان حکومت دغه ډول نیوکې رد کړې دي او ویلي یې دي چې د خپلو ځايی کارکونکو پر وړاندې خپل مسوولیت پیژني او د خپلو ټاکلو معیارونو سره سم له ټولو سره یو ډول چلن کوي.

د هغو آلماني رسنیو چې په دی هکله یې څیړنه کړې دي د معلوماتو له مخې دغه معیارونه نه پناه غوښتونکو او نه هم مدافع وکیلانو ته څرگنده دي او نه هم په عامه توگه خپاره شوي دي. څیړونکو رسنیو دغه معیارونه محرم گڼلي دي.

د آلمان د نوموړو رسینو په څیړنه کې راغلي دي چې د GIZ لوړ پوړو استازو په څو غونډو کې خپلو افغان کارکونکو ته ویلي دي چې آلمان ته د هغوی تگ ناممکن دی. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان حکومت ټینگار کوي چې له دغه شان «څرگندونو څخه خبرتیا نه لري او هغه یې غلطې گڼلې دي.

د دی په نتیجه کې ځايي کارکونکو د خپلو معلوماتو له مخې دوې ته متوجه گواښونه مشخص کړي نه دي ځکه د هغوی یادونې کومه گټه نه کوله او له دې ویریدل چې خپلې دندې به له لاسه ورکړي. د پراختیایی چارو د وزارت د ادعاو سره سره، داسی ښکاري چې د مرستې نوموړې دولتې پراختیایي سازمان ۱۷۰۰ افغان کارکونکو ته معلومات نه دی ورکړ شوي چې د خطر په صورت کې هغوی سره د مرستې څه ډول امکانات موجود دی.

د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې یوازې همدا تیره اوونې آلمان ته د سفر له پاره د GIZ یوه افغان ځايی کارکونکي ویزه منظوره شوه او د اتو نورو غوښتنې ترغور لاندې دي. د فرانکفورت مدافع وکیل ویکتورپفاف چې د پناه وړنکو پلوې ادارې د مؤسسینو له جملې څخه هم دی، وویل: «زه فکر کوم چې په دې برخه کې فشار راوړل شوی چې هغوی خپله غوښتنه وړاندې نه کړي.» نوموړي زیاته کړه: « سړې باید داسی فکر وکړي، کله چې له داسې خلکو سره د خطر په صورت کې مرسته ونه شي، نو گمان نه کیږي چی په راتلونکې کې دGIZ یا د نورو آلماني سازمانونو له پاره څوک کار وکړي.»

د ژوند خطر په ځان منل

د رسنیو د څیړونو له مخې د آلمان د پوځ د ځینو افغان کار کونکو د پناه غوښتنې ردول، د توجیه وړ نه دي ځکه د هغوی له ډلې څخه ډیرو یې په داسې سیمو کې د آلمان د پوځ له پاره کار کړی دی چې طالب یاغیان په کې فعاله دي.

دا چې ولې د هغوی د پناه غوښتنه رد شوې ده، د اړوندو ادارو له خوا ورته قانع کونکی دلیل نه دی وړاندې شوی او په دې برخه کې د نیول شویو تصمیمونو پر وړاندې له حقوقي لحاظه د اعتراض لاره هم بنده ده.

د آلمان د پوځ د چارو پخواني مسوول راینهولد روبه، وویل چې د دې له پاره چې آلماني سرتيري او مرسته کونکي په افغانستان کې کار وکړای شي د آلمان افغان ځایی کار کونکو خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی نو اوس باید هغوی یوازې پرې نه ښودل شي: «له هغوی سره مرسته په کار ده او د هغوی د خوندې ساتنې له پاره نورې لارې چارې باید ولټولې شي.»

روبه وویل چې د آلمان د دفاع پخوانی وزیر توماس دیمیزیر، په دې هکله مفصل معلومات لري: «وزیر کولای شي چې په دې هکله په یوه اقدام لاس پورې کړي خو نه یې کوي. له دی امله سړی باید پوښتنه وکړي چې ولې یې نه کوي.»

د آلمان حکومت ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۱۱۰۵ هغو افغان کارکونکو چې د دفاع ، کورنیو، بهرنیو او د پراختیایي چارو د وزارتونو له پاره ېې کار کړی دی او ژوند یی په خپل هیواد کې له خطر سره مخامخ گڼل کیږي، د پناه پر غوښتنلیکونو باندی کار کړی دی. ویل شوي دي چې د دغو غوښتنلیکونو له ډلې څخه ۶۰ سلنه یې رد شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب