1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آزاد شوي طالبان بیا له جگړې سره یوځای کیدای شي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ بهمن ۱۰, جمعه

امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور سین لیندسي گراهام، د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د امریکایي سرتیر بو بیرگدال، په بدل کې پنځه تنه آزاد شوي طالبان که څه هم په قطر کې تر څارني لاندي دي خو بیا هم له حقاني ډلې سره اړیکه لري.

https://p.dw.com/p/1ETHg
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

په عین حال کې پتناگون د پنجشنبې په ورځ وویل چې اوس د قطر له حکومت سره په گډه کار کوي او پر دې خبره ډاډه دی چې د آزادو شویو زندانیانو له خوا هر ډول گواښ به وځپل شي.

گراهام چې په دې وروستیو وختونو کې يې قطر ته سفر کړی وو، ویلي دي چې هغه ویره لرله چې یو بندي دې له قطر څخه وتلی وي خو دغه امریکایي سناتور روښانه کړې ده چې قطر ته د هغه د سفر پر مهال ورته ډاډ ورکړل شوی دی چې پنځه واړه آزاد شوي بندیان اوس هم په قطر کې دي.

قطر تر هغه وروسته د ولسمشر اوباما د ادارې له خوا وستایل شو چې د ۲۰۱۴م کال په می میاشت کې یې د امریکايي عسکر او طالبانو د تبادلې له پاره لاره هواره کړه. قطر ژمنه کړې وه چې د طالبانو آزاد شوي بندیان به تر یوه کاله پوري تر څارني لاندي ونیسې او تر هغه وروسته به ورته له قطر څخه د وتلو اجازه وکړل شي.

گراهام د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یوازي د یوه کال له پاره قرارداد دی. همدومره چې موږ دلته ډاډه ناست یو، هغوی بیرته له جگړې سره یوځای کیږي.»

گراهام زیاته کړې ده: «له هغوی سره د حقاني ډلي یو شمیر غړ لیدنه کړې ده. دغه پنځه تنه آزاد شوي طالبان په افغانستان کې هم له یو شمیر وگړو سره تماس لري.»

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت پنتاگون، ویلي دي چې د بندیانو د ځانگړو مواردو په اړه به نظر ور نه کړي. دې وزارت زیاته کړې ده چې «له تاوتریخوالي سره د آزادو شویو بندیانو د بیا یوځای کیدو موضوع ورته ډیره جدي ده او دا چې له پوځي، استخباراتي، د قانون د تفویض او دیپلوماتیکو تدابیرو له لاري به هڅه وشي چې له تاوتریخوالي سره بیا یوځای کیدل وځپل شي او نور لازمو اقدامات وشي».

ویل کیږي چې د حقاني ډلي مشرتابه په پاکستان کې میشته ده او په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد عملیات کوي. دغه ډله د امریکا متحدو ایالاتو له خوا د یوې ترهگرې شبکې په توگه پیژندل شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب