1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګرمې هوا په تايلند کې ۶۱ کسان مړه کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د تایلند حکومت د جمعې په ورځ وویل چې د روان کال له پیل راهيسې د ګرمۍ هوا یا ګرمۍ وهلي له کبله ۶۱ کسان مړه شوي دي. ټایلند له اوونيو راهيسې د ګرمي هوا له څپو سره مخ دی او د مړېنې دغه ارقام د تېر ټول کال په پرتله لوړ دي.

https://p.dw.com/p/4fh2E
Extreme Hitze in Thailand
انځور: Rungroj Yongrit/EPA/DDP

د تایلند حکومت د لمر وهنې له کبله د تلفاتو دغه ارقام په داسې وخت کې خپروي چې له څو اونیو راهېسې په ټوله سيمه کې د تودښت درجه لوړه شوې ده.

د تایلند د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د می ۱۹مه) وويل چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهيسې ۶۱ کسان ګرمۍ وهلي او مړه شوي چې دغه شمېر په ټول تېرکال کې ۳۷ وو.

وزارت زیاته کړې ده چې تر ټولو ډېر کسان د ټایلند په شمال ختيځ کې چې د دغه هېواد د ګرهڼیزو ځمکو زړه بلل کیږي، مړه شوي دي.

د ټایلند د عامې روغتيا وزارت د ناروغیو د کنټرول څانګې هغو افرادو ته چې تر درملنې لاندې دي، خبرداری ورکړی دی چې له کوره دباندې وتل کم کړي.

ټایلنډي چارواکو، د حرارت درجې په لوړېدا سره خلکو ته د تقریباً ورځنۍ ګرمۍ وهني په هکله سپارښتنې او خبرداري خپاره کړي.

دغه شاهي هېواد سږکال د موسمي ورښتونو له ځنډ سره مخ شو چې ورسره جوخت د عادي وخت په پرتله د ګرمي هوا دوره پکې اوږده شوې ده.

ساینسپوهان له مودو راهيسې د انسان په لاس رامنځ ته شوي اقلیمي بدلون له کبله د اوږدو او پر له پسې دوامداره ګرمو څپو د خپرېدا خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو د میترولوجيګل سازمان وايي په آسیا کې د حرارت درجه د نړۍ د اوسطې درجې په پرتله لا چټکه د لوړېدو په حال کې ده.

د نورو آسیايې هيوادونو په هکله هم د خرابې آب و هوايي رپوټونه ورکول کيږي. د فرانسې خبري آژانس لیکي چې اندونیزيا، سږکال په تېرو څلورو لسیزو کې د اپريل تر ټولو ګرمه میاشت درلوده.

پاکستان بیا ويلي دي چې د سږ کال په اپریل مياشت کي ېې د ريکارډ په کچه ورښتونه درلودل چې په تېرو شپېتو کلونو کې ېې ساری نه وو. د فرانسې خبري آژانس په حواله په پاکستان کې سيلابونو او تندر ۱۴۴ کسان مړه کړي.

د هندوستان او فليپين څخه هم په وروستيو اوونيو کې د نهایت ګرمې هوا رپوټونه ورکول کيږي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه (20.06.2023):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل