1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: په چاودنه کې د مړو شمېر ۲۱ کسانو ته پورته شوی

۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

طالبانو ويلي دي چې د کابل د خیرخانې سيمې په یوه مسجد کې د شوې چاودنې له امله د مړو شمیر ۲۱ کسانو ته رسېدلی او ۳۳ نور ټپیان دي. دغه چاودنه تيره ورځ د ماښام لمانځه پر مهال شوې، په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4Fgl9
Afghanistan Kabul | Anschlag auf Moschee
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

تر دې مخکې د کابل پولیسو او عیني شاهدانو ويلي ول چې د چهارشنبې په ماښام په یوه مسجد کې د شوې چاودنې په ترڅ کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

اسوشېتيد پریس خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست ۱۸) له کابله په خپل رپوټ کې ليکلي چې تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. زياته کړې يې ده چې د ټپيانو په ډله کې ډېر ماشومان هم شامل دي.

دغه چاودنه د کابل په خیرخانه سېمه کې د صدیقيه په نوم مسجد کې شوې چې د یوه عيني شاهد په خبره دا یوه ځانوژونکې حمله وه. د کابل ښار دغه اوسيدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د مسجد امام، ملا امیر محمد کابلي، هم په برید کې وژل شوی دی. هغه دغه راز وويل چې تر ۳۰ ډېر کسان ټپيان شوي دي.

په کابل کې ايټالوي ایمرجنسي روغتون ويلي دي چې د چاودنې له ځایه ورته د پنځو ماشومانو په ګډون، ۲۷ ملکي ټپیان وروړل شوي دي.

Afghanistan Kabul | Polizei
انځور: Alfred Yaghobzadeh/abaca/picture alliance

په کابل کې د طالبانو د پولیسو سرپرست ویاند، خالد ځدران هم د کابل په شمال کې د یوه مسجد په منځ کې چاودنه تائيد کړې ده. هغه ويلي دي چې په دغه چاودنه کې «زموږ ۲۱ هېوادوال شهیدان او ۳۳ زخمیان شوي دي.»

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، پر ټويټر دغه چاودنه غندلې ده. هغه د خپل ټويټ په یوه برخه کې ويلي دي: «د عامو خلکو قاتلین او د داسې جنایاتو عاملین به ډير ژر نیول کيږي او د خپلو شومو اعمالو په سزا به رسول کیږي.»

د قيوم الدين په نوم يو عيني شاهد د پنجشنبې په سهار اسوشېتید پریس ته وويل چې هغه په دې باور دی چې د پرون ماښام په چاودنه کې تر ۲۵ ډېر کسان وژل شوي دي. هغه وويل: «د ماښام د لمانځه وخت وو، زه هم له نورو سره لمانځه ته ولاړم چې چاودنه وشوه.»

په افغانستان کې داعش ډلې د یوه کال راهيسي چې له افغانستان څخه نړیوال ځواکونه وتلي او طالبان واکمن شوي، خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې طالبان او ملکیان پکې په نخښه کوي.

Afghanistan Kabul | Anschlag auf Moschee
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

داعش تيره اوونۍ په کابل کې په ېوه ځانمرګي برید کې د طالبانو د يو مخکښ ملاتړ کوونکي روحاني مشر د وژلو مسئوليت پر غاړه واخیست. پر دغه روحاني باندې په کابل کې د هغه په خپله ديني مدرسه کې برید وشو.

طالبان د تیرکال په اګست کې تر شاوخوا شل کلنې جګړې وروسته يو ځل بیا پر افغانستان حاکم شول، خو اعلان شوی حکومت ېې تر اوسه د هيڅ هیواد له لوري په رسميت نه دی پيژندل شوی. د طالبانو په واکمنيدو سره د افغانستان شتمنۍ په بهر کې کنګل شوي او دغه هیواد له اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ دی.

طالبانو همدارنګه تیره ورځ تائيد کړه چې دوی خپل يو قوماندان، مولوي مهدي مجاهد چې غوښتل ېې ایران ته وتښتي په هرات ولایت کې نيولی او وژلی دی.

مهدي د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو پخوانی قوماندان وو چې د رپوټونو پر اساس په وروستيو کې ېې له طالبانو سره اختلافات راپيدا شوی وو.

آ/م.ک.ص./ن.ز.