1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښځي د ځان وژني قربانۍ دي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۹, چهارشنبه

دولتي نهادونه او له افغانستان سره مرسته کوونکي موسسې په دې هڅه کې دي چې ښځو او نجونو ته په مشورو ورکولو سره د ځان وژني مخه ونیسي. په افغانستان کې ښځې له تاوتریخوالي څخه د خلاصون له پاره، ځان وژنه عادي لاره گڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/1D9sV
انځور: Majid Saeedi

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې یوازي په ۲۰۱۲م کال کې په افغانستان کې ۱۲۰۵ کسانو ځانونه وژلي دي. په دغه ډله کې ۶۴۳ تنه ښځې او ۵۶۲ تنه سړي دي.

د ځان وژني په هکله د افغانستان د روغتیا وزارت موندنو ښوولې ده، هغه ښځې چې پر مخ یې د ژغورنې ټولي لاري بندي شوي دي خپل اعتراض او سخته غوسه یې د ځان وژني له لاري ښوولې ده.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مرستیالي ناجیه طارق، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۱۰مه) په کابل کې د ځان وژني پرضد د مبارزې د نړیوالي ورځي د لمانځني په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې وویل: «زیاتره وخت ځان وژني د انساني حقوقو په نقضولو او پر شخصي حرمت تیری لکه تر وخت دمخه ودونه، اجباري ودونه او د دښمني پر وخت د ښځو د تبادلې پر دلیل رامنځ ته شوي دي.»

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د څېړنو له مخې هغه ښځي چې په رواني ناروغیو اخته دي او یا له مخدره موادو استفاده کوي، زیاتره وخت په ځان وژني لاس پوري کوي. د نوموړي وزارت په وینا په افغانستان کې پر رواني ناروغۍ اخته کیدل شرم گڼل کیږي او له دې کبله ناروغان د درملني مرکزونو ته له مراجعې څخه ډډه کوي او په وینا یې د ناروغۍ افشا کیدل شرم گڼي.

میرمن طارق، په خپلو څرگندونو کې وړاندي وویل د رواني ناروغیو پټ ساتل آن د دې سبب شوي دي چې پالیسي جوړونکي خطرناکې رواني ناروغۍ په پام کې ونیسي.

له بله پلوه د مودیکا موندیال، موسسې په ۲۰۰۶م کال کې د افغانستان په درو ولایتونو هرات، وردک او کابل کې یوه څېړنه تر سره کړې ده. دغه څېړني ښوولې ده چې په دغه کال کې ۲۳۰۰ تنو ځانونه وژلي دي.

پر رواني درملني باندي ټینگار

هغه کسانو چې په ځان وژنه لاس پوري کړ تر ۹۵ سلنه د زیاتو کسانو عمرونه د ۱۴ او ۱۹ کلونو تر منځ وو. د عامې روغتیا وزارت پر دې خبره ټینگار کوي چې ځان وژنه د ناوړه رواجونو او دودونو او د جنسیت نه مساوات سره مستقیمه اړیکه لري او په وینا یې نوي واده شوي ښځې د ځانې وژنې او ځان سوځولو زیاتي قربانیاني دي.

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت په وینا د ۱۳۹۳ لمریز کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په کابل کې د څلورو روغتونو راپور ښيي چې ۴۴۶۶ تنه د دارو گانو په خوړولو سره مسموم شوي دي او په وینا یې زیاتره وخت دغه گام د ځان وژني په قصد تر سره شوی دی. زیاته شوې ده زیاتره کسانو چې د دارو گانو په خوړولو سره یې په ځانه وژنه لاس پوري کړی، ځواني ښځي وې.

په عین حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت پر رواني درملنه باندي ټینگار کوي، څو د ځان وژني مخه ونیول شي. د دغه وزارت په وینا په کورنیو او ادارو کې ټول تاوتریخوالی رواني ریښي لري، چې باید درملنه یې وشي.

په دغه غونډه کې د افغانستان د ښځور چارو وزارت مرستیالي مژگان مصطفوي وویل: «یوازي د ځان وژني ستونزه نه ده. د ځان وژنې اصلي عامل کورني او اداري تاوتریخوالي دی چې رواني ستونزو ته ورگرځي. که چیري موږ د رواني درملني له پاره پروگرامونه ولرو، ښایي لا مؤفقه واوسو.»

د دغه وزارت د چارواکو په وینا د ځان وژني په مخنیوي کې مولویان هم مهم نقش لري. د میرمن مصطفوي په وینا مسجدونه او منبرونه د خلکو افکارو ته د شکل ورکولو له پاره مناسب ځایونه دي او په وینا یې د حج او اوقافو وزارت کولای شي په دې اړه د منظمو پروگرامونو له لاري خلکو ته معلومات ورکړي.