1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډېر تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيستل سوي دي

حسين سيرت۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت وایي چې له څو کلونه راهيسي د ۱۲۰۰ تړل شوو ښوونځي شمېر اوس۳۸۰ ته راکښته شوی دی. د وزارت د چارواکو په وینا په دې برخه کې لا هڅې دوام لري.

https://p.dw.com/p/1B1wE
انځور: DW/R. Elham

په زابل، روزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې د تړل شوو ښوونځیو شمېر تر ټولو زیات دی. د ښووني او روزني وزارت چارواکي وایي چې د دغو ولایتونو له مخورو سره د ښوونځيو د بیرته پرانیستلو په اړه کار کوي.

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت ویاند محمد کبیر حقمل، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د فيبروري ۳مه) په کابل کې په يوه خبري غونډه کي وویل: «تر۸۰۰ زیات ښوونځي پرانیستل شوي دي. څه موده تر مخه د زابل ولایت سپین ږیرو ژمنه وکړه چې تړل شوي ښوونځي به بیا پرانیزي او موږ به په دغه ولایت کې د تړل شوو ښوونځیو شمېر راکم کړو. موږ به په نوي لمریز کال کې په دې اړه د خوښۍ خبرونه ولرو.»

د کتابونو او ښوونځیو کموالی

خو یوازي د ښوونځیو تړل کیدل د افغانستان د ښووني او روزني وزارت پر وړاندې یوازنی چیلينج نه دی. خلک د ښوونکو د کښتي سویې، د درسي کتابونو او د ښوونځیو له کموالي څخه هم شکایت کوي.

د لوگر ولایت یو اوسیدونکی چې عبدالحسیب نومیږي وایي چې د دوی په سیمه کې ښوونځي نه دي تړل شوي، خو معارف وزارت له نورو ستونزو څخه کړیږي: «یو داسې معلم درس ورکوي، چې تر شپږم ټولگي یې ښوونځی لوستی دی. داسې کسان معلمان دي، چې اصلاً د معلمۍ لیاقت نه لري.»

دولس کاله دمخه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ښوونځي تړل شوي ول او یا یې په اصطلاح د فلج په نیمه حالت کې فعالیت کاوه، خو په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان په معارف کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

په اوس وخت کې تر لس میلیونه زیات افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي او ۲۱۱ زره معلمین په ښوونځیو کې تدرس ورکوي. د افغانستان د معارف وزارت تازه ارقام ښیي چې ۳۸ سلنه افغانان با سواده شوي دي.

په دغه موده کې د ښوونځیو د ودانیو جوړول، د درسي کتابونو چاپول او د معلمینو د ظرفیت لوړولو د ښوونځیو وضعیت ته بدلون ورکړی دی. د کابل ښار یو تن اوسیدونکی قربان، چې دوه کاله دمخه له دولسم ټولگي څخه فارغه شوی دی وایي: «که همغږي په نظر کې ونیسو، ډیر ښه والی پکښې رامنځ ته شوی دی، خو دوه کاله تر مخه چې زه له ښوونځي څخه فارغ شوم، درسي نصاب د پخوانیو کلونو په پرتله د شاگرادانو له پاره ډیر مؤثره دی.»

معارف او ټاکني

په همدې حال کې د معارف وزارت وایي چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان نه شي کولای په ښوونځیو کې ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړي. د دغه وزارت د چارواکو د وینا له مخې د قانون له مخې، معلمین نه شي کولای په ښوونځیو کې د جمهوري ریاست د نوماندانو له پاره کمپاین وکړي.

ښاغلي حقمل په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې یوازې د ټاکنو په ورځ ښوونځي د ټاکنو کمېسیون په اختیار کې ورکول کیږي: «هیڅوک له ښوونځیو څخه د استفادې اجازه نه لري. په هر هیواد کې د ټاکنو په ورځ له ښوونځیو څخه استفاده کیږي، ځکه چې دا یوه ملي پروسه ده.»

د معارف وزارت ویاند پر دې خبره ټینگار وکړ چې هغه ښوونکي او زده کوونکي چې په شرایطو پوره وي، د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکولای شي، خو په وینا یې له ښوونځیو څخه دې د ټاکنیزو کمپاینونو د مرکزونو جوړولو څخه ډډه وکړي.