1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډیلي کې د مسلمانانو پر ودانیو ولې بیلډوزر ګرځول شوي؟

۱۴۰۱ فروردین ۳۱, چهارشنبه

د ډیلي ښاروالۍ له کوم مخکیني خبرداري پرته، د جهانګیر پوري مسجد د دروازو په شمول ډیر شمیر ودانۍ نړولي دي. د هند سترې محکمې د دې اقدام د درولو حکم ورکړی وو، خو پر دې سربیره دغه لړۍ ادامه لرلې وه.

https://p.dw.com/p/4A9iX
Indien - Baumaßnahmen in Delhi
انځور: Rajib Choudhury/DW

د هند په پلازمینه ډیلي کې د چهارشنبې په سهار په ناڅاپي توګه اکثریت مسلمان میشته سیمه جهانګیر پورې کې د ښاروالۍ له چارواکو سره مل پولیس د ودانیو په ورانولو پېل وکړ. په لږ ساعت کې د جامع مسجد د دیوال او دروازو په شمول شا او خوا ډیر دوکانونه ویجاړ کړل شول.

څو ورځې دمخه په دغه سیمه کې د مسلمانانو ضد بلوا شوې وه او د اخ او ډب په پایله کې یو شمیر کسان ټپیان شوي وو. د دغه پيښې وروسته واکمن ګوند بي جی پي، یوه مشر په دغه سیمه کې د اقداماتو د ترسره کیدو غوښتنه کړې وه او د ډیلي له ښاروالۍ یې غوښتي ول چې په اخ او ډب کې د ښکیلو کسانو ودانۍ له منځه یوسي.

د محکمې د حکم سربیره دغه لړۍ ادامه لري

د ډیلي ښاروالۍ ویلي دي چې دغه اقدامات په ناقانونه توګه د ځمکو د لاندې کولو پر ضد پیل شوي وو او د چا په امر دا کار نه ترسره کیږي. خو ځایي مسلمانان وایي چې دوی ته په دې اړه تر دې دمخه کومه اطلاع یا خبرداری نه دی ورکړل شوی او سهار مهال د ویجاړیو د پیلیدو وروسته دوی خبر شول.

Indien - Baumaßnahmen in Delhi
انځور: Rajib Choudhury/DW

په جهانګیر پوري کې هندوان هم اوسيږي، خو د جامع مسجد شا او خوا سیمه کې دوکانونو او نورو ودانیو ته زیان اوښتی چې زیاتره یې د مسلمانانو دي. د ودانیو د نړلو له پیل سره سم د مسلمانانو اتحادیو سترې محکمې ته رجوع وکړه، څو د دې کار مخه ونیسي.

محکمې د یوه حکم په جاري کولو سره په عاجل ډول د دغه اقدام د درولو امر ورکړ، خو چارواکي وایی چې دوی ته کومه خبر نه دی ورکړل شوی نو ځکه یې د ودانیو د ویجاړولو چارې ته ادامه ورکړه. خو څو ساعته وروسته چې کله چارواکو ته دغه امر ورسید نو هغوی دغه لړۍ ودروله.

د جمعیت علما هند، په نوم تنظیم چې سترې محکمې ته یې رجوع کړې وه د دویچه ویله ځایي خبریال ته ویلي چې «د افسوس خبره دا ده چې د محکمې پر اوامرو باندې عمل نه کیږي او په دې پلمه یې د ودانیو نړولو ته ادامه ورکړې، چې دوی د امر په انتظار دي.»

د هندوانو ملتپاله ګوند «بهارتي جنتا پارټي» باندې تور لګول کیږي چې په هغو ایالتونو کې چې دوی پکې واکمن دي د مسلمانانو د هدف ګرځولو له پاره په دغسې یوه پالیسې باندې عمل کیږي چې د بلوا رامنځ ته کوونکو کورونه نړول کیږي. ویل کیږي چې د دې کار پیل د يو پي، ایالت اعلی وزیر یوګي آدتیه نات، د هغو مسلمانو مظاهرینو پر ضد پېل کړ، چې د تابعیت د تعدیل قانون پر ضد یې احتجا کاوه.

Indien - Baumaßnahmen in Delhi
انځور: Rajib Choudhury/DW

داسې تورونه هم لګول کیږي چې د دغسې پيښو وروسته د کوم تحقیق او یا هم د محکمې د کوم بهیر پرته د ځایي چارواکو له لوري د مسلمانانو په ګرم ګڼل کیدو سره د هغوی ودانۍ ویجاړول کیږي. د چارو پوهان وایي چې په جمهوري حکومت کې دغه ډول سزا غیر قانوني ده او د انصاف د غوښتنو برعکس ده.

څو ورځې دمخه په مدهیه پردیش ایالت کې د «رام نومي» په لاریون کې د اخ او ډب په پيښو کې اړونده چارواکو په پنځو سیمو کې د دوکانونو او کورونو د نړولو لړۍ پیل کړه وه.

دغه ټولې ودانۍ او دوکانونه د مسلمانانو وو چې شمیر یې ۴۵ ته رسیده. د ځینو کړیو له لوري پر انتقاد سربیره ایالتي حکومت دغه ګام سم بللی وو.

صلاح الدین زین/س.ر./ا.ا.