1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه:د زنگاوات په پيښه کي يو نه څو تنه لاس لري

۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه

زنگاوات ته د ولسي جرګې ورغلي پلاوي د خپلو څېړنو له مخي وايي چي د ۱۶ بې گناه افغانانو په وژنه کښي يو امريايي عسکر نه، بلکي تر ۱۰ ډيرو ونډه درلوده.

https://p.dw.com/p/14KvK
انځور: dapd

د پلاوي په استازيتوب په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازي محمدنعيم حميدزي لالي خبريالانوته وويل چي دوى سيمي ته تللي،هلته ئې د پيښي ټول اړخونه کتلي دي او دې پايلي ته رسيدلي دي چي دا خونړۍ پيښه د يوه نه بلکي ددوو ګروپو نوکاردئ.

«موږ ولاړو سيمه مو له نزدې څخه وکتل، د پيښو د قربانيانو او عيني شاهدانو خبري مو واورېدلې، له دې څخه ښکاري چي دا پيښه له لسو څخه تر پنځلسو پوري امريکايي سرتيرو رامنځته کړې ده.»

حميدزى لالى زياتوي ولسي جرګه غواړي چي نه يوازي په پېښه کي لاس لرونکي کسان په افغانستان کي محاکمه سي، بلکي هغه کسان هم ورسره محاکمه سي چي د باندنيو ځواکونو سره ئې دا تړون لاسليک کړى دئ چي په هرځاى کي، هر وخت په خپله خوښه عمليات کولاى سي او په افغانستان کي له محکمې څخه بري دي.

«دغه امريکايان او هغه دوخت افغان دولت لوړپوړي چارواکي هم بايد په افغانستان کي يو ځاى محاکمه سي چي له بهرنيانو سره ئې دا تړون لاسليک کړى دئ.»

نوموړي زياته کړې ده چي، که چيري د ولسي جرګې دا غوښتنه ونه منل سوه نو دوى اړدي چي امريکايانو ته هم د روسانو په سترګه وګوري اوپرولس باندي به هم ږغ وکړي چي ددوى له همکارۍ څخه لاس واخلي اوپه ښکاره يې په وړاندي ږغ پورته کړي.

د ده په خبره دا لومړی ځل نه دئ تردې وړاندي هم د هيواد په ګوټ ګوټ کي دا ډول او تردې لا خطرناکي پيښي رامنځته سوي دي خو نړيوالو ځواکونو سوړغبرګون ښوولى دئ.

«لکه څنګه چي روسان د اشغال په نيت راغلي ول، دوى ته به هم د اشغالګرو په سترګه وکتل سي ځکه دوى په مجموع کي بشراو په خاص ډول افغانانو ته درناوى نه لري.»

که څه هم د کندهارولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات په سيمه کي رامنځته سوې پيښه له سپيني ماڼۍ څخه نيولي د ډيروهيوادونو له خوا وغندل سوه، خو دا چي په پيښه کي لرونکي کسان به چيري او کله محاکمه کيږي نه ده معلومه.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل