1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: یو ملیارد انسانان د چاغښت ستونزه لري

۱۴۰۲ اسفند ۱۱, جمعه

د یوې نوې څیړنې له مخې په نړۍ کې تر یو ملیارد ډېر خلک ډېر وزن لري. دا شمېره په تېرو ۳۰ کلونو کې څلور چنده لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4d5DX
Übergewicht
انځور: Dominic Lipinski/picture alliance/empics

د هغو شمېرو له مخې چې په برتانوۍ ورځپاڼې «د لانست» کې خپرې شوي، په تېرو ۳۰ کلونو کې د ډېر وزن لرونکو کسانو شمېر څلور چنده لوړ شوی دی.

په ۱۹۹۰م کال کې د څیړونکو د اټکل پر بنسټ، په نړۍ کې شاوخوا ۲۲۶ میلیونه لویان، تنکي ځوانان او ماشومانوو چې ډېر وزن یې لرلو خو په ۲۰۲۴ کال کې د نویو شمېرو له مخې

اوس دغه شمېر تر یو میلیارد پورې رسېدلی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د تغذیې رئیس، فرانچسکو برانکا بیا ویلي چې په «د لانست» ورځپاڼه کې د خپرو شویو یو میلیارد شمېرو څخه لا زيات خلک اضافي وزن لري.

که څه هم ډاکټرانو وړاندوینه کړې وه چې د وزن د زیاتوالي ستونزه به نوره هم زياته شي، خو تمه نه وه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دغه ډول کسانو شمېر تر یو ملیاردو زیات شي.

تر ۲۰۳۵ پورې به د نړۍ نیمايي نفوس له چاغوالي سره مخ وی

د دغې څېړنې لیکوالانو د روغتیا له نړیوال سازمان سره په همکارۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې د څه باندې ۲۲۰ میلیونو کسانو د وزن او قد په اړه معلومات څېړلي څو دغه اټکل تر لاسه کړي.
د ۲۰۲۲ م کال په جریان کې د لویانو تر منځ ۸۷۰ میلیونه کسان ډیر وزن لري او د ماشومانو او تنکي ځوانانو ترمنځ ۱۵۹ میلیون څخه زیات د دغې ستونزې سره مخامخ دي. په دې توگه نو د يادې ستونزې سره د مخامخو انسانانو شمېر له ۱۹۹۰ راهيسې څلور چنده زيات شوی دی.

د څیړونکو په وینا، د ډېر وزن د ستونزې سره د نړۍ د غریبو هیوادونو زيات خلک مخامخ دي. د روغتیا د نړیوال سازمان کارپوه فرانچسکو برانکا ویلي:« پخوا به موږ په بډایه هیوادونو کې چاغښت ته د یوې ستونزې په توګه فکر کاوه، اوس دا یوه نړیواله ستونزه ده.»

د ډېر وزن لرونکي ناروغان د زړه، شکرې او د سرطان د ناروغۍ د ځینو ډولونو له امله د مړینې د زيات گواښ سره مخامخ وي. يعني په ډېر وزن لرونکو انسانانو کې د يادو او يو شمېر نورو ناروغيانو د راپيدا کېدو امکانات زيات وي.

په مېندوارۍ کې ډېر چاغښت مور او ماشوم ته زيان رسوي

د څیړونکو په وینا، غیر صحي خواړه د چاغښت اصلي لامل دی. له همدې امله د روغتیا نړیوال سازمان په بوره لرونکو مشروباتو باندې د مالیې د زیاتولو، ماشومانو ته د غیر صحي خوړو د بازارموندنې يا اعلاناتو د محدودولو او د صحي خوړو لپاره د سبسایډي د زیاتولو خبره کړې ده. د کارپوهانو په وینا، د شکر ناروغۍ لپاره نوې درملنې هم کولی شي د چاغښت سره مبارزه کې مرسته وکړي.