1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

پکتیا؛ د ښځینه ډاکټرانو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړي

۱۴۰۲ آبان ۲۹, دوشنبه

د پکتیا اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه او مسلکي ډاکټرانو له نشتوالي، د درملو کمښت او دغو مرکزونو ته د ورغلو لارو له خرابوالي شکایت کوي. د طالبانو تر بیا راتګ وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه وضع شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ZCvS
Afghanistan Junge Frauen werden als Hebammen für abgelegene Dörfer ausgebildet
انځور: Ali Khara/REUTERS

د پکتیا اوسیدونکي وایي، سره له دې چې د مرکزي سيمو روغتیایي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې پر دنده ګمارل شوي، خو پدې برخه کي لیري پرتو سيمو ته خورا کمه پاملرنه شوې ده.

دوی د پکتیا له ځایي چارواکو غوښتنه کوي چې روغتیایي سکټور کي د ستونزو د حل او اسانتیاو رامنځته کولو په برخه کي چټک ګامونه پورته کړي.

د پکتیا یو ټولنیز فعال جان محمد وفا وایي، لیري ولسوالیو کې په روغتیایي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ددې لامل ګرځیدلی چي روغتیایي مرکزونو کي د ښځینه ناروغانو درملنه پر وخت ترسره نه شي.

نوموړي زیاته کړه مرکز ګردیز ته د ښځینه ناروغانو د لېږد لپاره د امبولانس اسانتیا نشته او د لارو د خرابوالي له امله ناروغان تر روغتیایي مرکزونو رسېدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

ښاغلي وفا وویل: »په ولسوالیو کې په ډېری روغتیایي مرکزونو کې مسلکي ښځینه ډاکټرانې نشته، له بله پلوه د کورنیو نارینه غړي ښځینه ناروغانو ته اجازه نه ورکوي چې نارینه ډاکټران یې درملنه وکړي.«

نوموړي د پکتیا ولایت لیري پروتو ولسوالیو کې په روغتیایي مرکزونو کي د مسلکي ښځینه ډاکټرانو د ګمارنې غوښتنه وکړه.

آیا د افغانستان روغتیایي سیستم د متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی؟

د پکتیا ولایت د جانخیلو ولسوالۍ اوسیدونکې ۳۶ کلنه ریحانه وایي «زموږ په کلي کي نژدې روغتیایي مرکز نشته، موږ کابو څلور کیلومتره پلی مزل کوو او بیا روغتیایي مرکز ته رسیږو، بله ستونزه دا ده، چې پدې روغتیایي مرکز کي هیڅ ښځینه ډاکټره نشته، کله چي ښځینه د درملنې لپاره یاد مرکز ته ورځې، درملنه یې نه کیږي.»

ریحانې زیاته کړه:«اکثرو ښځو ته د کورنیو نارینه اجازه نه ورکوي چي په روغتیایي مرکزونو کې نارینه ډاکټران د ښځنیه ناروغانو درملنه وکړي، دا ډېره سخته ده او زه یې وینم چي ښځینه له ډېرو عادي ناروغیو کړیږي، خو درملنه یې نه کیږي.»

ریحانې وویل: «له روغتیایي مسئولینو غواړو چې د پکتیا ولایت په ولسوالیو او کلیو کې ښځینه ډاکټرانې پر دنده وګماري، څو ښځینه وکولای شي چې د ناروغۍ پر مهال په ډاډه زړه روغتیایي مرکز ته ورسي او خپله درملنه وکړي.»

د پکتیا فعاله ځوان احسان طبیب هم د ورته ستونزي یادونه کوي او زیاتوي چي د دې ولایت د ۱۴ ولسوالیو اکثره عمومي لاري خرابي دي، د بارانونو پر مهال خلک له ستونزو سره مخ وي او روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د لېږد چاره ستونزمنه وي.

د پکتیا اوسیدونکي وایي، سره له دې چې د مرکزي سيمو روغتیایي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې پر دنده ګمارل شوي، خو پدې برخه کي لیري پرتو سيمو ته خورا کمه پاملرنه شوې ده.
د پکتیا اوسیدونکي وایي، سره له دې چې د مرکزي سيمو روغتیایي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې پر دنده ګمارل شوي، خو پدې برخه کي لیري پرتو سيمو ته خورا کمه پاملرنه شوې ده.انځور: AFP

ښاغلي طبیب وویل: «د پکتیا مرکزې سېمو کي په روغتیایي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې شته، خو لیري پروتو ولسوالیو کې ډېری روغتیایي مرکزونو کي ښځینه ډاکټرانې نشته، چي د ښځینه ناروغانو درملنه وکړي.»

د ښځینه ډاکټرانو کمښت

نوموړي له ځایي روغتیایي مسئولینو غوښتنه وکړه چې په لیري پروتو سېمو کې ډاکټرانې پر دنده وګماري، تر څو د ښځنیه ناروغانو د درملنې چاره اسانه کړل شي.

پکتیا میشتی خبریال خیرالله ځلاند وایي، سره له دې چي په وروستیو کي د روغتیا ریاست ولسوالیو کې یو شمیر ګرځنده روغتیایي ټېمونه پر دنده ګمارلي، خو روغتیایي مرکزونو کي د درملو کمښت د خلکو د درملنې چاره نده اسانه کړې.

ښاغلي ځلاند له دې هم یادونه وکړه چې لیري پروتو ولسوالیو کې کم شمیر ښځینه ډاکټرانې پر دنده ګمارل شوي، چې له دې سره د ښځینه ناروغانو د درملنې چاره نهایت سخته شوې ده.

ځلاند د طالبانو حکومت له عامي روغتیا وزارت څخه په جدي ډول غوښتنه وکړه، چې د پکتیا ولایت د لیري پروتو ولسوالیو روغتیایي مرکزونو کې ژر تر ژره ډاکټرانې پر دنده وګماري او د ښځینه ناروغانو د درملنې په برخه کي اسانتیا رامنځته کړي.

په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د سقوط ویره څومره حقیقي ده؟

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، د پکتیا ولایت مرکز او ولسوالیو کي نژدې ۵۰۰ سوه ښځینه ډاکټرانې، نرسانې، کابلې او نور پروسونل پر دنده ګمارل شوی چې په عادي ډول د ښځینه ناروغانو درملنه کوي.

ښاغلي زمان وویل: «د عامي روغتیا وزارت هڅه کوي چې د پکتیا ولایت په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د اړتیا پر اساس ښځینه ډاکټرانې او کارکوونکې پر دنده وګماري، څو وکولای شو، چې ددې ولایت په ټولو سېمو کي ښځینه ناروغانو ته د درملنې زمینه برابره کړو.»

نوموړي څرګنده کړه چې دا مهال عامي روغتیا وزارت په ټولو ولایتونو کې ۵۵۰۰ ښځینه کارکوونکې په روغتیایي مرکزونو کې پر دنده ګماري، د نوو ګمارنو له مخي به هغه ولایتونو ته لومړیتوب ورکول شي، چې روغتیايي مرکزونو کې یې د ښځینه پروسونل کمی موجود وي او ښځینه د درملنې پر مهال له ستونزو سره مخ وي.

د یادونې وړ ده د افغانستان په ډېری ولایتونو کي ښځینه ناروغان د درملنې پر مهال له ستونزو سره مخ وي، نه یوازي چې په لیري پروتو سېمو کي په روغتیایي مرکزونو کي ښځینه ډاکټرانې نشته، بلکي د کورنیو نارینه غړي ښځینه وو ته اجازه نه ورکوي چې نارینه ډاکټران د هغوی درملنه وکړي.

ص.م / خ. ح / ا.و.ا

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie