1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوباني کي جنگ روان دی

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۷, پنجشنبه

ظاهراً داسي ښکاري چي کردانو دي تر اوسه لا د کوباني ښار ساتلی وي. خو امریکا متحد ايالات بيا باور نه لري چي يوازي دي په هوايي بريدونو سره له ترکيې سره په سرحد کي د سوريې دغه ښار له اسلامي دولت ډلي څخه وستاتل سي.

https://p.dw.com/p/1DSMd
انځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images

د امریکا متحدو ايالاتو په تامپا (فلوريدا) کي د قوماندي د عمومي مرکز په نظر کردان لا تراوسه پوري د ترکيېـ سوريې په سرحد کي کردي مېشتي ښار ډېره برخه په کنترول کي ده.

د دغه مرکز له خوا په يوه خپره سوې بيانيه کي راغلي دي چي کردانو د تروريستي ډلي اسلامي دولت يرغلونه بند کړي دي. دوی زياته کړې ده چي متحد ايالات په کوباني کي وضعيت ډېر دقيق څاري.

پر کوباندي ښار باندي د امريکا او اردن د هوايي ځواک په اتو بريدونو کي د اسلامي دولت ډلي نقليه زغروال وسايل، پوځي زيرمي، د قوماندي يو مرکز او د جنگياليو يوه ټولۍ له منځه وړي دي. په مجموع کي د چهار شنبې په ورځ په سوريه کي داسلامي دولت ډلي پرضد نهه هوايي يرغلونه ترسره سوي دي. په دغه ورځ دغه راز په عراق کي هم درې بريدونه ترسره سوي دي.

«چاره ئې د شپې نه کيږي»

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما له اسلامي دولت ډلي سره په مبارزه کي د صبر او حوصلې غوښتنه کړې ده. اوباما په پنتاگون کي له لوړپوړي پوځي چارواکو سره تر ملاقات وروسته وويل: «ډېر ستونزمن ماموريت پاته دئ.» هغه زیاته کړې ده: «ما په اول سر کي ويلي ول چي دا داسي څه نه دي چي د شپې له خوا ئې چاره وسي.»

د امريکا جمهور رئيس د نړيوالي ټولني د هغه احساس هرکلی وکړ چي د افراطيانو د خطر په اړه ئې لري او پر وړاندي ئې درېدلي دي. هغه وويل: «ښه خبر» دا دی چي په منځني ختيځ او د «نړۍ په ملتونو کي» «پراخه موافقه» موجوده ده چي اسلامي دلوت ډله سولي او نړيوال امنيټ ته گواښ ده.

امريکا متحد ايالات د ډيرو هيوادونو د يوه ستر ائتلاف مشرتوب کوي چي په سوريه او عراق کي د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي بمبارۍ کوي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چي په کوباني ښار کي د اسلامي دولت ډلي د ځپلو او د دغه ښار د ساتلو له پاره يوازي هوايي يرغلونه کافي نه دي.

د پنتاگون وياند جان کربي ويلي دي چي هوايي بريدونه په ښار دننه او دباندي تر سره سوي دي. امکان لري چي د امريکا او متحدانو د هوايي بمباريو له کبله د اسلامي دولت ډلي د جنگياليو يو پر دريمه برخه پرشا سوې وي.

خو کربي، ټينگار کړی دی چي يوازي هوايي بريدونه بسنه نه کوي چي کوباني ښار دي د اسلامي دولت ډلي له کلابندۍ څخه خلاص سي. د دې له پاره يو دليل دا ښوول سوی دئ، چي تر اوسه پوري د نړيوال ائتلاف د ملاتړ له پاره يو «موثر شريک چي قوي اراده» ولري نه سته.

د حائل سيمي جوړېدل

په کوباني ښار کي جنگونو ته په کتو سره يوار بيا د يوې حائلي سيمي د رامنځ ته کولو خبري کيږي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي دي چي اوس هغه يو ميليون کډوال چي ترکيې، لبنان او اردن ته تللي دي د دغو هيوادونو له پاره يوه ستره ستونزه ده.

د ترکيې په سرحد کي د کډوالو له پاره د يوې حائلي سيمي د جوړولو نظر د ترکيې جمهور رئيس رجب طب اردوغان له خوا وسو او د فرانسې جمهور رئيس فرانسو اولاند له خوا ئې ملاتړ سوی دئ.