1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي ۱۵ تنه ملکيان وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د کندهار چارواکي وايي چي د دوشنبې ورځي په ماسپښين د دغه ولايت په ميوند ولسوالۍ کي د ملکي وگړو د سپرليو پر موټر باندي په ماين چاودنه کي ۱۵ کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1BdYi
انځور: picture-alliance/dpa

د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال ويلي دي چي دغه پيښه هغه مهال په ميوند ولسوالۍ کي رامنځ ته سوه چي د ملکي وگړو د سپرليو يو موټر له عمومي سړکه چي تر دغي پيښي دمخه پر بهرنيو ځواکونو باندي د يوه ترسره سوي ځانمرگي بريد په خاطر تړل سوی وو واوښت او غوښتل يې چي پر خامه لاره سفر وکړي.

مينه پال زياته کړې ده چي پر وژل سوو کسانو سربيره د يوې ښځي په گډون څلور تنه نارينه هم ټپيان سوي دي. وژل سوي کسان ټول د روزگان ولايت اوسېدونکي ول او خپل ولايت ته پر لاره ول.

دغه چاودنه په افغانستان کي تر نسبتاً څو کرارو ورځو چي په ترڅ کي يې افغانانو د يوه نوی جمهور رئيس د ټاکلو له پاره رايي ورکړی رامنځ ته سوې ده.

طالبانو تر دغي پيښي دمخه پر بهرنيو ځواکونو باندي په همدغه سميه کي د بريد مسئوليت پرغاړه اخيستی دی. د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال په خبره په دغه بريد کي هيڅوک هم سخت ټپي سوی نه دی.

په افغانستان کي د جمهوري رياست او ولايتي شوراگانو تر ټاکنو وروسته دا لومړۍ خونړۍ پيښه ده چي رامنځ ته کيږي.

له بلي خوا د کونړ ولايت امنیتي چارواکي وايي چي د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کي د ډیورنډ کرښي ته څرمه په چوګام سیمه کي د بې پیلوټه الوتکي په یوه برید کي د وسله والو طالبانو لوړ پوړو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال حبیب سیدخیل په سيمه کي د دویچه ویله خبريال ته ويلي دي چي د دوشنبي په ورځ ناوخته د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په برید کي د کونړ ولایت له پاره د وسله والو طالبانو نومول سوی والي امیر قاسم صبری، چي د خوست ولایت اوسیدونکی دی او د عثمان په نوم د شېګل طالب ولسوال له خپلو شلو نور ملګرو سره وژل سوي دي.

سید خيل زياته کړې ده، دغه لوړ پوړي طالبان چي د ټاکنو د ګډوډۍ له پاره په تیرو څو ورځو کي یو ځای ول او غوښتل یې بیرته پاکستان ته وګرځي د ډیورنډ پر کرښه بې پیلوټه الوتکي په نخښه کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.