1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کي لا جگړه روانه ده

صابر يوسفي۱۳۹۴ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

په کندز ولایت کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو تر منځ جگړه ۱۴م ورځې ته ورننوتې ده. چارواکو د یوه ځایي قوماندان په شمول د ۲۸ جنگیالیو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1FG34
انځور: picture-alliance/epa/G. Habibi

طالب جنگیالیو له څو اړخونو پر افغان امنیتي ځواکونو فشار راوستی دی. هغوی د امام صاحب او علي آباد ولسوالیو او د کندز ښار په اطرافو گورتپه سیمه کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو باندې یرغلونه کړي دي.

د دغه ولایت چارواکي دا مني چې طالب جنگیالي د شپږو، اوو کیلومترو په حدودو کې ښار ته نزدي شوي دي. د ښار دننه د درنو وسلو غږونه اوریدل کيږي.

د کندز والي محمد عمر صافي ویلي دي چې امنیتي ځواکونه په دې توانیدلي دي چې په څو استقامتونو کې د مخالفینو بریدونه پر شا وتمبوي: «زموږ زړور امنیتي ځواک په دې توانیدلی دی چې په پنځو استقامتونو کې د دښمن بریدونه دفع کړي او هغوی ته درنه مرگ ژوبله واړوي. په دغو جگړو کې د دښمن ۱۵ تنه وژل شوي او تر پنځو زیات ټپیان لري.»

خو د مرکزي حکومت چارواکو د مرگ ژوبلې شمیر ډیر ښوولی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي: «د طالبانو مشهور قوماندان، ملا مصطفی له خپلو ۲۷ ملگرو سره د دوشنبي په شپه د امنیتي ځواکونو له خوا په امام صاحب ولسوالي کې وژل شوی دی.»

د کندز د پولیسو مشر جنرال عبدالصبور نصرتي، وایي چې امنیتي ځواکونه په لوړې روحیې سره جنگیږي او د مخالفو وسله والو په لسونو جسدونه د جگړې په ډگر کې پاتې دي. د کندز د پولیسو مشر د یاغیانو او امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې په هکله متفاوت ارقام وړاندي کړل خو د ملکي کسانو د تلفاتو په هکله یې څه نه دي ویلي.

ښاغلي نصرتي په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «تر اوسه د دښمن ۲۳ تنه وژل شوي، درې نیول شوي او ۱۶ بیا ټپیان دي. په دغو جگړو کې پنځه پولیس وژل شوي او شپږ بیا ټپیان شوي دي. همدا اوس د گورتپې په اړوندو او د امام صاحب په ولسوالۍ کې عملیات لرو. امنیتي ځواکونه هم دفاع کوي او هم د تهاجم په حال کې دي. موږ په هغو نقاطو کې چې دښمن حمله کړې ده، خپل تهاجم پیل کړی دی، څو هغوی له یادو شوو ساحو څخه وباسو.»

اوسمهال یو شمیر تازه دمه ځواکونه له مزار شریف او کابل څخه کندز ته رسیدلي دي څو په دغه ولایت کې میشت امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې جگړه کې پیاوړي شي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم قوماندن جنرال زمری پیکان، چې د دغو ځواکونو په رأس کې کندز ته تللی وایي چې هرو مرو به د یاغیانو بریدونه پر شا وتمبول شي: «د اردو، پولیس او ملي امنیت ځواکونه په دې توانیدلي دي چې د دښمن له ډیرو بې رحمانه بریدونو څخه دفاع وکړي. د کابل د ۱۱۱ فرقې ځواکونه او د مزار شریف قطعات او جز تامونه هم دلته رارسیدلي دي.» زمری پیکان د یاغیانو په لیکو کې د بهرنیو جنگیالیو د حضور خبره کوي.

په کندز کې جگړې دغه ښار ته ستومانه بڼه ورکړې ده او اوسیدونکي یې اندېښمن کړي دي. د دغه ولایت اوسیدونکي له حکومته غواړي چې هر څه ژر د مخالفانو د یرغلونو پر شا تمبولو پیل کړي.

د زرغونې په نوم د کندز ولایت یوه اوسیدونکي وایي چې اوسني وضعیت هغه په اندېښنه کې کړې ده: «وضعه خرابه شوې ده. د ټوپکانو او درنو وسلو غږونه خلک ډاروي. دولت باید یو څه وکړي چې د مخالفانو حمله پر شا کړي. باید ژر دغه وضعیت ختم شي.»