1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په پاکستان کې د طالبانو ضد قومي مشر په ګډون اته کسان وژل شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د طالبانو په برید کې د پاکستاني سرتیرو په ګډون اته کسان وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو همدا راز په یوه بله پیښه کې د یوه نړیوال مخابراتي شرکت د کارکوونکو د اختطاف خبر هم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4GoXy
Pakistan Kaschmir Grenze zu Indien
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د سپتمبر ۱۴مه) پاکستاني چارواکو د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي له لوري په یوه برید کې د پاکستاني سرتیرو په ګډون د اتو کسانو د وژل کیدو خبر وکړی دی. سربیره پر دې، د دې پیښې سره د څو ساعتونو په واټن په پاکستان کې د یوه نړیوال مخابراتي شرکت د یو شمیر کارمندانونو د تښتولو خبر هم ورکړل شوی دی.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، بمي چاودنه، وسله وال برید او د انسان تښتونې دغه پیښې له افغانستان سره نیږدې سیمو کې شوي دي چې له کبله یې په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو د بیا راتګ ویرې هم ډیرې شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې د ځايي پولیسو یوه افسر سعید خان د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په سوات کې د سړک غاړې یوې بمي چاودنې د طالبانو ضد یو قومي مشر او د هغه څلور ساتونکي وژلي دي.

دغه برید چې د سه شنبې په شپه شوی دی، مسوولیت یې پاکستاني طالبانو منلی دی. دا په ۲۰۱۲م کال کې پر ملاله یوسفزی باندې د پاکستاني طالبانو تر وسله وال برید وروسته په سوات کې د طالبانو لومړنی برید بلل کیږي.

د یوه بل خبر له مخې، په همدې سوات سیمه کې د ناروې هیواد اړوند د یوې مخابراتي کمپنۍ اته کارمندان هم د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي دي. د ځايي پولیسو په خبره ښايي دا کار هم پاکستاني طالبانو کړی وي، خو طالبانو په دې هکله لا څه نه دي ویلي.

په عین وخت کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې په یوه بله جلا پېښه کې چې مسوولیت یې پاکستاني طالبانو منلی دی، د دوی درې عسکر وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د پیښې سیمه د افغانستان پولې ته نیږدې یاده کړې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ تر لنډمهاله اوربند وروسته په دې سیمه کې تاوتریخوالی یو ځل بیا زيات شوی دی. پاکستاني طالبانو د اوربند تر نه تمدید وروسته یو ځل بیا پر د پاکستان پر پوځي اهدافو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.