1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لښکرگاه کي يو موټر بم سخته مرگ ژوبله رسولې ده

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د هلمند ولايت چارواکي وايي چي د دغه ولايت په مرکز لښکرگاه کي د يوه موټر بم په چاودنه کي ۷ ملکي کسان وژل سوي او تر ۴۱ زيات ټپيان دي. ويل کيږي چي چاودنه د ولايت ودانۍ ته نژدې سوې او په دغه وخت کي يوه غونډه هم روانه وه.

https://p.dw.com/p/1EsRJ
انځور د يوې بلي پيښي دئ
انځور د يوې بلي پيښي دئانځور: DW

د هلمند ولايت د امنيې قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي چاودنه په يوې داسي سيمه کي رامنځ ته سوې ده چي ټول ملکي وگړي پکښي اوسېږي.

د ملاخېل په خبره نه ده ولايت ودانۍ او نه هم کوم دولتي چارواکي ته زيان رسېدلی دئ: «دولتي ودانۍ او د ولايت مقام ودانۍ د پيښي له سيمي ډېر ليري دي. وژل سوي کسان يوازي ملکي خلک دي.»

خو د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسوليار په لښکرگاه کي رسنيو ته ويلي دي چي د ولايت مقام د غونډو تالارونو شا ته يو مازدا موټر چي له چاودېدونکو موادو ډک وو چاودلی دی او سخته مرگ ژوبله ئې رسولې ده.

د لومړنيو معلوماتو له مخي په دغه چادونه کي چي ويل کيږي په تيرو څو کلونو کي تر ټولو زوروره وه، ۷ کسان وژل سوي او تر۴۶ زيات نور ټپيان سوي دي.

د رسوليار په خبره وژل سوي کسان ټول ملکي وگړي دي او په ټپيانو کي د هلمند د والي وياند، د ناداعلي ولسوال، د گريشک ولسوال، د هلمند ولايت د کرهڼي سرپرست رئيس هم شامل دي.

ويل کيږي چي د چاودني پرمهال د ولايت په تالار کي يو غونډه روانه وه او د چاودني هدف هم دغه غونډه وه.

په لښکرگاه کي خبريالان وايي چي د ولايت مطبوعاتي دفتر نړېدلی دی او د نورو ودانيو دروازې او کړکۍ ټولي ماتي سوي دي.

د چاودني ځای ته نژدې د یوې موسسې ودانۍ چي د سولي او ثبات پروگرامونو پر مخ وړي هم نړېدلې ده. ويل کيږي چي دغه راز د هلمند د امنيې قوماندان د مرستيال کور هم د چاودنۍ ځای ته نژدې دی او نړېدلی دئ.

دغه راز د دغه ولايت د ولايتي شورا د رئيس محمد کريم اتل، دفتر او کور هم د چاودني ځای ته نژدې دی او د هغه په کور کي هم درې تنه ټپيان سوي او يو تن ملکي مېلمه وژل سوی دئ.

د پيښي پړه تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه ده اخيسي.