1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زنگاوات کي روحي ناروغي خپره سوې ده

۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبه

د زنګاوات اوسيدونکي وايي چي اوس ددوى په کوچنيانو، ميرمنو او ان په لويو خلګو کي روحي تکليف پيد اسوی دئ. «د شپې له خوا کوچنيان او ميرمني د سختي بيري احساس کوي او هر شی ئې تر سترگو امريکايي عسکر ايسې.»

https://p.dw.com/p/14MJx
انځور: dapd

د سيمي اوسيدونکي زياتوي ددوى سره دا ويره پيداسوې ده چي خداى مه کړه بيا امريکايي ځواکونه په سيمه کي د ولسي وګړو په وژلولاس پوري نه کړي.

د زنګاوات دغه اوسيدونکي وايي چي ځيني خلګ د خپلو کورونو انسانان د شپې لخوا په دوو يازياتو کورونو کي تقيسموي ترڅو په خبره يې که بيا داسي ستونزه پيښه سي نو يو څوک خو به يې ژوندى پاته وي.

«امريکايان چي زموږ کلي ته راغلي وو او دلته ئې ١٦کسه شهيدان کړل، له هغه راهيسي چي د ماښام خوا کيږي زموږ ټول کوچنيان بيريږي، بوغاري وهي او وايي چي بيا امريکايان راځي موږ وژني يا موله ځانه سره بيايي.»

د سيمي اوسيدونکي زياتوي ددوى پر کورونو او مجلسونو باندي يوډول ويره خپره ده او هر سړى په فکر او اندېښنو کي ډوب دئ.

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځى د انسان پوهني استاد حيات لله رفيقي هم د زنګاوات د خلګو اندېښنې پر ځاى ګڼي او وايي د اروا پوهني له انده له داسي ناوړي پيښي سره مخامخ سوي کسان تل په دا ډول ناروغيو اخته کيږي.

ددې ځوان کورنۍ د پنجوايي د خونړۍ پيښي قرباني سوې ده
ددې ځوان کورنۍ د پنجوايي د خونړۍ پيښي قرباني سوې دهانځور: dapd

د رفيقي په خبره دغه حالت ته په ارواپوهنه کي بيره وايي او کله چي شپه کيږي انسان نورهم ځوروي.

«د ورځي انسان د شپې په پرتله نورمال وي خو کله چي شپه کيږي او په بستره کي څوک پرېوزي او له ځان سره يوازي کيږي نو دغه اروايي ستونزي يې ډېرپه تکليفوي.»

ښاغلى رفيقي زياتوي دغي سيمي او د پيښي قربانيانو ته بايد دولت ډېره پاملرنه وکړي او په خبره ئې چي که امکان ولري په دې سيمه کي د بيا رغوني او نوري پرمختيايي پروژې پيل کړي، تر څو خلګو ته دا احساس پيداسي چي نور دلته څوک عمليات نه کوي.

د استاد په قول که چيري دغي سيمي او خلګو ته پاملرنه و نه سي نو کيداى سي چي ګاونډۍ ولسوالۍ هم تر خپل اغېز لاندي راولي او بيا به دا يو لوى روحي ناورين وي.

«که دا خلګ همداسي پاته سي نو په ژورخفګان اخته کيږي او نوري ولسوالۍ هم ترخپل اغيزلاندي راوستلاى سي او ډيري ستونزي رامنځته کيږي.»

هغه امريکايي عسکر چي ويل کيږي په يوازي سر يې د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات سيمه کي ۱۶ تنه بې گناه انسان ووژل اوس امريکا ته رسول سوی دئ او هلته په يوه خوندي زندان کښي بندي دئ.

د زنگاوت اوسيدونکي وايي چي ددوی ته ويل سوي ول، چي له يوه مخه به مو وژنو.

«ددغه پيښي څو ورځي مخکي د امريکايانو یو موټر پر ماين وختی او بيا دوی موږ راټول کړو او راته ئې وويل چي اولادونه مو لا نه در پريږدو ټوله د یوه مخه وژنو.»

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل