1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهبنگلدیش

په بنګله دیش کې د ترانسجندرانو له پاره مسجد جوړ شوی

۱۴۰۳ فروردین ۱۰, جمعه

په بنګله دیش کې د ترانجسندر ټولنې د غړو له پاره یو نوی مسجد پرانیستل شوی دی چې دغه ډله به پکې له تبعیض پرته خپل عبادت کوي. د دغې ټولنې یو مشر وايي چې دا په بنګلدیش کې د تراجنسدرانو لومړنی مسجد دی.

https://p.dw.com/p/4eFPL
Bangladesch Mymensingh | Neue Moschee für die Transgender-Gemeinschaft
انځور: Rehman Asad/AFP/Getty Images

د داکشين چار کليبري په نوم دغه مسجد، د میمن سینګ ښار ته نژدې د براهماپوترا سيند پر غاړه جوړ شوی دی. یاد ښار د پلازمېنې ډاکه شمال ته پروت دی. دغه مسجد چې ځمکه ېې د حکومت له خوا ورکړل شوې، روانه میاشت پرانیستل شو. جوړولو ته د ترانسجندر د لسونو ځايي ټولنو غړو خپل وخت وقف او له پاره ېې پېسې راټولې کړي دي.  

د دغې ټولنې مشرې، جویتا تنو، یوې غونډې ته په وینا کې وويل: «سر له اوسه هيڅوک نشي کولی ایجړاګان په مسجد کې له عبادت کولو منع کړي.» دغې ۲۸کلنې مشرې چې یو سپين ټيکری ېې پر سر کړی وو، زیاته کړه چې نور «هيڅوک نشي کولی پر موږ مسخرې وکړي.»

۴۲ کلنه سونيا چې له ماشومتوبه ېې د قرانکریم تلاوت کولو او له ديني زده کړو سره علاقمندي درلوده، خوښه ده چې اوس بیا مسجد ته تللی شي: «ما هيڅکله دا فکر نه کاوه چې زه به وشم کړی په خپل ژوند کې بیا په مسجد کې لمونځ وکړم.»

د ترانجسندرانو د ټولنې مشره، جویتا تنو، هيله منده ده چې د دوی اوسنی عادي مسجد په کافي اندازه لوی مسجد باندې بدل شي تر څو د ډېرو خلکو له پاره ځای ولري
د ترانجسندرانو د ټولنې مشره، جویتا تنو، هيله منده ده چې د دوی اوسنی عادي مسجد په کافي اندازه لوی مسجد باندې بدل شي تر څو د ډېرو خلکو له پاره ځای ولريانځور: Rehman Asad/AFP/Getty Images

سونیا وروسته له هغې له مسجده منع کړل شوې وه، چې معلومه شوه هغه یوه ترانسجندر ده. نوموړې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «کېدای شي خلک به موږ ته ووايي تاسو ایجړاګان دلته په مسجد کې څه کوئ؟ تاسو باید په خپلو کورونو کې لمونځ وکړئ. مسجد ته مه راځې.» سونیا زیاته کړه: «اوس، دا زموږ مسجد دی، اوس موږ ته هيڅوک څه نه نشي ويلي.»

په بنګله دیش کې د ترانسجندر یا نر ښځيو له پاره د نورو خلکو په څېر په مسجد کې د لمونځ کولو بشپړ خدماتو ستونزه احساس کيږي.

ترانسجندران له ۲۰۱۴م کال راهیسې چې په بنګلدیش کې په رسمي توګه د ټولنې د دريم جندر په توګه پېژندل شوي، مخ پر ډېرېدونکي توګه له خپلو حقونو برخمن کيږي. ډېر شمېر ترانجسندرانو سیاست ته هم مخه کړې ده. په ۲۰۲۱م کال کې يوه ترانسجندره مېرمن د ېو لرې ښارګوټي د ښاروالۍ په توګه وټاکل شوه.

په بنګله دیش کې له ۲۰۱۳م کال وروسته ترانجسندرانو د حقونو په برخه کې پرمختګ راغلی په انځور کې د تلویزيون لومړنۍ ترانسجندر ویانده تاشنووا انان
په بنګله دیش کې له ۲۰۱۳م کال وروسته ترانجسندرانو د حقونو په برخه کې پرمختګ راغلی په انځور کې د تلویزيون لومړنۍ ترانسجندر ویانده تاشنووا انانانځور: Boishakhi TV

خو دغه ټولنه لا هم د ژوندانه اساسي حقونو لکه له جایداد څخه د محرومیت او د واده حقونو د رسميت پېژندلو او منلو له پاره مبارزه کوي. دوی سره په ګمارنو کې هم تر ډېره برېده تبعیض کیږي او په احتمال سره دوی د متوسطو بنګله ديشانو په پرته ډېر د تاوتريخجنو جرمونو او فقر قرباني ګرځي.

سخت دريځه اسلامپاله ډلو هم د ښوونځيو په تدریسي کتابونو کې د ترانسجندر ډلې له رسميت پېژندلو سره مخالفت کړی دی. د دوی مخالفتونه په اعتراضونو واوښتل چې په ترڅ کې يې له حکومته د پر شاکېدو غوښتنه کوله.

د ترانسجندر ټولنې موسس، مفتي عبدالرحمن د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې نوی مسجد په بنګله دیش کې په خپل ډول کې لومړنی مسجد دی. هغه وويل چې په یو بل ښار کې هم د ورته پلان هڅې وشوې، خو تېره میاشت د ځایي خلکو د اعتراض له کبله درول شوي دي.

په بنګله دیش کې د ترانسجندرانو د لومړني نوي مسجد امام عبدالمطلب
په بنګله دیش کې د ترانسجندرانو د لومړني نوي مسجد امام عبدالمطلبانځور: Rehman Asad/AFP/Getty Images

زیاته شوې ده چې د ترانسجندرانو په مسجد کې د هدېرې ځای هم شته. د هديرې تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې تېر کال ځايي مسلمانانو په خپله هديره کې د ېوې ځوانې ترانسجندر ښځې د مړي له ښخولو سره مخالفت وکړ.

د نوي مسجد امام، ۶۵ کلن عبدالمطلب، وايي چې د ترانسجندرانو آزار او اذیت د دیني عقایدو او تعلیماتو خلاف دی. هغه وويل: «دوی هم د نورو انسانانو په څېر دي چې خدای پيدا کړي دي.»

عبدالمطلب وايي: «موږ ټول انسانان یو. ښايي ځينې نارينه او ځينې ښځينه وي، خو په ټوله کې انسانان یو. خدای په قرانکریم کې دا څرګنده کړې، ځکه خو هر يو د عبادت حق لري، هيڅوک د دې ممانعت کولی نشي.»

عبدالمطلب زیاتوی، کېدای شي نور بنګله دیشیان ورڅخه زده کړه وکړي او دا مرسته وکړي چې خلک له ترانسجندرانو سره ودریږي. هغه وايي: «له کله نه چې زه دلته امام یم، زه د هغوی د شخصیت او چلند څخه متاثره شوی یم.»

په بنګله دیش کې د ۲۰۲۴م کال په جنوري کې د ترانسجندرانو پر ضد د هغوی د مخالفينو یو اعتراض
په بنګله دیش کې د ۲۰۲۴م کال په جنوري کې د ترانسجندرانو پر ضد د هغوی د مخالفينو یو اعتراضانځور: MUNIR UZ ZAMAN/AFP

ځايي اوسیدونکي ۵۳ کلن توفضل حسین چې د دوهم ځل له پاره په نوی مسجد کې د جمعې لمونځ ادا کوي وايي چې له ترانسجندرانو سره ګډ ژوند او عبادت کول د دغې ټولنې په هکله د هغه «غلط فهمي» لرې کړې ده.

حسین وايي: «کله چې دوی زموږ سره يو ځای ژوند پيلوي، نو ډېر خلک ډېر څه وايي. خو موږ پوه شولو چې کوم څه چې خلک وايي درست نه دي. دوی [ترانسجندران] هم د نورو مسلمانانو په څېر ژوند کوي.»

د ترانجسندرانو د ټولنې مشره، جویتا تنو، هيله منده ده چې د دوی اوسنی عادي مسجد په کافي اندازه لوی مسجد باندې بدل شي تر څو د ډېرو خلکو له پاره ځای ولري. هغې ووېل: «انشاالله موږ به ډېر ژر دا کار وکړو. په سلونو کسان به وشي کړای په ګډه لمونځ وکړي.»

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل