1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ځيني مېرمنې د انترنت له لارې تجارت کوي

۱۴۰۲ تیر ۲۶, دوشنبه

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سختو محدویتونو سره ځيني ښځو اوس انلاین کاروبار پيل کړی دی. سحر رباني زاده یوه له هغو افغان نجونو څخه ده چې تازه یې په افغانستان کې انلاین کاروبار پیل کړی دی.

https://p.dw.com/p/4SSlR
Afghanistan | Geschäftsfrau
انځور: H.P

هغه له یوې مشهورې کمپنۍ چې مرکزي دفتر یې په دبۍ کې دی توکي چې تر ډېره د سینګار هغه پکې شامل دي افغانستان ته راغواړي او بیا یې د پلورلو له پاره په ټولنیزو رسنیو کې تبلغات کوي.

د اغلې رباني زاده په خبره هر څوک چې غواړي د خوښي وړ توکي واخلي دوی یې په کابل کې تر کوره ورسوي او ورځ تر بلې یې کار مخ پر غوړېدو دی.

سحر له دویچه ویله سره په خبرو کې وايي چې که څه هم په افغانستان کې د یوې میرمنې په توګه کار کول ستونزمن دي، خو هغې خپل همت له لاسه نه دی ورکړی او د پلار په مرسته یې په بریالۍ توګه خپلې چارې مخ ته وړي: «زه د کانکور ازموینې له پاره په تیاریو بوخته وم چې تحول رامنځته شو او نظام سقوط وکړ، تر ډېره هیله منه وم چې ښايي د تعلیم له پاره زمینه برابره شي خو له بده مرغه داسې و نه شول، پنځه میاشتې کیږي چې انلاین کاروبار مې شروع کړی او ډېره ښه پرمخ ځم.»

شامپو، صابون، د ویښتانو تیل، او د پوستکي بېلابېل کریمونه هغه توکي دي چې د رباني زاده په خبره خلک او په ځانګړې توګه مېرمنې یې ډېر خوښوي.

رباني زاده وايي که څه هم د بازار په پرتله د دوی توکي لږ قیمته دي، خو د ښه کیفت په خاطر یې خلک اخیستلو ته زړه ښه کوي.

رباني زاده وايي که څه هم دوی په فزیکي ډول هم خپلو توکو ته تبلغات کوي، خو ډېر غوښتنې د خواله رسنیو له لارې دوی ته راځي نو ځکه دوی هم ډېر تمرکز هم پر انلاین برخې کوي.

د نورې نړۍ په پرتله انلاین تجارت په افغانستان کې نسبتاً یوه نوې پدیده ده چې په دې وروستیو کې انکشاف کړی دی.
د نورې نړۍ په پرتله انلاین تجارت په افغانستان کې نسبتاً یوه نوې پدیده ده چې په دې وروستیو کې انکشاف کړی دی. انځور: Eibner Europa/imago

دا وايي لا هم د کار په لومړیو کې ده او ډېره ګټه نه کوي، خو هیله مندي ښیي چې د کار په ودې سره به یې په ګټه کې هم زیاتوالی راشي.

که څه هم د انټرنټ پر لیکه راکړه ورکړه اوس په نړۍ کې تقریباً معمول شوې، خو په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له کبله په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې نه دي رامنځته شوي.

د اقتصادي چارو کاروپوه او د انلاین سوداګرۍ متخصص خلیل احمد نادم وايي په افغانستان کې ترډېره خلک په دې باور دي چې توکي باید له پیرلو وړاندې په فیزیکي ډول له نږدې وګوري او بیا يې وپیري.

د هغه په خبره که څه هم په انلاین کاروبار کې د دغه مسلې له پاره لازم مصونیتونه او زمانتونه شته خو لا هم افغانان په اسانه په دې مسلې بارو نه کوي.

نادم د انټرنټ د سرعت کموالی، په بانکي سیستم کې موجوده ستونزې او د طالبانو له لوري چې اوس په افغانستان کې حاکمان دي نه توجه د انلاین کاروبار پر وړاندې لویې ستونزې یادوي.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا وايي چې له ستونزو سره سره یو شمېر افغانان لاهم په انلاین کاروبار کې مصروف دي. د دغې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي انلاین کاروبار د اقتصادي ودې او پرمختګ له پاره مهم دی او په کار ده چې افغانان د دغه هنر زده کړې ته پام ډېر کړي.

الکوزی زیاتوي: «د تیر حکومت په ورستیو کې انلاین کاروبار په افغانستان کې ښه وده کړې وه، دا چې هغه مهال افغانستان له نړۍ سره رسمي اړیکې لرلې نو ډېرو ځوانانو هم له دغه فرصته په استفادې له مشهورو کمپنیو توکي پیرل او بیا یې د افغانستان په مارکیټونو کې پلورل.»

په افغانستان کې د انلاین کاروبار پر وړاندې د ستونزو او فرصتونو په اړه مو وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت نظرهم ولرو خو بریالي نه شو.

د اقتصادي چارو کارپوهان او د انلاین کاروبا ماهرین وايي که څه هم انلاین کاروبار په افغانستان کې ډېر دود نه دی خو د ټکنالوژۍ پرمختګ ته په کتو دغه برخه اوس د عمومي اقتصاد په یوې نه بېلدونکې برخې بدله شوې او په کار ده چې افغانان هم له رامنځته شوې فرصته ښه ګټه پورته کړي.

ح.پ / خ. ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie