1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې لا هم د پولیو ویروس ماشومان ګواښي

لیکوال/خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ اسفند ۲۴, یکشنبه

په افغانستان کې د کوزڼ د ویروس پر وړاندې پسرلنۍ کمپاین پیل شوي دی. د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې د نړۍ له مخې د پولیو ناروغي ختمه کړي.

https://p.dw.com/p/1ErBj
انځور: picture-alliance/Ton Koene

افغانستان، پاکستان او نایجریا لا هم هغه هیوادونه دي‌ چې د پولیو وېروس پکې لیدل کیږي.د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا نن یک شنبه( د ۲۰۱۵ کال د مارچ پر ۱۵مه) د پولیو پسرلنې کمپاین پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت په همدې موخه د ورغتیا له نړیوال سازمان او یونیسف سره په ګډه یو کنفرانس جوړ کړی وو چې افغانستان ګوټ ګوټ ته د پولیو واکسین د رسېدلو غوښتنه په کښې وشوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز په دغه کنفرانس کې وویل افغانستان لا هم د پولیو وېروس په لوړه درجه لرونکو هیوادونو کې شمېرل کیږي.

فیروز وايي په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۲۸ پېښې موندل شوې وې او یوه هم سږ کال تر دې مهاله لېدل شوې. فیروز د ګوزن د سیمو په اړه وویل « په ۲۰۱۴ کال کې ټول ټال ۲۸ د ګوزڼ مثبتې پېښې په لغمان، کنړ، ننګرهار،‌اروزګان،‌ خوست،‌فراه، پکتیکا، کندهار، غزني، زابل او هلمند ولایتونو کې لیدل شوې دي، دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵ کال له پیله تر دې مهال، د هلمند له رېګو (دېشو) ولسوالۍ څخه د ېوې پېښې رپوټ راکړل شوی دی».


په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي د دوو لویو لاملونو له کبله په ګوته کیږي چې یو نا امني او بل له پاکستان سره نږده پوله او د وګړو تګ راتګ دی. په تېر څو کلونو کې د پولیو د کمپاین پر مهال د عامې روغتیا ځینې کارکوونکي او رضاکاران ګواښل شوي،‌وهل شوي‌ او آن وژل شوي هم دي.


ددې تر څنګ یو شمېر وسله والو ډلو هم د پولیو واکسین غیر حلال بللي او خلک یې منع کړي چې خپلو ماشومانو ته دا واکسین ور نه کړي. اوس مهال د عامې روغتیا وزیر له دیني عالمان، قومي مشرانو او نورو مخورو څخه غوښتنه کوي چې د پولیو په کمپاین کې ګډون وکړي‌ او خلک وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنوي دا دوه څاڅکي ورکړي.

د پولیو د کمپاین مخ ته خنډونه


د چارواکو په باور دا کمپاین به د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې تر سره شي او په شپږو ولایتونو او ۱۶ ولسوالیو کې به د یخنۍ او ځینو نورو لاملونو له کبله شاوخوا یو زر او ۴۰۰ ماشومانو ته دا واکسین نه ورکول کیږي.

په دغه کمپاین کې به ۷،۶ میلیونه تر پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي او ۶،۶ میلیونه ماشومانو ته وېټامین اې ګولۍ ورکړل شي. د یاد کمپاین له پاره ۶،۳ مېلیونه امریکايي ډالر ګښت په پام کې نیول شوی چې د عامې ورغتیا تر ۵۶ زره او ۸ سوه د ډېرو کار کوونکو او رضا کارانو له خوا به پلی شي.

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ماشونانو ته د پولیو واکسین تطبیقیږي
د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې ماشونانو ته د پولیو واکسین تطبیقیږيانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

بل لور ته په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریچارډ وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان پرېکړه کړې تر څو د نړۍ له مخې په دې کال کې یاد ویروس له منځه یوسي.

هغه وویل:« لا هم درې هېوادونه نایجیریا،‌پاکستان او افغانتسان دي چې د ګوزڼ ویروس یې ګواښي. موږ د پولیو د کموالي په موخه هدف ټاکلی، دا کال باید د پولیو ویروس یا دوران په نړیواله کچه ودرول شي.»

هغه وویل د کوزڼ د کمپاین کیفیت باید لوړ او ټولو سیمو ته ورسول شي او زیاته یې کړه؛ ددې تر څنګ دوه نور پروګرامونه هم پیل شوي چې یو د شکمنو ماشومانو او بل د چاپېریان معاینات دي تر څو چاپېریال هم له دې ویروس څخه په امن شي.

ریچارډ ډاډ ورکړ چې د پولیو د له منځه وړولو له پاره به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي‌ چې دا دوران نور کابو کړي.

ورته مهال په افغانستان کې د یونسیف استازی بالاجي وايي دغه هیواد لا هم چانس لري چې د ګوزڼ ویروس له منځه یوسي او زیاتوي چې په افغانستان کې سم نیمايي ماشومان روغتیايي‌او نورو اسانتیاوو ته لاسرسۍ نه لري. بالاجي وايي هڅه به وکړي‌ روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي کچه له پنځوس سلنې څخه ۸۰ او ۹۰‌ تر منځه لوړه کړي.

عامې روغتیا وزارت ویلي د تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د جګړه ځپلو ولسوالیو په څنډو کې روغتیايي هڅې پیل کړې دي او ماشومانو ته په کښې د ګوزڼ د مخنوي واکسین هم ورکول کیږي چې نږدې ۲۶۹ زره ماشومانو ته تر دې مهاله ورکړل شوي دي.