1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ۳ معترضو نجونو نیول او د یوې تښتول

۱۴۰۳ فروردین ۱۰, جمعه

ځینو سرچینو د کابل په برچي سیمه کې د درېو معترضو نجونو د نیول کيدو خبر ورکړی دی. همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد منلې ده چې په غور ولایت کې طالبانو یوه نجلۍ له کوره بېولې ده.

https://p.dw.com/p/4eFzz
کابل: طالبان د مېرمنو د لاریون مخه نیسي. د ارشیف انځور
کابل: طالبان د مېرمنو د لاریون مخه نیسي. د ارشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP

ځینو سرچینو ویلي دي چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ د ښځو د حقونو درې فعالانې د کابل ولایت په برچي سیمه کې نیولي دي. سرچینو ویلي دي چې طالبانو دغه درې خویندې له خپل ورور سره د هغوی په کور کې نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي. دغه نجونې د ازاده، الهه او نادیه په نومونو یادې شوي او ویل کېږي، چې په کابل کې د «عدالت غوښتونکو مېرمنو غورځنګ» غړې وې. د دغو نجونو کورنۍ د هغوی نیول منلي دي.
خو طالبان  د دغو درېو خویندو او د هغوی د ورور د نیولو په اړه له څه ویلو ډډه کوي. د دغو نجونو نیولو چې دوه یې له اتلسو کلونو کم عمر لري، غبرګونونه پارولي دي. د ښځو د حقونو یوې فعالې هدا خموش وايي، د دغو نجونو کورنۍ د خپلو لوڼو د پیداکولو په هڅه کې دي.
هغې لیکلي:«طالبانو دا درې خویندې له خپل ورور سره یو نامعلوم ځای ته وړي او د طالبانو ځواکونه د هغوی کورنۍ ته معلومات نه ورکوي.»
د چارو شنونکي اصف اشنا پر خپل ایکس پاڼې لیکلي:«طالبانو د کابل په هزاره مېشته سیمه برچي کې پر یوه کور چاپه وهلې او ازده رضايي، الهه رضايي، نادیه رضايي او د هغوی ورور یحی رضايي یې له ځان سره وړي دي.»


همدا راز، په غور ولایت کې ځینو سرچینو خبر ورکړی دی، چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ یوه ۱۷ کلنه نجلۍ له کوره ویستلې او خپل یوه وسله وال ته یې په نکاح کړې ده. له تېرې ورځې راهیسې د دغې پېښې اړوند یو ویډیويي کليپ په خواله رسنیو کې هم لاس پر لاس کېږي.

کابل: مېرمنې د خپلو حقونو له پاره لاریون کوي. د ارشیف انځور
کابل: مېرمنې د خپلو حقونو له پاره لاریون کوي. د ارشیف انځورانځور: AFP/Getty Images


په دغو انځورونو کې د طالب وسله والو له لوري له کوره د نجلۍ د ویستلو او له ځان سره د وړلو صحنه ښودل کېږي.
د طالبانو  ادارې ویاند ذبېح الله مجاهد منلې ده چې په غور کې ځايي طالبانو یوه نجلۍ له کوره په زور بېولې، خو زیاته کړې یې ده، چې سیمه‌ ایزو چارواکیو هغه ډله نیولې ده چې په پېښه کې ښکېل وه. که څه هم یو شمېر سرچینو د دغې ۱۷ کلنې نجلۍ وړل او یوه وسله وال ته په اجباري نکاح کول تایید کړي، خو ذبېح الله مجاهد د اجباري نکاح مسئله رد کړې ده.


هغه دویچه ویله ته وویل:«د دغې ولسوالۍ ځیني نظامیان چې په دغه قضیه کې یې له زوره کار اخستی نیول شوي او نظامي محکمې ته سپارل شوي دي. نور قضیه د سیمې مشران حلوي.»


ذبېح الله مجاهد ویلي دي چې دغه قضیه د دوو کورنیو تر منځ د نجلۍ د مهر پر سره پېښه شوې ده.


طالبانو د همایون افغان نیول او آزادي تائيد کړې ده


په کابل کې د کابل له پاره د طالبانو ادارې امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران د جمعې په ورځ ناوخته د همایون افغان د ازادولو خبر ورکړ.
خالد ځدران د هغه د نیول کېدو په اړه ویلي:«ښاغلی همایون افغان یو پیاوړی ژورنالېست دی او تر دې دمه یې رسنیز اصول او ارزښتونه مراعات کړي، خو په خپل یو راپور کې د یوې سپین سرې مېرمني سره مرکه کوي چې تر خپرېدو وروسته د هغې مېرمنې کورنۍ له دې کبله چې ګواکې د ویډیو د خپرېدو دمخه د دوی اجازه نه ده اخیستل شوې پر افغان اړوندې حوزې ته عریضه کوي چې طبعا حوزه د خپل مسئولیت له مخې نوموړی حوزې ته رابولي تر څو وضاحت رامنځته شي.»


د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې یو شمېر خبریالان او خپل منتقدین نیولي دي. سرچینو په ځلونو دویچه ویلې ته ویلي دي چې طالبان معترضې مېرمنې د دوی د غږ د غلي کولو له پاره نیسي. له میاشتو راهیسې یوه معترضه مېرمن منیژه صدیقي د طالبانو په بند کې ده.


طالبانو معمولآ د مېرمنو  د نیولو او د هغوی د زنداني کولو په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي او ډېرې نیونې د طالبانو د استخباراتو له لوري کېږي.