1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان؛ د طبیعي پېښو له امله یوه اونۍ کې ۷۰ کسان مړه شوي

امید دیدار
۱۴۰۳ فروردین ۳۰, پنجشنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی دی چې تېره یوه اونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۷۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ew1s
افغانستان کې سیلابونو د خلکو ژوند اخستی
افغانستان کې سیلابونو د خلکو ژوند اخستیانځور: SANAULLAH SEIAM/AFP/Getty Images

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی دی چې له کمکي اختر وروسته د تېرې یوې اونۍ په جریان کې بېلابېلو سیمو کې د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغې وزارت له پاره د طالبانو  د ادارې ویاند مولوي محمد عبدالله جان سایق دویچه ویله ته په استولي ویډیو کلیپ کې ویلي دي چې په افغانستان کې له کوچني اختر وروسته اورښتونه او سیلابونه ډېر شوي دي، چې له امله یې د ځاني تلفاتو سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

افغانستان کې سیلابونو د خلکو ژوند اخستی
افغانستان کې سیلابونو د خلکو ژوند اخستیانځور: SANAULLAH SEIAM/AFP/Getty Images

هغه ویلي دي پر انساني تلفاتو سربېره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مسجدونو او ښوونځيو په ګډون له ۲۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ او تخریب شوي دي. سایق ویلي دي چې د دغو اورښتونو او سیلابونو له امله نیږدې دوه زره څاروي تلف شوي او څه باندې ۹۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده.

پر زیانونو سربېره؛ د طالبانو ادارې هیله‌مندي ښودلې ده چې د سږنیو اورښتونو له امله په هېواد کې د ځمکې د سطحې د اوبو کچه لوړه شوې او دا چاره د راتلونکي کرهنیز کال له پاره ښه زیری بولي، خو په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو ویلي دي، چې اورښتونو او سیلابونو یې فصلونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړي دي. په همدې حال کې د افغانستان  د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو د راتلو خبر ورکړی دی.