1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د سېلاب ځپلو سيمو وضعيت اوس هم حساس دی»

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د افغانستان په هغو سيمو کې چې سېلابونو پکې په سونو کسان وژلي دي، وضعيت اوس هم اضطراري دی. دا په داسې حال کې ده چې د هوا پيژندنې چارواکو د نورو اورښتونو وړاندوېنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4fuO1
په سمنګان ولایت کې هم سېلابونو زيان اړولی دی
په سمنګان ولایت کې هم سېلابونو زيان اړولی دیانځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

د روغتيا نړيوال سازمان سه شنې ماښام د وضعيت په تړاو يوه رپوټ کې ويلي ول: «په بغلان کې د سېلاب بيړنی وضعيت لا هم حساس دی.»

همدا راز زياته شوې: «په زرونو کسان اوس هم بې ځايه دي او په بيړنۍ توګه خوړو، سرپناه او ژر تر ژره روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري.»

طالب چارواکو او د خوړو نړيوال پروګرام ويلي دي چې د تېرې اونۍ په سېلابونو کې چې د افغانستان يو شمیر ولایتونه یې اغیزمن کړل، تر ۳۰۰ ډېر انسانان پکې مړه شوي دي.

زياته شوې ده چې د سړکونو ويجاړېدو او په لارو کې ولاړو اوبو د ژغورنې عمليات هم له خنډ سره مخامخ کړي او د بغلان ولايت په ګډون ډېرو اغیزمنو سيمو ته یې د مرستندویه ډلو ورتګ هم ستونزمن کړی وو.

د ملګرو ملتونو بېلا بېلو ادارو او طالب چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د مړو شمیر ښايي لوړ شي. ويل شوي په داسې حال کې چې انترنت قطع شوی دی، ځينو سيمو ته لاس رسی اوس هم ستونزمن دی.

غير دولتي سازمانونو او حکومت خبر ورکړی دی چې په زرونو کورونه ويجاړ او يا هم زيانمن شوي دي، څاروي لادرکه شوي او څو هکتاره کرهنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده. د رسېدلي زيان په اړه لا دقيقې شميرې په لاس کې نشته. 

افغانستان کې سیلابونو ګڼ کسان بې کوره کړي

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي: «مرستندويه ټولنې ترانسپورتي زيربناوې ته چې سړکونه او پلونه پکې شامل دي، د سخت زيان رسېدو له کبله اغیزمنو خلکو د رسېدو په برخه کې له سترو ننګونو سره مخامخ دي.»

د هوا پيژندنې ادارې د بغلان ولایت او د افغانستان د نورو شمالي ولایتونو په ځینو برخو کې په راتلونکو ورځو کې د نور اورښت وړاندوينه کړې ده چې دا کيدای شي د مرستو په لار کې خنډ جوړ کړي.

د اوبو د سرچينو مديريت د برخې يو کارپوه محمد عاصم مايار، د افغانستان د ارزوونکو شبکې په رپوټ کې ويلي دي چې افغانستان چې «د سېلابونو له اسثتنايي خطر سره مخامخ دی» په سپرلي پکې تر اوسط ډېر باران ورېدلی دی.

د کارپوهانو په حواله دا اورښتونه د څو کلونو وچکالۍ وروسته په داسې يوه هېواد کې وريږي چې د اقليم له بدلون څخه ډېر اغیزمن دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام خبرداری ورکړی دی چې سېلابونو لا دمخه موجود ناوړه بشري وضعيت نور هم پيچلی کړی دی.

افغانستان چې له څلورو لسیزو راهېسې له جګړو کړيږي، د نړۍ د بې وزلو هېوادونو څخه يو دی چې د تر ۴۰ میليونو ډېر نفوس ۸۰ سلنه برخه یې پر زراعت تکيه کوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آر شيف څخه:

آيا سېلاب ځپلو سيمو ته مرستې پر وخت رسېدلي دي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل