1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغانستان د امريکا د بريد پایلې څه وې؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

پوره یوویشت کاله وړاندې په همدې ورځ امریکا پر افغانستان هوايي بریدونه پيل کړل. امریکا له شل کلنې جګړې وروسته تېر کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې پوځي شتون پای ته ورساوه، خو تر شا یې څه پرېښودل؟

https://p.dw.com/p/4HuLN
پر افغانستان د امریکا او ناټو هوايي برید
پر افغانستان د امریکا او ناټو هوايي بریدانځور: picture-alliance/dpa

د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د طالبانو پر سنګرونو هوايي بریدونه پيل کړل.

امریکا د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن چې هغه مهال په افغانستان کې اوسېده د سپټمبر ۱۱ مې پېښو عامل باله، نو ځکه یې له طالبانو په سملاسي توګه د هغه د ورسپارلو غوښتنه کوله.

امریکا پر افغانستان خپل برید له ترهګرۍ سره جګړه وبلله چې دغي جګړې بیا د ۲۰۲۱م کال د اګست تر ۳۰مې دوام وکړ.

په پخواني حکومت کې د مشرانو جرګې د امنیتي کمېسیون مشر هاشم الکوزي ته هغه ورځې یاد دي چې څنګه امریکایانو په کندهار او هلمند کې د طالبانو مرکزونه بمبار کړل.

هغه دویچه ویله ته وویل: «۲۱ کاله مخکې همدغه ورځ موږ په کندهار کې وو چې د امریکایانو توغندي  ولګېدل.»

د دغه پخواني افغان سناتور په وینا امریکایانو په افغانستان کې د خپل شعار پر خلاف شل کاله داسې جګړه وکړه چې له مرګ ژوبلې پرته بل څه یې افغانانو ته ورپرې نه ښودل: «هغه څه چې دوی ویل چې موږ به دلته سوله راولو، کوم ده؟ خو هیڅ یې ونه کړل، اوس همدغه امریکایان او همدغه ناټو وايي چې القاعده، داعش او څو نورې ډلې فعالې دي، نو تا چې شل کاله دلته تېر کړل، تا ولې ورک نه کړل؟ تا ولې کمزوري نه کړل؟»

د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر تر ۷ وروسته امریکا او متحدینو یې د B52 ډوله بم غورځوونکو الوتکو په مټ کابل او کندهار بمبار کړل چې له امله یې له طالبانو یو په بل پسې ولایتونه له لاسه ووتل.

اړوند مطالب:پنتاګون: طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري

دغو بریدونو د طالبانو د هماغه وخت رژیم رانسکور کړ، خو د کارپوهانو په باور هغه موخې چې امریکایانو د خپلې دې جګړې د پيل له پاره ټاکلې وې، یواځې په شعار کې پاتې شوې.

Flash-Galerie Afghanistan 10 Jahre Intervention Kandahar Flughafen
د آرشیف انځور - د کندهار هوايي ډګر، کال ۲۰۰۱انځور: picture-alliance/dpa

تر شل کلنې جګړې وروسته طالبانو ته واک سپارل

د ترهګرۍ له منځه وړل، د نشه يي توکې ختمول، ښه حکومتوالي او فساد سره مبارزه هغه اهداف ګڼل کېدل چې امریکا او متحدینو یې د ترلاسه کولو له پاره شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه.

په ترکیه کې افغان شنونکي ډاکټر هاشم دانش دویچه ویله ته وویل: «خطرناکه خبره داده چې ۲۰ کاله دوی د هغه ګروپ یعني طالبانو په وړاندې وجنګېدل چې دوی تروریستان ګڼل، ۲۱ کاله وروسته یې قدرت و هغه طالبانو ته وسپاره چې د نجونو د ښوونځي مالف دي، د بيان د آزادۍ مخالف دي، د بشري حقونو کمېسیون یې لغوه کړ، د انتخاباتو مخالف دي، هغه مقولې چې امریکایان یې د دیموکراسۍ تر عنوان لاندې کاروي له هغو ټولو سره طالبان مخالف دي.»

طالبانو هم په افغانستان کې د امریکايي برید ۲۱ مې کلیزې په اړه اعلامیه خپره کړې او په هغه کې یې ټینګار کړ چې امریکا باید له خپلو تېروتنو زده وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «الحمدالله نن ورځ موږ د امریکايي یرغل د یوویشتمې کلیزې څخه په داسې حال کې یادونه کوو چې هېواد مو د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو له شتون څخه پاک شوی.»

سره له دې چې د امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو په وروستیو رپوټونو کې ادعا شوې چې په افغانستان کې د داعش او القاعده په ګډون یوشمېر ترهګري ډلې فعالې دي، خو د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د چا پر خلاف وکارول شي.

د شمېرو له مخې په افغان جګړه کې تر ۲۳۰۰ ډېر بهرني ځواکونه وژل شوي او تر ۲۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

پر افغانستان د امریکا تر برید ۱۷ کاله وروسته وضعيت څنګه دی؟