1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني چارواکي ولې د طالبانو پر وړاندې تنده لهجه کاروي؟

۱۴۰۳ فروردین ۲, پنجشنبه

د پاکستاني طالبانو پر سر افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستيو کړکيچونو او ناندريو په ترڅ کې پاکستاني چارواکي د طالبانو پر وړاندې تنده لهجه کاروي او حتی ځيني یې ګوتڅنډنه کوي؛ طالبان یې په اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4dyYs
Pakistan | Grenzkorps von Belutschistan
انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

پر افغانستان  د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته داسې انګېرل کېده، چې دغه ډله به په خپله واکمنۍ کې له پاکستان سره تر هر حکومت ښې اړیکې ولري؛ خو په دې وروستيو کابو دوو کلونو کې د پاکستان د حکومت او د طالبانو د ادارې ترمنځ تر په اړیکو کې ترنګلتيا لیدل کیږي.

د روانې مارچ میاشتې پر اتلسمه نېټه پاکستاني الوتکو د افغانستان پر پکتیکا او خوست ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نیږدې سیمو کې بمبار وکړ او پاکستان وویل، دغه بریدونه یې د پاکستاني طالبانو د تحریک د حافظ ګل بهادر ډلې پر غړو کړي؛ خو افغانستان کې واکمنو طالبانو وویل، د پاکستان بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه نښه شوي او دواړو بریدونو کې پنځه مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي دي.

تر دغو بمباریو وروسته پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ نښته هم وشوه.

پر سرحد د طالبانو او پاکستان له وروستي جنجال او جګړې وروسته د چهارشنبې پر ورځ د بلوچستان پر ګوادر سوداګریز بندر برید وشو، چې پکې یو شمېر کسانو ته مرګ، ژوبله واوښته؛ ورسره هم ‌مهاله د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اچکزي پر خپل رسمي ایکس پاڼه د افغانستان له نقشې سره په ګواښوونکې لهجه په پښتو او اردو ژبو لیکلي، چې پاکستان کې له بل ترهګریز برید وروسته به پاکستان افغانستان ته ور ننوځي او واخان سوداګریز دهلېز به ونیسي.

بلوچستان کې ډیورنډ کرښې ته نیږدې پاکستانی سرحدي پولیس د ګزمې په حال کې
بلوچستان کې ډیورنډ کرښې ته نیږدې پاکستانی سرحدي پولیس د ګزمې په حال کې انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

هغه لیکلي:«که په پاکستان کې بل ترهګریز برید ترسره شي، طالبانو ته له مخکې خبرداری ورکړل شوی دی، چی پاکستان به په چټکۍ سره افغانستان  ته ننوځي او د واخان دهلیز په نیولو سره به مستقیما له منځنۍ اسیا سره وصل شي.»

جان اچکزي همدا نن کندهار کې له چاودنې څو ساعته وروسته ایکس کې د یوه افغان خبریال خبر بیا پوسټ کړی او ورسره یې په کنایه ډوله لهجه پاکستاني طالبانو ته په اشارې لیکلي، چې ګواکې د کندهار برید هغو وسله والو کړی، چې طالبانو افغانستان کې ځای ورکړی.

هغه لیکلي:« طالبانو ماران ساتلي دي چې اوس یې خوري. دا د کندهار په نننۍ چاودنه کې ثابته شوه.»

د طالبانو ځايي چارواکیو بیا ویلي، چې د کندهار برید داعش ډلې کړی دی.

له پاکستان سره د طالبانو د احتمالي اوږدو اړیکو او په دغه هېواد کې د ځینو طالب مشرانو او نورو غړو مېشتېدنې که څه هم د طالبانو له لوري نه دي تائید شوي؛ خو د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د یوه اوسني طالب قومندان ویډیو ته په غبرګون طالبان ننګولي، چې طالبانو د پاکستان هغه احسان هېر کړ، چې کله یې شل کاله مخکې د دغې ډلې غړو ته پناه ورکړه.

د جان اچکزي د ټویټ یوه برخه کې راغلي:«د طالب مشرانو هغه وخت هېر کړ کله چې پاکستان دوې لسیزې مخکې خپلې دروازې پرانېستې. دوی شل کاله په پاکستان کې لوی شوي، د دوی شتمني او کاروبار دلته و. دوی چې کله سفر کاوه پاکستاني شناختي کارډونه او پاسپورټونه یې په جیب کې ول. کورونه يې په کوټه، پېښور او کراچۍ کې وو. اوس دوی غواړي چې د ترهګرو په ملاتړ له پاکستان سره ستره جفا وکړي. نن هم پنځه میلیونه افغانان زموږ مېلمانه دي.»

دویچه ویله د جان اچکزي د څرګندونو او ګوتڅنډنو په اړه د طالبانو د ویاند ذبېح الله مجاهد نظر وپوښت؛ خو هغه په دې اړه خبرې ونه کړې.

په همدې حال کې، دوې ورځې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له ډان نیوز سره مرکې کې ویلي، که افغانستان کې واکمن طالبان د ټي ټي پي یا د پاکستاني  طالبانو د تحریک فعالیتونو مخنیوی ونه کړي؛ نو دوی حق لري، چې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، د افغانستان خاوره پاکستان کې د بریدونو له پاره کارول کېږي؛ خو پر افغانستان واکمن طالبان پاکستان کې بریدونه او ټي ټي پي سره د پاکستان کړکېچ د هغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼي.