1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستاني طالبانو د درو پاکستاني پولیسو د وژلو مسئولیت منلی

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

پاکستاني طالبانو د خيبر پښتونخوا ايالت په نوښار سیمه کې د یو کمین په نتیجه کې د درو پاکستاني پولیسو د وژنې مسئولیت په غاړه واخیست.

https://p.dw.com/p/4KS6Z
د آرشیف انځور د ۲۰۲۱م کال اګست ۱۴مه - پاکستاني پولیس د کراچۍ په بندر ښار کې پر ېوې لارۍ د شوي برید وروسته چې يو شمیر پولیس په کې ووژل شول، د پيښې په ځای کې
د آرشیف انځور د ۲۰۲۱م کال اګست ۱۴مه - پاکستاني پولیس د کراچۍ په بندر ښار کې پر ېوې لارۍ د شوي برید وروسته چې يو شمیر پولیس په کې ووژل شول، د پيښې په ځای کېانځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

دا د پاکستاني طالبانو لخوا د اوربند د پای اعلان وروسته، دوهم برید دی چې دغه ډله يې مسئولیت په غاړه اخلی.

د پولیسو يوه ځايي مرستيال مشر، محمد علي ګنډاپور رويټرز ته وویل چې پر پولیسو برید د شنبې په ماښام د خيبر پښتونخوا شمال ته پروت په نوښار سیمه کې د پولیسو پر ګزمه وشو.

هغه زیاته کړه چې په بريد کې درې پولیس وژل شوي او دا چې د حمله کونکو هویت معلوم نه دی. خو تحریک طالبان پاکستان ډلې (TTP) چې په پاکستاني طالبانو هم شهرت لري، په یوه اعلاميه کې د دغه برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

پاکستاني طالبانو د يکشنبې په ورځ (د نومبر ۲۷مه) د پاکستان حکومت سره د شوي څو میاشتني اوربند د پای اعلان وکړ او خبرداری يې ورکړ چې بېرته به خپل بریدونه پيلوي.

تر دغه اعلان دوه ورځې وروسته په کوټه کې يو ځانمرګي برید وشو چې د يو پولیس په ګډون څلور کسان پکې ووژل شول او له ۳۰ ډير ټپیان شول. پاکستاني طالبانو وویل چې دغه برید دوی کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان غواړي د پاکستان حکومت ړنک کړي او پر ځای يې له اسلام څخه د دوی د خپل تفسیر مطابق قوانینو پر اساس یو سیستم رامنځ ته کړي.

له تېر کال راهيسې افغان طالبانو د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د روغې جوړې په مذاکراتو کې منځکړيتوب کړی دی، خو داسې ښکاري چې نهايي پایلې يې نه دي لرلي.

له بلې خوا د پاکستان پوځ د وروستیو میاشتو په جریان کې د افغانستان سرحد سره په اوږدو په قبايلي سیمو کې چې ويل کيږي د اورپکو قوي پټنځايونه پکې دي، ګڼ شمیر چاڼيز عملیات هم ترسره کړي دي.

(Reuters)mks/mns/