1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان پر ايران باندي پخپله خاوره کي د هوايي بريد تور لگوي

۱۴۰۲ دی ۲۷, چهارشنبه

پاکستان پر ايران تور لگوي چي د دوی پر قلمرو باندي يې په يوه هوايي بريد کي دوه کوچنيان وژلي دي. تر دې مخکي د ايران انقلابي گارد ويلي ول چې په سوريه او عراق کي يې هدفونه ويشتلي دي.

https://p.dw.com/p/4bLkK
Iran: Während einer Übung der Bodentruppen werden Raketen abgefeuert
انځور: Iranian Army Office/ZUMA Wire/IMAGO Images

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ څرگنده کړه چي په اسلام آباد کي يې د ايران استازي له خپل هوايي حريم څخه د «بې دليله سرغړوني» له امله وربللی وو. وزارت څرګنډه کړې ده: «د پاکستان د حاکميت نقضول په هيڅ ډول د منلو نه ده او کيدای سي جدي عواقب ولري.»

د معلوماتو له مخي د دغه هوايي بريد په نتيجه کي دوه کوچنيان وژل سوي او درې نجوني ټپياني سوي دي. د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه جزيات نه دي ورکړي چي بريد چيري سوی دی.

پر آنلايني پلت فورمونو باندي کاروونکو د پاکستان په لوېديځبلوچستانايالت کي چي له ايران سره څه باندي ۱۰۰۰ کيلومتره سرحد لري، له يوې چاودني څخه رپوټ ورکړی دی. په پاکستاني رسنيو کي بيا خبره د پنجگور ښار په هکله وه.

تر اوسه پوري د ايران له خوا د دغو تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل سوی. خو د ايران دولتي خبري آژانس (نور نيوز) بيا وروسته پر ايکس (پخواني تويتر) خبر ورکړی دی چي په یاد بريد کې په گاونډي هيواد کي د سني جهادي ډلې جيش العدل، دوه مهم مرکزونه ويشتل سوي دي. «دغه ځايونه په توغنديو او بې پيلوټه الوتکو سره تخريب سوي دي».

د جيش العدل بڼسټ په ۲۰۱۲م کال کي د افراطي سني مذهبو يوه پخواني غړي کښيښود. په تيرو کلونو کي يادي ډلې په ايران کي بې شمېره بريدونه کړي دي چي په دې ډول د يوه تروريستي سازمان په توگه درجه بندي سوی دی. د تيرکال په ډسمبر مياشت کي دغه سازمان د ايران په سويل ختيځ رسک ښار کي د پوليسو پر مرکز د يوه بريد پړه چي په نتيجه کي ۱۱ کسان وژل سول، پرغاړه واخيسته.

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟

پاکستان او ايران په وار وار سره يو پر بل تور لګوي چي افراطيان يې له خپل قلمرو څخه د نورو پر خاورو بريدونه کوي. خو ډير کم پبښيږي چي دواړه خواوي دي په رسمي ډول په دې هکله کوم څه ووايي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبه په ورځ څرګنده کړه چي د ايران دغه «غيرقانوني چلند»« په خاص ډول د انديښنې وړ دی، دا ځکه چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو نيولو ډيري لاري سته. وزارت زياته کړې ده: «پاکستان تل ويلي دي چي ترهگري د سيمې د ټولو هيوادونو له پاره يو مشترک گواښ دی چي په اړه يې يوه همږغي اقدام ته اړتيا ده.»

د ايران انقلابي ګارد مخکي له دې په عراقاو سوريې کي هم هدفونه ويشتلي دي. د ايران د دولتي خبري آژانس ايرنا په حواله سپاه پاسداران په عراق کي د کردانو د خپلواکمني سيمې د پلازمينې اربيل په څنډه کي د اسرائيل د پټو خدماتو موساد د «جاسوسۍ مرکز» ويجاړ کړ. سربيره پر دې په سوريه کي د داعش ډلي د قوماندانانو د غونډو پر ځايونو هم راکټونه توغول سوي دي.

GP/NZ/AG

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب