1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان له طالبانو غوښتي چې له افغانستانه د حملو مخنيوی وکړي

۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبه

پاکستان له افغان طالبانو څخه وغوښل چې له خپلې خاورې د تروريستي بریدونو مخه ونیسي. دغه غوښتنه په کوټه کې تر يو ځانمرګي بريد یوه ورځ وروسته کيږي. دغه بريد په پاکستان کې د وېر او غوسې یوه څپه خپره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4KLt9
د آرشیف انځور - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، رانا ثنااالله خان
د آرشیف انځور - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، رانا ثنااالله خانانځور: Imago/ZUMA Press

د کوټې په ځانمرګي بريد کې چې ښکاري هدف ېې د پولیو کمپاین کارکوونکو محافظتي پولیس وو، پکې څلور کسان ووژل شول. پاکستان د دغه بريد پړه پر پاکستاني طالبانو وراچوي چې ويل کېږي پاکستان سره د پولې په اوږدو کې د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري.

کابل ته د حنا رباني سفر؛ پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې، خو اصلي اجندا څه وه؟

پاکستاني طالبانو په خپله هم رويټرز خبري آژانس ته په یو استولي پيغام کې د دغه بريد مسئوليت منلی دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير، رانا ثنااالله خان، په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې د پاکستاني طالبانو وروستی مسئوليت منل، دغه ګواښ باندې ټينګار کوي چې افغانستان د اورپکو له پاره يو امن ځای دی.

پاکستاني طالبانو اوربند مات او ټول هیواد کې یې د بریدونو امر کړی

هغه په داسې حال کې دغه خبره کوي چې افغان طالبان له تېر کال راهیسې چې پر افغانستان واکمن شوي، ټينګار کوي چې دوی به له خپلې خاورې د دا ډول بريدونو مخه نیسي.

خان زیاته کړه که چېرته د کوټې ښار د تيرې ورځې بريد په هکله د تحریک طالبان پاکستان ادعا درسته وي «په هغه صورت کې دا موضوع باید د طالبانو له پاره د اندېښنه وړ وي.»

د پاکستاني طالبانو د اوربند پای، افغانستان او سیمې ته به یې پایله څه وي؟

د پاکستان په کوټه کې د نومبر ۳۰مې ځانمرګي برید ځای
د پاکستان په کوټه کې د نومبر ۳۰مې ځانمرګي برید ځایانځور: NASEER AHMED/REUTERS

خو افغان طالبانو د پاکستان ادعا نه مني. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت وياند، عنایت الله خوارزمي، د پاکستان ادعا رد کړې. هغه ويلي دي: «موږ يو ځل بيا د سيمې ټولو هیوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به هيڅ کله د د نورو هیوادونو پر ضد ونه کارول شي.»

پاکستاني چارواکي وايي چې د کوټې ښار په پروني برید کې د پولیسو يو افسر او درې ملکيان ووژل شول او ۲۳ تنه نور ټپيان شول. په وینا ېې برید هغه مهال وشو چې یو ځانمرګي بريدګر د پولیسو یو موټر ته نژدې ځان پورې تړلو چاوديدونکو موادو ته چاودنه ورکړه. دغه بريد د ټول پاکستان په سطحه غندل شوی دی.

د پاکستان په کوټه کې چاودنې نژدې لس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په پاکستان کې وروستۍ بريد وروسته له هغې کيږي چې پاکستاني طالبانو روانه اوونۍ اسلام آباد سره د اوربند د پای ته رسيدو اعلان وکړ او ګواښ ېې وکړ چې دوی به په سملاسي توګه په ټول پاکستان کې بېرته خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي.

تحریک طالبان پاکستان يا پاکستاني طالبانو د چهارشنبې په ورځ وويل چې د کوټې ښار ځانمرګی بريد ېې د دغې ډلې د پخواني ویاند، عبدالولي د وژنې په غچ کې ترسره کړی دی. عبدالولي چې په عمر خالد خراساني ېې شهرت درلود، په اګست مياشت کې د افغانستان په پکتيکا ولایت کې په یو بمي برید کې وژل شوی وو.

په کوټه کې ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

له اوربند تر پای ته رسيدو مخکې، پاکستاني چارواکو او پاکستاني طالبانو په کابل کې د افغان طالبانو په تشویق او منځګړيتوب څو دوره مذاکرات درلودل تر څو پر یو اوربند سلا شي. وروسته له هغې چې دوی په می میاشت کې پر اوربند سلا شول، دواړو لورو پر يو بل د تاوتریخواو ادعاوې وکړې چې په نهایت کې پاکستاني طالبانو روانه اوونۍ اعلان وکړ چې اوربند نور پای ته رسېدلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل