1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

پاکستان له روسیې څخه ۳۰۰ زره ميترک ټنه غنم رانيسي

۱۴۰۱ آبان ۱۰, سه‌شنبه

د پاکستان حکومت هغه پلان تصويب کړی دی چې له مخې به يې دغه هيواد له روسيې څخه ۳۰۰ زره ميترک ټنه غنم رانيسي. د سېلابونو له کبله په پاکستان کي لا کروندې لندې دي او د راتلونکي موسم له پاره پکې د غنمو کرل امکان نه لري.

https://p.dw.com/p/4IuhE
وروستیو سېلابونو په پاکستان کې د غلجاتو ذخيرو ته هم سخت زيان رسولی دی
وروستیو سېلابونو په پاکستان کې د غلجاتو ذخيرو ته هم سخت زيان رسولی دیانځور: Ghani Kakar

رويټرز خبري آژانس دا خبر د پاکستان د مالیې وزير د يوې اعلامیې په حواله ورکړی دی. د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې چې د مالیې وزير اسحاق ډار یې مشري کوي، د سوداګرۍ وزارت هغه پلان تصويب کړی دی چې له مخې به يې له روسیې څخه غنم رانيول شي.

د وزارت په حواله د غنمو يو ټن به ۳۷۲ ډالر بيه ولري او د نومبر له لومړۍ او جنورۍ مياشتې د ۱۵مې نېټې ترمنځ به وارد کړل شي. زياته شوې ده چې دا به د حکومتونو ترمنځ تجارتي معامله وي.

طالبانو له روسیې سره سوداګريز تړون لاسلیک کړی

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي دي چې خصوصي سيکتور ته به د غنمو د واردولو اجازه ورنه کړل شي څو د دې زمينه برابره شي چې دغه غنم په ټيټه بيه وپيرل شي.

نوموړي څه وخت مخکې په اسلام آباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي ول: «يو میليون ټن غنم وارد کړل شوي دي او د نورو ۱،۶ ټنه واردولو چمتووالي نيول شوی دی.»

د غنمو جګړه او په نړۍ کي د شديدي لوږې اندېښنې

په پاکستان کې د مون سون د اورښتونو په نتيجه کې راغلو سختو سېلابونو په ميليونو هکتاره ځمکه ولاړ فصلونه او ذخيره شوي غله جات زيانمن کړي دي. دغو سېلابونو کورونو، پلونو، سړکونو او نورو زيربناوو ته هم سخت زيان رسولی دی.

د پاکستان په جنوب کې چې سېلاب سخت ځپلی وو، کرهنیزې ځمکې لا لندې دي او دا څه به د بل موسم له پاره د غنمو او نورو فصلونو کرهنه له ځنډ سره مخ کړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)