1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: د جاپاني کارکوونکو پر موټر ځانمرګی بريد شوی

۱۴۰۳ فروردین ۳۱, جمعه

د چارواکو په حواله په کراچۍ ښار کې پر هغه موټر بريد شوی دی چې جاپاني کارکوونکو یې انتقالول. جاپاني کارګر له بريده روغ وتلي خو درې ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ex71
آرشيف انځور: په کراچۍ کې پر پوهنتون برید
آرشيف انځور: په کراچۍ کې پر پوهنتون بریدانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د پاکستان د بندري ښار کراچۍ د سيمه ایزو پوليسو مشر ارشد اعوان، وويل چې دا «وین» موټر هغه صنعتي سيمې ته روان وو چې دغه جاپاني وګړي پکې د سوزوکي موټرز شرکت په کار ځای کې کار کوي.

نوموړي وويل چې بدرګه کوونکو پوليسو د دوی پر موټر تر بريد وروسته ځوابي ډزې پېل کړې او په دې ترڅ کې یې د ځانمرګي بريدګر سره مل کس وواژه چې پاته شوي یې د پېښې په ځای کې موندل شوي دي.

د پوليسو دې مشر وويل: «ټول جاپاني اتباع چې د بريد هدف ول، روغ رمټ دي.»

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شريف، پر جاپاني وګړو دا بريد غندلی دی.

په دوو جلا پېغامونو کې دوی د پوليسو چټک غبرګون او د بريد شنډول ستايلي دي. دواړو مشرانو همدا راز د ترهګرۍ د له منځه وړلو هوډ څرګند کړی دی او د ټپيانو د روغتيا دوعا یې کړې ده.

په سيمه ایزو رسنيو کې په خپرو شويو انځورونو کې يو زيانمن شوی موټر ليدل کيږي. ارشد اعوان وویل چې په پېښه کې د دريو ټپي شويو لارويانو وضعيت هم اوس ښه دی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پولیسو يوه لوړ پوړي چارواکي طارق مستويي، وويل چې په دې اړه د رپوټونو تر رسېدو وروسته چې په پاکستان کې د بېلا بېلو چينايي پروژو پر کارکوونکو د بريد امکان موجود دی، د جاپانيانو موټر هم د پوليسو له خوا بدرګه شو.

نوموړي وويل چې د ساتونکو او پولیسو له خوا چټک او پر وخت غبرګون برید شنډ کړ او دواړه بريدګر ووژل شول. 

تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه منلې نه ده، خو شک یې تر ډېره پر يوه کوچنۍ بیلتون غوښتونکې ډلي او يا د تحريک طالبان پاکستان پر ډله کيږي چې په دې وروستيو کلونو کې یې پر امنيتي ځواکونو بريدونو ته زور ورکړی دی.

وسله وال د چين او پاکستان د اقتصادي دهلیز سره د تړاو لرونکو پروژو پر چينايي کارکوونکو بريدونه کوي.

په مارچ میاشت کې پنځه چينايان او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی د هېواد په شمال لوېديځ کې ووژل شول. دغه چينايي کارکوونکي داسو بند ته چې د پاکستان د هايدرو انرژۍ ستره پروژه ده، پر لاره ول چې يو په چاوديدونکو توکو بار موټر د دوی له موټر سره ټکر شو.

خو په پاکستان کې جاپاني کارکوونکي تر اوسه د دې ډول بريدونو هدف شوي نه ول.

ب. ص/ ن. ز (AP)