1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ولې د اوکراین د دفاع وزیر له دندې ګوښه کیږي؟

۱۴۰۱ بهمن ۱۷, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر ته د نږدې سرچینو په حواله د دغه هیواد د دفاع وزیر له دندې ګوښه کیږي او پر ځای یي د اوکراین د استخباراتي خدماتو مشر ګمارل کیږي. په دې وروستیو کې د اوکراین دفاع وزارت د مالي فساد له کبله تر نیوکو لاندې دی.

https://p.dw.com/p/4N9Q8
Ukraine-Konferenz in Ramstein
انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

د المان ۱ تلویزوني شبکې د «ټاګس شاو» انټرنټي کانال رپوټ ورکړی دی چې احتمالاً د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي به د دغه هیواد اوسنی د دفاع وزیر اولکسي ريزنیکوف، له دندې ګوښه کړي.

دغه خبري آژانس د اوکراین د پارلمان استازي داوید آرخامیا او زیلنسکي ته نږدې افرادو په حواله لیکلي دي چې د اوکراین د نظامي استخباراتي ادارې مشر کیریلو بودانوف، د اوسني دفاع وزیر ځای ناستی کیږي.

شولڅ: پوتين ما او یا آلمان ته ګواښ نه دی کړی

ريزنیکوف ته به د ستراتیژیکو صنایعو وزارت مسئولیت وسپارل شي. تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه تغیرات کله رامنځته کیږي.

ريزنیکوف ۵۶ کاله عمر لري او څارنوال دی، نوموړی د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې یعنې د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین د روسيې د یرغل له پيلیدو څخه څو میاشتې مخکې د دفاع وزیر په توګه ګمارل شوی و.

زیلنسکي په دې وروستیو کې یو شمیر لوړپوړي چارواکي د فساد له کبله بدل کړي دي. د دفاع وزارت هم تر نظر لاندې نیول شوی دی. په مختلفو اوکرایني رسنیو کې دا موضوع تر بحث لاندې ده چې نوموړي وزارت امنیتي ځواکونو ته خوراکي توکي په ډیره لوړه بیه رانیولي دي.

ريزنیکوف په لومړیو کې دغه رپوټونه رد کړي ول، خو د یکشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۵ نیټه) په ورځ يې په خپل وزارت کې د یوې «داخلي ارزیابۍ» خبر ورکړ.

د اوکراین په ختیځو جبهو کې جګړه لا زیاته پیچلې شوې ده. د دفاع وزارت ویلي دي چې د روسیې له خوا د پسرلني بریدونو پیلیدو تمه لري.

اوکراین: روسيه او بلاروس دې د پاریس المپيک لوبو څخه وښکل شي

زیلنسکي د یکشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د دونتڅک په جبهه کې د ډیر زیات خراب وضعیت خبره وکړه او په ورته وخت کې یي ټینګار وکړ: «موږ د دفاع او بریالیتوب پرته بله چاره نه لرو.»

روسیه اوس په دې هڅه کې ده هغه پر شاتګ بیرته جبران کړي چې تیر کال یې له مجبوریته کړی وو.