1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: سږکال مو جمو او کشمیر کې ۶۲ وسلوال ياغیان وژلي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

د هندوستان امنيتي ځواکونه ادعا کوي چې روان کال ېې د جمو او کشمیر په لانجمنه علاقه کې ۶۲ وسلوال یاغیان وژلي چې په هغو کې ۱۵ بهرنيان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4AgOO
Indien Kashmir Anschlag Srinagar Soldaten
انځور: Faisal Khan/AA/picture alliance

په سیمه کې د پولیسو مشر، ويجې کمار، وویل د روان کال په جریان کې د وژل شوو ياغیانو په ډله کې يو شمیر ېې د لشکر طيبه ډلې سره تړاو درلود. د ادعاو پر اساس، دغې وسلوالې ډلې په وروستیو کلونو کې افراد روزلي او ګمارلي تر څو په کشمیر کې هندي چارواکي په نښه کړي.

رويټرز له سرينګر څخه په خپل رپوټ کې ليکي چې د لشکر طیبه د ډلې يوه ځانګړتيا دا ده چې د «فدايي» په نوم بریدونه تنظیموي چې په هغو کې جنګیالي ځانوژنکي بریدونه نه کوي خو د ژوند تر پايه جنګيږي.

کمار زیاته کړه، پنځلسو وسلوالو یاغیانو په پاکستان کې د میشتې جهش محمد ډلې سره تړاو درلود، هغه ډله چې په ۲۰۱۹م کال ېې په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو د يوې تر ټولو خونړي برید مسئولیت په غاړه اخیستی وو.

د نوموړي په خبره، په وژل شوو افرادو کې د هندوستان ضد تر ټولو لوېې ډلې، حزب المجاهدین، غړي هم شامل دي.

د پولیسو مشر وويل چې په ۲۰۲۱م کال کې ۱۹۳ او په ۲۰۲۰ کې ۲۳۲ وسلوال یاغیان وژل شوي ول.

هندوستان پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې د وسلوالو یاغیانو پوځي ملاتړ کوي او د هندي چارواکو د په نښه کولو له پاره افرادو ته روزنه ورکوي او ګماري. خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.