1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه کور د پولیسو پر مرکز بدلیږي چې هټلر په کې زیږېدلې وو

۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبه

د اتریش حکومت تر یوه حقوقي دعوې وروسته پریکړه کړې چې د براوناو په ښار کې د آدولف هټلر د زیږیدو ځای او کور د پولیسو په یوه مرکز بدل کړي. د دې پریکړې هدف د دې مخه نيول دي چې دا کور د نازيانو د يادون پر ځای بدل شي.

https://p.dw.com/p/3TOZR
Österreich Braunau 2016 | Geburtshaus von Adolf Hitler
انځور: picture-alliance/dpa/Maxppp

د اتريش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې هغه کور ته به له تغیراتو راوستلو وروسته د پولیسو سیمه ایزه قوماني او د براوناو ښار د پولیسو د تحقیق څانګه انتقال کړي چې آدولف هټلر په کې زیږیدلی دی.

د دې کور د شکل او بڼې د بدلولو له پاره د نومبر په میاشت کې د اورپا په کچه د معمارۍ یوه سیالي په لاره اچول شوې ده. ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ نیمایي کې د کارپوهانو یو پلاوی د تر ټولو ښې وړاندیز شوې طرحې په باره کې تصميم ونیسي.

د اتريش د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ پیشورن، وویل: «په راتلونکي کې د پولیسو په وسیله له دې کور څخه د استفادې سره به له غلط فهمۍ څخه خلاص یو داسې پيغام واستول شي چې دغه ودانۍ به هیڅ کله هم د نازیانو د یادون په ځای بدله نه شي.»

که څه هم آدولف هټلر(۱۸۸۹-۱۹۴۵ م کال) چې وروسته پر یوه دیکتاتور بدل شو یوازې د خپل ژوند لومړنۍ څو میاشتې په دې کور کې تیرې کړي وې، خو دې ځای له ټولې نړۍ څخه نازیان ځانته را جلب کړي دي.

دې کور تر ضبطیدو وروسته، د ۲۰۱۷ م کال په لومړیو کې د اتريش جمهوریت پورې تعلق پيدا کړ. دا کور د اتریش حکومت او د کور مالک ترمنځ تر یوې اوږدمهالې حقوقي دعوې وروسته حکومت ته وسپارل شو. مخکې تر دې دا کور تر نږدې یوې پيړۍ پورې د ګرلنده پومبر، له کورنۍ سره وه او دوی یي مالکان وو.

سږ کال دغه حقوقي دعوی وروسته له هغې پای ته ورسیده چې د اتریش سترې محکمې پریکړه وکړه چې د پومر کورنۍ ته دې ۸۲۱ زره یورو جبران خساره ورکړل شي.

 bs/sn (afp,dpa)

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: