1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

نړیوال ریکارډ: فرانسوي نانوایانو ۱۴۰ متره اوږده ډوډۍ پخه کړه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

فرانسوي نانوایانو د څه د پاسه ۱۴۰ متره اوږدې «باگت» ډوډۍ په پخولو سره نوی نړیوال ریکارډ ټینگ او د ایټالیا ځای یې ونیو. دغه ډوډۍ تر پخېدو وروسته پر بې سرپناه خلکو باندي وویشل سوه.

https://p.dw.com/p/4fY1l
Frankreich | Das längste Baguette der Welt
انځور: Stephanie Lecocq/REUTERS

د پاریس په لوېدیځ سورن ښار کي یوې ۱۸ کسیزي ډلي د ۱۴۳ متر او ۵۳ سانتي متره په اوږدوالي دغي ډوډۍ په پخولو سره د گینس نړیوال کتاب په ریکارډونو کي یو تازه ریکارډ ثبت کړ.

ایټالیا په تیرو پنځو کلونو کي په نړۍ کي د تر ټولو اوږدې ډوډې «باگت» ریکارډ درلود چي د کوموی ښار نانوایانو په لاس پوخ سوی باگت یې څه د پاسه ۱۳۲متره اوږد وو. خو د یکشنبې په ورځ فرانسوي نانوایانو دغه ریکارډ مات کړ.

دغهډوډۍ په هغه پروګرام کي چي د فرانسې د نانوایانو او قنادانو د کنفدراسیون له پاره جوړه سوې وه، پخه کړای سوه.

د فرانسې د نانوایانو او قنادانو د کنفدراسیون مشر دومنیک انترکت، وویل: «په لاس جوړ سوي د تر ټولو اوږد باگت د ریکارډ ټینگول، ډله ایزي همکارۍ او ریښتني روحیې ته اړتیا لري.... ډوډۍ یو اغیزمن ماشین دی او باگت ډوډۍ زموږ د غذايي میراث یوه اساسي برخه ده.»

د گینس د مقرراتو له مخي، باگت ډوډۍ د یونسکو په نړیوالو میراثونو کي ثبت سوې ده، هغه باید لږترلږه ۵ سانتي متره ډبله او شاوخوا ۶۰ سانتي متره اوږده وي. د هغې وزن باید څه ناڅه ۲۵۰ گرام وي او د هغې په تولید کي باید یوازي اوړه، اوبه، مالگه او خمیرمايه وکارول سي.

د کروسان فرانسوي ډوډۍ ځانګړتیاوي

هغو نانوایانو چي د دغي ډوډۍ په پخولو کي برخه اخیستې وه، ویلي دي چي د دغه ۱۵۲ کیلو گرامي باگت د اوړو د آماده کولو کار یې د شپې پر شاوخوا دریو بجو پیل کړ. د دغه باگت د پخولو له پاره ۹۰ کیلوگرامه اوړه، ۶۰ لیټره اوبه، یو اشاریه ۲ کیلوگرام مالگه او یو اشاریه ۲ کیلوگرامه خمیرمایه کارول سوې ده.

دغه باگت وروسته په څرخ لرونکی داښ کي چي په ځانگړي ډول جوړ سوی دی، پوخ سو.

د سورن ښاروال گیوم باودي، وویل: «سورن ویاړي چي په نړۍ کي د تر ټولو اوږد باگت د ریکارډ ډگر دی، چي زموږ د غذايي موادو ملي سمبول او همدارنگه هغه صنعتکاران پیاوړي کوي چي خپلي وړتیاوي یې دایمي کړې.»

هغه زیاته کړه:«زه د سورن نانوایانو ته مبارکي ورکوم چي د دغه باگت په پخولو کي یې گډون کړی وو او په دغه عنعنه کي چي زموږ د ښار د نیک شهرت له پاره یو اساس دی، هره ورځ برخه اخلي.»

له هغه وروسته چي د گینس د کتاب مسئولینو د نړۍ د تر ټول اوږد باگت شهادتنامه ورکړه، دغه ډوډۍ پرې سوه، یوه برخه یې ننداره کوونکو او نوره پاته یې پر بې کوره کسانو باندي وویشل سوه.

GP/NZ(Reuters,DW sources)