1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

م.م: په اسرائيل کې مو د حماس د جنسي تاوتريخوالي شواهد موندلي

۱۴۰۲ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

م.م. وايي داسې شواهد ېې موندلي چې حماس ډله پر اسرائيل د اکتوبر ۷مې حمله پر مهال د جنسي حملو مرتکب شوې ده. فلسطيني چارواکي وايي په خان يونس کې ۱۷ کسان وژل شوي او له روژې مخکې غزه کې د اوربند رامنځ ته کېدو ته هڅې.

https://p.dw.com/p/4dByS
په شخړیزو سیمو کې د جنسي تاوتريخوالو ته د رسيدګۍ له پاره د ملګرو ځانګړۍ استازې، پراميلا پاتن
په شخړیزو سیمو کې د جنسي تاوتريخوالو ته د رسيدګۍ له پاره د ملګرو ځانګړۍ استازې، پراميلا پاتنانځور: Lev Radin/Sipa USA/picture alliance

ملګري ملتونو په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي دي چې داسې معتبر شواهد ېې موندلي چې ښيي د اسرائيل پر جنوب د اکتوبر میاشتې پر ۷مه د حماس ډلې د حملې پرمهال جنسي تيري شوي دي.

د حماس حملې پر مهال جنسي تاوتريخوالو شواهد په شخړو کې د جنسي تاوتريخوالو ته د رسېدګۍ له پاره د ملګرو د ځانګړۍ استازې، پراميلا پاتن، په مشرۍ يو ټيم موندلي دي. مېرمن پاتن دغه رپوټ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان ته سپارلی دی. په هغه کې راغلي دي چې دوی «منطقي دلايل» موندلي چې باور پرې کيږي حماس ډله د جنسي تيري او «جنسي شکنجې» مرتکب شوې ده.

د اسوشتید پریس په حواله، د ملګرو ملتونو ټيم د دغو جنسي تاوتريخوالو له هېڅ قرباني سره د «منظمو هڅو او د همکارۍ له پاره د هغوی د هڅولو باوجود،» نه دي کتلي. پاتن وايي چې اکثره دغه شواهد غیرمستقیم دي.

د ټيم مشره وايي چې په دې تړاو ېې د اکتوبر ۷مې حملې څخه ژغورل شوو کسانو، شاهدانو، آزاد شوو یرغملو، روغتيايي کارکوونکو او نور سره مرکې کړي دي.

دغه رپوټ پر اسرائيل د اکتوبر ۷مې حملې څخه نژدې ۵ میاشتې وروسته خپريږي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې داسې معتبر شواهد ېې موندلي چې ښيي حماس ډلې پر اسرائيل د اکتوبر ۷مې حملې پر مهال جنسي تاوتريخوالي کړي
د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې داسې معتبر شواهد ېې موندلي چې ښيي حماس ډلې پر اسرائيل د اکتوبر ۷مې حملې پر مهال جنسي تاوتريخوالي کړيانځور: Jack Guez/AFP/Getty Images

په دغه حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور يرغمل ونيول شول. تر دغې حملې وروسته د غزې تړانګه تر اوسه د اسرائيل ځواکونو د شدیدو حملو شاهده ده. د غزې د روغتیا وزارت په خبره، د اسرائيل په دغو حملو کې تر اوسه تر ۳۰زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د قربانيانو دغه شمېرې تر اوسه پوري د کومي خپلواکي سرچينې له خوا تائيد شوي نه دي. ملګري ملتونه وايي د غزې څلورمه برخه، ۲.۳ ميلیونه، اوسېدونکي له لوږۍ سره مخ دي.

په خان یونس کې تلفات

فلسطيني چارواکو وايي د غزې په جنوبي ښار خان يونس کې د اسرائيل ځواکونو په حملو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي. سرچینه وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې ټول ټال ۹۷ کسان وژل شوي دي.

د پېښې ځای ته یو نژدې اروپايي روغتون د سه شنبې په ورځ وويل چې د شپې ېې د ۱۷ مړو جسدونه ترلاسه کړي دي.

په یوه خپره شوې وېډيو کې مرستندویان ښکاري چې د یو تخریب شوي کور له کنډوالو څخه ټپيان راباسي چې په هغو کې يو ویني شوی ماشوم چې حرکت نه کوي، هم شامل دی.

امریکا متحده ایالات غزې ته د مرستو پر رسولو ټينګار کوي - فلسطينيان د امریکايي الوتکو څخه په پراشيوټونو کې غورځول شوو خوراکي مواد پسې د منډو په حال کې
امریکا متحده ایالات غزې ته د مرستو پر رسولو ټينګار کوي - فلسطينيان د امریکايي الوتکو څخه په پراشيوټونو کې غورځول شوو خوراکي مواد پسې د منډو په حال کې انځور: AFP

د اوربند له پاره هڅې

په عین حال کې په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کېدو په موخه ديپلوماتيکې هڅې ادامه لري.

د اسرائيل د کابېنې یوه لوړپوړي چارواکي په واشنګنټن کې له امریکايي چارواکو سره کتلي، په مصر کې هلې ځلې روانې دي چې د روژې میاشتې تر رارسېدو مخکې په غز کې اوربند رامنځ ته شي.

زیاته شوې چې د جوبایدن مرستيالي کاملا هېرس د اسرائيل د پلاوې کوربه وه. دغه کتنه داسې وخت کيږي چې امریکا متحده ایالات غزې ته د لا ډېرو مرستو پر رسولو ټينګار کوي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل