1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاله يوسفزۍ له سېلاب ځپلو سره مرستي ته ورغلې

۱۴۰۱ مهر ۱۹, سه‌شنبه

ملاله یوسفزۍ چې له نن څخه لس کاله مخکې په پاکستان کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې وه، د سه شنبې په ورځ پاکستان ته رسیدلې او له سیلاب ځپلو سیمو به وګوري.

https://p.dw.com/p/4I1yy
Aktivistin Malala Yousafzai
انځور: MICHAEL TRAN/AFP

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د سه شنبه په ورځ (۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۱۱) پاکستان ته سفر کړی دی. له نن څخه لس کاله وړاندې، هغه مهال ملاله یوسفزۍ ۱۵ کلنه وه چې د پاکستاني طالبانو له لوري د سر په برخه کې په مرمۍ وویشتل شوه. ملالې هغه مهال په خپله سیمه کې د نجونو د تعلیم له پاره کمپاین کاوه.

د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د پاکستاني طالبانو تر برید وروسته، هغه بریتانیا ته د درملنې له پاره ولیږدل شوه چې بیا وروستو د نجونو د تعلیم په برخه کې د خپلو هڅو له کبله په نړۍ کې د سولې د نوبل تر ټولو د ځوانې جایزې ګټونکې په توګه وټاکل شوه.ملاله یوسفزۍ له امریکا د افغان نجونو او ښخو د ملاتړ غوښتنه وکړه

پر ملالي یوسفزۍ د برید تر لسمې کلیزې یوازې دوې ورځې وروسته هغه د پاکستان کراچۍ ښار ته رسیدلې او ټاکل شوې چې هغه به له دې سیمې تر لیدنې وروسته بیا خپلې پلرنۍ سیمې ته حرکت وکړي. د ملاله فنډ په نامه د هغې سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې پاکستان ته د هغې د سفر هدف په پاکستان کې وروستیو سیلابونو ته د نړیوالو د پام جلبول او همدا راز سیلاب ځپلو ته د اساسي مرستو پر اړتیا ټینګار په ګوته شوی دی.

Pakistan Malala Yousafzai in Heimatstadt Mingora im Swat Valley
انځور: DW/Adnan Bacha

په پاکستان کې وروستیو سیلابونه د دې هیواد نیږدې دریمه برخه تر اوبو لاندې کړې چې له کبله یې د پاکستان د چارواکو په خبره اته میلیونه کسان بې ځایه شوي چې له ګڼ شمیر روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د پاکستان حکومت وايي چې دغو سیلابونو پاکستان ته شاوخوا ۲۸ میلیارده ډالر مالي زیان هم اړولی دی.

ملاله داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د دې هیواد د خیبر پښتونخوا په ګڼ شمیر سیمو کې د پاکستاني طالبانو حضور او فعالیت یو ځل بیا ډیر شوی دی. پاکستاني طالبانو په دې ترڅ کې پر پاکستاني پوځیانو باندې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی، داسې بریدونه چې پاکستان وايي د افغانستان خاوره پکې استفاده کیږي.

پر ورته موضوع: 

ملاله آفریدۍ بې وزلۍ له ښوونځي محرومه کړې