1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي نړۍ د اسلام او «اسلامي دولت» په اړه بحث کوي

مسعود جهش / کنيپ کېرستن۱۳۹۳ مهر ۳, پنجشنبه

د « اسلامي دولت» پر ضد ائتلاف اوس د دغې ترهگرې ډلې بیلابیلې اډې بمباري کوي، خو په عین حال کې په عربي نړۍ کې د اسلام او ترهگرۍ تر منځ اړیکې د تودو بحثونو موضوع گرځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/1DKs2
Islamischer Staat Fahne
انځور: picture alliance / AP Photo

له قطر څخه دیني عالم یوسف القرضاوي، وايي چې که څه هم هغه د « اسلامي دولت» ترهگرې ډلې د ایدیالوژي خلاف دی خو نه غواړي چې امریکا د دې ډلې پر وړاندې جگړه وکړي. هغه زیاتوي: «زه به هیڅ کله له دې سره موافقه و نه کړم چې هغه هیواد چې اسلامي دولت ډلې سره جگړه کوي دې امریکا متحده ایالات وي.»

دغه ۸۸ کلن ديني عالم په خپل تویتر پاڼه کې زیاته کړې ده: «هغوی د اسلامي ارزښتونو پر ځای د خپلو گټو له خوا راهنمایي کیږي – آن که دغه موضوع په نړۍ کې د ویني توییدو لامل هم شي.»

که څه هم د القرضاوي څرگندونو یو څه کسان خوشحاله کړل، خو دغو څرگندونو ډیرې نیوکې هم را وپارولې. د الشرق او اوسط له ورځپاڼې څخه طارق الحمید، وايي: «موږ څرنگه کولای شو د هغو جنایتونو به رڼا کې چې اسلامي دولت یې ترسره کوي دغه موقف درک کړو؟ ایا القرضاوي په رښتیا سره هم د اسلامي حکومت مخالف دی؟»

د اسلامي دولت په اړه د نظر اختلافات

الحمید وایي چې د القرضاوي دغه شان بحثونه اوس زاړه شوي دي. هغه زیاتوي: «موږ اوس د دیني افراطیت که څه هغه د شیعه گانو له خوا وي او که د سُنیانو له خوا، پر وړاندې د مخالفت شاهدان یو.»

د الحیات له ورځپاڼې څخه راغدیه درغام، وايي چې اوس د ځینو هیوادونو او د هغه د وگړو تر منځ د اسلامي دولت په اړه د نظر اختلاف موجود دي. هغه وایي: «حکومتونو اسلامی دولت یو پراخیدونکی گواښ بللی دی خو په ټولنه کې داسې ځینې ډلې شته چې د اسلامي دولت د ډلې او د هغه له خوځښتونو سره زړه خوږۍ لري.»

د يوسف القرضاودي خبرو بحثونه راپورته کړي
د يوسف القرضاودي خبرو بحثونه راپورته کړيانځور: picture alliance/AA/Munir Zakiroglu

درغام زیاتوي چې له اسلامي دولت څخه ډیر ملاتړ د هغو ډلو له خوا کیږي چې د شیعه مسلمانانو د پرمختگ او نفوذ ډیریدو مخالف دي.

الحیات ورځپانه وایي چې دا یوازینۍ برخې نه دي چې مسلمانان یې په اړه د اسلامي حکومت په برخه کې یو له بل سره د نظر اختلاف لري. په دې ورځپاڼه کې لیکل شوي دي چې اختلافات آن پخپله له اسلام څخه تر بیلابیلو درکونو پورې رسیږي. په دې اړه چې اسلام څه ته اجازه ورکوي او کوم اقدامات جواز گڼي ډیر د نظر اختلافات موجود دي.

اسلام د «اسلامي دولت» مسؤل نه دی

ډیر شمیر کسان په دې باور دي چې اسلام د «اسلامي دولت ترهگرې ډلې» د اقداماتو مسوول نه دی. دغه ډله کسان استدلال کوي چې اسلامي دولت ډله له اسلام سره اړیکه نه لري او په دې ترتیب سره اسلام او د «اسلامي دولت ترهگرې ډلې» اعمال یو له بل څخه بیلوي.

خو تیره اوونۍ په سعودي عربستان کې د یوه کنفرانس پر مهال یو شمیر نورو بیا ادعا وکړه چې اسلامي دولت ډله د اسلام د اصلیت تطبیق دی او په دې ترتیب سره یې هڅه وکړه چې اسلامي حکومت او ترهگرۍ سره بیل کړي.

درغام وایي چې په دې غونډه کې ډیر شمیر سیاسي مشرانو وضعیت بل ډول څیړه. هغې په دې کنفرانس کې د کویت د اطلاعاتو د پخواني وزیر سید بن محمد بن طفلا، په حواله وویل: «موږ اوس نه شو کولای چې دا خبره وکړو چې دغه خلک [د اسلامي دولت غړي] له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري [...] ایا حزب الله، اخوان المسلمین، او اسلامي حکومت د سیاسي اسلام استازیتوب کوي؟ د دې پوښتنې ځواب هو دی.»

په سوريه کي د «اسلامي دولت» جنګيالي د لمونځ پر وخت
په سوريه کي د «اسلامي دولت» جنګيالي د لمونځ پر وختانځور: picture-alliance/AP Photo

دغه پخواني سیاستوال په کنفرانس کې ویلي دي چې دا ډلې په خپلو کارونو کې د سیاسي اسلام ټولې فتواگانې نندارې ته وړاندې کوي. هغه زیاته کړې ده: «له دې کبله اوس د دې وخت دی چې موږ له خپل ځانه خبر شو او خپل پام زموږ په روزنیز نظام کې پرتو ارزښتونو ته واړوو.»

همدا اوس د امریکا متحده ایالاتو په مشري د اسلامی دولت ډلې پر ضد هوایي بریدونه روان دي. خو کارپوهان وایي چې تر هغه وخته پورې چې له سوریې څخه په عراق کې د اسلامي حکومت د ملاتړ مخه و نه نیول شي، په عراق کې دغه ډله له منځه نه شي تلای. پر اسلامي حکومت باندې د هوایي بریدونو لنډ مهال هدف د دغې ډلې ضعیفه کول او یا هم په بشپړه توگه له منځه وړل دي، خو دا چې تر دې وروسته به څه وشي لا هم روښانه نه ده.

درغام وايي چې د اسلامي حکومت پر وړاندي یوازې پوځي جگړه کفایت نه کوي. هغه زیاتوي: «دا به کافي نه وي چې د اسلامي حکومت پر ضد یوازې پوځي جگړه په لاره واچول شي. یوازې له سیاسي لارو به دا شونې وي چې د خلکو په منځ کې د اسلامي حکومت پر ضد مبارزې له پاره ملاتړ تر لاسه شي.»