1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان په پکتیا کې د نجونو د لاریون په تنظیموونکي پسې ګرځي»

امید دیدار
۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

طالبانو په پکتيا کي د ښوونځيو پر مديرانو، ښوونکو او د ښوونځيو پر اداري مامورينو فشار زيات کړی چي په دغه ولايت کي د ښوونځيو په اړه د نجونو د لاریون ترتيبوونکي ور په ګوته کړي.

https://p.dw.com/p/4Gz1W
Afghanistan Schule
د پکتیا مرکز ګردېز کې نجونې ښوونځیو ته روانې دي، د ۲۰۲۲ کال سپتمبر اتمه نېټهانځور: AFP

په پکتیا کې د طالبانو د سرپرستې ادارې ځايي چارواکیو د هغو پنځو ښوونځیو له مدیرانو، ښوونکیو او اداري مامورینو استعلامونه کړي، چې تېره اونۍ یې زده کوونکیو د ښوونځیو د بېرته پرانستې له پاره لاریون کړی و.

د طالبانو ځايي اداري، مامورین او ښوونکي ګواښلي دي چې که د لاریون تنظیموونکي ور ونه پېژني، له «سختو» عواقبو سره به مخ شي.

عامو افغانانو د نجونو د ښوونځيو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه

د دغه ولایت د نجونو د یوې لېسې یوې اداري مامورې چې نه يې غوښتل نوم يې روښانه شي دویچه ویله ته وویل چې د لاریون له ورځې راوروسته د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري د ښوونځیو مدیرانو، د څارنې غړیو، ښوونکیو او اداري مامورینو ته استعلامونه لېږل شوي او ګواښل شوي، چې هرو مرو به د لاریون تنظیموونکي ورښيي.

دغې مامورې وویل: «موږ ته یې وویل چې که تاسې په ارامه پوه نه شوئ او د مظاهرې ترتیبوونکي مو ونه ښودل، کېدای شي له بره نور خلک راشي او بیا به وچ او لامده یو ځای سره وسوځي.»

نوموړې دا هم وویل چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو او د هغوی د کورنیو شهرت غوښتی او ګواښ یې کړی چې بیا به هېڅوک لاریون ته نه وځي.

د هرات تجربوي ښوونځي یو ټولګی
د هرات تجربوي ښوونځي یو ټولګیانځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

دې مامورې وویل چې طالبانو مدیران، ښځینه ښوونکې او مامورینې د ښوونځیو په جلا، جلا خونو کې «تر فشار لاندې» پوښتلي دي.

هغې وویل، اوس له «سخت حالت» سره مخ ده او ویره لري چې طالبان به زیان ورته ورسوي.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې د پکتیا په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د له شپږم ټولګي پورته نجونو پنځه ښوونځي په ناڅاپي ډول د قومي مشرانو او د ښوونځيو د مدیرانو په هڅو پرانستل شول؛ خو ډېر ژر طالبانو بند کړل.

پکتیا کې د نجونو ښوونځي پرانستل شوي؛ طالبان وايي څېړنه کوي چې چا پرانستي؟

د دغو ښوونځیو له بندېدو وروسته لسګونه نجونو د دغه څه خلاف لاریون وکړ او د طالبانو له ادارې یې وغوښتل چې تړلي ښوونځي دې بېرته ژر پرانیزي.

د پکتیا ولایت یو قومي مشر فضل الدین جلالزي دویچه ویله ته وویل، د ښوونځیو له مدیرانو، ښوونکیو او مامورینو څخه د استعلامونو کېدلو په اړه ډېر مالومات نه لري؛ خو له لاریون وروسته طالبانو له شپږم ټولګي پورته زده کوونکیو د کورنیو مشران ورغوښتي وو.

هغه وویل: «داسې کومه خاص خبره نه وه. د شپږم نه پورته ټولګیو نجونو پلرونه او د کرنیو غړي یې غوښتي ول، چې موږ کابل سره تماس کې یو او چې کومه خبره وه، تاسې خبروو.»

ورته مهال دویچه ویله ته د پکتیا ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست په عنوان هغه استعلام پاڼه هم رسېدلې، چې پکې له یوې اداري مامورې پوښتل شوي، چې د لاریون په اړه وضاحت او د لاریونوالو په اړه مالومات ورسره شریک کړي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته نجونې دیني مدرسو ته ځي
د طالبانو له واکمنۍ وروسته نجونې دیني مدرسو ته ځيانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

دویچه ویله دا مسئله د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست، ولایت مقام، اطلاعاتو او کلتور ریاست، پوهنې وزارت او باالاخره د طالبانو له عمومي ویاند ذبېح الله مجاهد سره شریکه کړه؛ خو هېڅ ادارې او شخص په دې اړه خبرې ونه کړې. یوازې د پکتیا د اطلاعاتو او کولتور رئیس همدومره لنډ پیغام کې ولیکل،چې: «نه، دا حقیقت نه لري.»

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر دویچه ویله ته وویل، طالبان له زده کړو سره « ضدیت» لري او دا، چې نجونو ته دا حق اسلام ورکړی دی.

هغې وویل: «اوس خلک پوه شوي، چې له زده کړو پرته نجونې بې سواده لوېږي. په ټولنه کي لوستو نجونو ته ډېره اړتیا لري.»

نوموړي وویل، د نجونو له زده کړو سره د طالبانو ضد افغانستان په یوه «بدنام» هېواد بدل کړی دی او دا کار د نړیوالې ټولنې د قهر سبب ګرځېدلی دی.

څه باندې یو کال وشو چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجوني ښوونځي ته نه پرېږدي. که څه هم دوی د یوې «جامع» طرحې جوړولو خبره کوي، خو تر اوسه یې د دغې طرحې هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

په ماتو، خو مضبوطو ګامونو د زده کړې پر لور

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب