1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوړ ژمی او له لوږې سره مخ په ميليونونو افغانان

۱۴۰۲ دی ۲۷, چهارشنبه

میرمن خرما اړه شوې چې له خپل ګاونډي څخه بوټونه واخلي تر څو د لوګر مرکز، پل علم ښار ته ولاړه شي. په دغه ښار کې د خوړو نړېوال سازمان پر اړمنو کورنيو چې په ژمي کې ېې شمېر مخ په ډېرېدو دی نغدي مرستې وېشي.

https://p.dw.com/p/4bMWu
Afghanistan Kältewelle
انځور: ATIF ARYAN/AFP

۵۴ کلنه خرما چې کونډه هم ده، په داسې حال کې چې یوه زړه آبي رنګه چادري ېې اغوستې په پل علم کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د خوړو نړېوال سازمان په مرکز کې په انتظار ولاړه ده تر څو ۳۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړي. په پل علم کې دا وخت د حرارت درجه کېدای شي تر منفي هم ښکته شي.

خرما چې د شپږو ماشومانو مور ده، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «موږ بدبخته یو. کله چې موږ د خوړو له پاره وچه ډوډۍ پیدا نه کړو په خالي نس بېده کېږو.»

خرما د هغو میلیونونو افغانانو له ډلې یوه ده چې د ژمي په څو میاشتو کې له لوږې او سړو سره مخ دي. په افغانستان کې لسیزو جګړو، وچکالیو او مهاجرتونو ډېر افغانان له سختو حالاتو سره مخ کړي دي.

افغانستان اوس د بودجه د کمښت له کبله د نړۍ يو له تر ټولو فقیرو هېوادونو څخه دی. د ژمي په روان موسم کې په ميلیونونو بې وزله افغانان له ژوندي پاتېدو سره مبارزه کوي.

په افغانستان کې ۹۰ سلنه خوراکي مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال سازمان له خوا برابريږي
په افغانستان کې ۹۰ سلنه خوراکي مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال سازمان له خوا برابريږيانځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې، یو ان اچ سي آر، ويانده ګارولین ګلوک وايي چې په افغانستان کې «لا وار دمخه هرڅه د فاجعې په حالت کې ول، خو د ژمي په پېليدو سره اوس موږ دوه تر ټولو ستر بيړني حالتونه لرو.»

میرمن ګلوک وايي: «په هرات کې د اکتوبر میاشتې تر پر له پسې زلزلو وروسته اوس هم په زرونو خلک په خيمو کې ژوند کوي، چېرته چې ۳۱زره کورنه تخریب یا د نه اوسيدو وړ شوي.»

له بل لوري د وروستیو میاشتو په جریان کې شاوخوا نيم ميلیون افغانان له پاکستانه افغانستان ته بېرته راستانه شوي په داسې حال کې چې بيکاري هم ډېره ده. مېرمن ګلوک دا د افغانستان له پاره «د امکان تر حده د کال تر ټولو ناوړه وخت بولي.»

له پاکستانه د راستانه شوو افغانانو له ډلې يو هم ۳۲ کلن رباني دی. هغه د یو مهاجر په توګه د خوړو له نړېوال سازمان څخه خپلې مرستې چې ۵۰ کيلوګرامه اوړه، شپږ کیلوګرامه سره لوبیا، پنځه لېتره غوړي او ۴۵۰ ګرامه مالګه دي، ترلاسه کړې دي. خو رباني له بیکارۍ شکایت کوي.

د وروستیو میاشتو په جریان کې شاوخوا نيم ميلیون افغانان له پاکستانه افغانستان ته بېرته راستانه شوي په داسې حال کې چې بيکاري هم ډېره ده
د وروستیو میاشتو په جریان کې شاوخوا نيم ميلیون افغانان له پاکستانه افغانستان ته بېرته راستانه شوي په داسې حال کې چې بيکاري هم ډېره دهانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

هغه وايي: «دلته هېڅ کار نشته.» نوموړی له خپلې اوه کسیزې کورنۍ سره له هغه وخت راهیسې چې د پاکستان له پولې افغانستان ته اوښتي په یوه خيمه کې پرېښودل شوی دی. حتی که د حرارت درجه له منفي هم ټيټه شي دوی په همدغه خیمه کې ژوند تېروي.

رباني وايي: «کله چې ته د خوړلو له پاره څه ونه لرې، بیا خو له سوال کولو مرګ بهتره دی.»

۶۷ کلنې شکرګلې د خوړو نړېوال سازمان د شپږ میاشتني پروګرام، لومړنۍ میاشتنۍ نغدي مرسته چې د ۳۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې ده. هغه هم خپه ده او وايي: «که موږ غټان څو ورځي په کافي اندازه خواړه ونه خورو پروا نه کوي، اما موږ نه غواړو چې ماشومان مو له لوږې مړه شي.»

هغه کولی شي په دغو پېسو د کور سوداوې رانیسي خو دا ورته یوازې ۱۵ ورځي بسنه کوي.

له بل لورې سږکال بشري بېړني وضعیت د نړۍ په مختلفو برخو کې لوړ شوی چې له کبله ېې له افغانستان سره مرستې کمې او ډونران هم ستړي شوي دي.

بریالی حکیمي د لوګر په پل علم کې د خوړو نړېوال سازمان د مرکز مشر دی. هغه وايي: «اوس له مرستو بې برخې خلک هم دلته راځي او انتظار کې ناست وي، په ځانګړې توګه ښځې. دا د خفګان وړ ده. موږ هغوی ته وايو هغه کسان چې مرستې تر لاسه کوي، هغوی له تاسو ډېر مستحق دي.»

په اکتوبر میاشت کې د افغانستان هرات ولایت کې پر له پسې زلزلو په زرونو کورونه تخریب او یا د نه اوسېدو وړ وګرځول
په اکتوبر میاشت کې د افغانستان هرات ولایت کې پر له پسې زلزلو په زرونو کورونه تخریب او یا د نه اوسېدو وړ وګرځولانځور: Mashal/dpa/XinHua/picture alliance

له دا ډول کسانو څخه یوه هم ۴۰ کلنه بي بي ريحانه ده. ريحانه اته ماشومان لري، ناروغه ده او مېړه ېې بندي دی چې په خبره ېې «یوه افغانۍ هم نه لري.»

د هغې په اوښکو لندې سترګې د چادري د سوريو تر شا له ورايه ښکاري. ریحانه په ژړغوني غږ وايي: «زما نوم په لیست کې نه وو. هغوی ما ته هېڅ شی را نه کړ.»

په افغانستان کې ۹۰ سلنه خوراکي مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال سازمان له خوا برابريږي. د دغه سازمان د ویاند فليپ کروپف، په خبره په سږني ژمي کې ۱۵ اعشاريه ۸ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۲ اعشاريه ۸ میلیونه ېې د خوړو د بيړني نه خونديتوب په حد کې دي.

خو هغه وايي د بودجې کمښت سبب شوې چې ډبلیو اف پي د مرستو رسونې معیارونه سخت کړي، چې په دې حساب یوازې شپږ میلیونه وګړي د عاجلو خوراکي موادو، نغدو پېسو یا د کوپن مرستو ته په شرایطو وړ ګرځول شوي دي. هغه وايي چې «دغه کار د لس ميلیونه خلکو تشه رامنځ ته کړې ده.»

له افغانستان سره د ۲۰۲۱م کال وروسته د امریکا متحده ایالاتو د شل کلن پوځي حضور پر وخت ډېرې بشري مرستې کېدې او دغه هېواد تر ډېره پر بهرنيو مرستو متکي وو. خو د ۲۰۲۱م کال په منځ کې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر بیارسېدو وروسته، له افغانستان سره بهرنۍ مرستې تر ډېره برېده کمې شوې. دغه وضعیت تر ېو حده د طالبانو له سیاست، له هغې جملې پر ښځو د دغې ډلې له لوري لګول شوو محدودیتونو سره تړلې ده.

فقر په ځانګړې توګه فقیره طبقه اړ کړې چې خپل ماشومان له ښوونځيو وباسي او پر کارونو ېې وګماري او يا د مصارفو د کمولو له پاره خپلې لوڼې په کم عمر کې مېړه ته ورکوي
فقر په ځانګړې توګه فقیره طبقه اړ کړې چې خپل ماشومان له ښوونځيو وباسي او پر کارونو ېې وګماري او يا د مصارفو د کمولو له پاره خپلې لوڼې په کم عمر کې مېړه ته ورکويانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو په حواله، اوس د افغانستان د دواړو، ښاري او اطرافي سیمو تقریباً ۸۵ سلنه اوسېدونکي په ورځ کې یوازې له څه کم یو امريکايي ډالر سره خپل ژوند تېروي چې دا د فقر تر ټولو سخت حالت دی.

دغه وضعيت په ځانګړې توګه د ټولنې تر ټولو فقيره طبقه له سختو تصمیمونو سره مخ کړي دي: دوی په پورونو کې ډوب دي، اړ شوي چې خپل ماشومان له ښوونځيو وباسي او په واټونو کې ېې په کارونو وګماري او یا د کور د مصارفو د راکمولو له پاره خپلې لوڼې په کم عمر کې مېړونو ته ورکړي.

د خوړو سازمان یا ډبليو اف پې، د لوګر په برکي برک کې هم پر اړمنو خلکو مرستې ويشي. ۷۷ کلن ذولفقار چې پر یو ويلچر ناست دی وايي چې د هغه کورنۍ ځیني وخت څو ورځې په لوږه تېروي. هغه وايي: «کله چې موږ د خوړلو له پاره هېڅ ونه لرو، نو بیا په بړستنو کې ځانونه پټوو او بېده کيږو.»

که څه هم د طالبانو حکومت له پاکستانه بېرته راستنو شوو افغانانو ته په سرحد کې امکانات برابر کړي، خو ډېر محدود دي. ځينو راستانه شوو کډوالو د خپلو خپلوانو په کورونو کې اړولي دي.

نجیبه چې له خپل مېړه او درو ماشومانو سره دوه میاشتې مخکې له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستنه شوې، له خپلې پنځه کسیزه کورنۍ سره اوس د خپل ورور کور په یوه کوټه کې ژوند تېروي.

په ۲۰۲۱م کې د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته افغانستان سره د بشري مرستو کچه ډېره راښکته شوې چې تر ېو حده پر ښځو د طالبانو له لګول شوو محدودیتونو سره تړلې ده
په ۲۰۲۱م کې د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته افغانستان سره د بشري مرستو کچه ډېره راښکته شوې چې تر ېو حده پر ښځو د طالبانو له لګول شوو محدودیتونو سره تړلې دهانځور: Getty Images

نجيبه وايي: «موږ قوطيانې له ګرمو اوبو ډکوو چې تودې پاتې شي، موږ د خوړلو له پاره هېڅ هم نه لرو.»

هغه خپل کوچنی ماشوم په غېږ کې ښوروي او نور ېې د سړې هوا باوجود د کور په انګړ کې لوڅې پښې ګرځي.

بېنظيره د نجیبې په څېر بله افغانه ده چې ورته ناڅرګند برخليک لري. نوموړې د ۳۴ کلونه ده، ۸ لوڼې او یو زوی لري او مېړه ېې ناروغ دی. هغه په داسې حال کې چې له ډالرو سره آشنايي نه لري، له یو ان اچ سي آر څخه ېې ترلاسه کړي ۳۴۰ کمکي ډالر شمېري. دغه پیسې کولی شي درې اونۍ د هغوی ژوند وژغوري.

د بېنظيرې کورنۍ په ننګرهار کې د خښتو په یوه بټۍ کې اړولې. هغې مخکې له دې چې د خپل کور پر لور څو ساعته مزل پيل کړي، وويل: «زموږ سره خدای دی.»

 (AFP)mks/nz/

له آرشیف څخه: