1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

رپوټونه: د اسرائيل هوايي بريدونو په سوريه کې څو کسان وژلي

۱۴۰۳ فروردین ۱۰, جمعه

د بشري حقونو له پاره د سوریې د څار ټولنې ويلي دي چې په حلب ښار کې د اسرائيل په هوایي بريد کې چې د حزب الله د توغنديو زيرمو ته څېرمه پرته سيمه یې هدف ګرځولې، «لږ تر لږه ۳۶ عسکر وژل شوي او څو نور ټپيان دي.»

https://p.dw.com/p/4eFOT
بريد د حلب نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه شوی دی
بريد د حلب نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه شوی دیانځور: Planet Labs PBC/picture alliance

 سرچينو د جمعې په ورځ ويلي دي چې د سوریې په حلب ښار کې د اسرائيل هوايي بريدونو ۳۶ کسان چې د لبنانۍ ډلې حزب الله غړي هم پکې شامل دي، وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې چې يوه بريتانيا ميشته د څار ډله ده، ويلي دي چې د حلب ښار د حزب الله د وسلو زيرمو تاسيساتو ته په څېرمه پرته سيمه کې د اسرائيل هوايي بريد «لږ تر لږه ۳۶ عسکر وژلي او څو نور یې ټپيان کړي دي.»

زياته شوې ده چې هدف ګرځېدلې سيمه د حلب نړيوال هوایي ډګر ته څېرمه پرته ده.

له دې څخه د مخه د سوریې دفاع وزارت ويلي ول چې د حلب په شا او خوا کې د اسرائيل پوځي بريدونه د ملکيانو او پوځي پرسونل د مړينې باعث شوي دي.

وزارت په خپل رپوټ کې زياته کړې ده چې هوايي بريدونه د ډرون د هغو بريدونو سره هم مهاله ول چې د «ترهګریزو سازمانو» له خوا د ادليب او د حلب د لوېدیځ ليرې پرتو سيمو څخه شوي دي.

د سوریې د دفاع وزارت د تلفاتو د شمير په اړه جزيات نه دي ورکړي او دا یې هم نه ده په ډاګه کړې چې آيا دا مرګ ژوبله د اسرائيل د هوايي بريدونو او که د وسله والو ډلو د بريدونو په نتيجه کې رامنځته شوې ده.

د سرحدي شخړې پراخیدل

په غزې تراډه کې د اسرائيل او حماس له جګړې راهېسې، اسرائيل او په لبنان کې ميشته ډله حزب الله په منظم ډول د پولې له دواړو غاړو څخه يو پر بل فايرونو کوي.

حزب الله په لبنان کې يو شعيه سياسي ګوند او وسله واله ډله ده چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده. دغه ډله د امريکا متحده ايالاتو، آلمان او يو شمير عربي هېوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې. اروپایي ټولنې یې بيا يوازې پوځي څانګه د تروريستي سازمانونو په نوملړ کې شاملې کړې ده.

د چهار شنبې په ورځ د اسرائيل ځواکونو او حزب الله جنګيالو هوايي بريدونو دواړو لورو ته انسانان وژلي ول چې دې د کړکيچ د پراخيدو ويره ډېره کړې ده.

د لبنان دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې د اسرائيل جنګي جټ الوتکو يو روغتيايي مرکز ويشتلی دی. د اسرائيل پوځ بیا ويلي دي چې يو پوځي مرکز یې هدف ګرځولی دی او يوازې وسله وال یې وژلي دي.

اسرائيل همدا راز احتمالاً په سوريه کې د ايران له ملاتړه د برخمنو مليشو اډې هم ويشتلي وي او ښايي د سوریې د پوځ دافع هوا سیسټمونه او ځیني سوريايي ځواکونه یې هم نخښه کړي وي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب