1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

رسنۍ: واشنګټن د ایران غچ اخیستونکو بریدونو ته تیاری نیسي

۱۴۰۳ فروردین ۱۸, شنبه

نړیوالو خبري شبکو د هغو له ډلې «CNN» او رویټرز د امریکایي چارواکو په نقل خبر ورکړی دی چې امریکا پر اسرائیل او په منځني ختیځ کې د امریکا پر ګټو د ایران د احتمالي برید له پاره ځان تیاروي او د بشپړ تیارسي په حالت کې ده.

https://p.dw.com/p/4eUea
Iran | Quds-Tag | Teheran
ایراني چارواکو د قدس ورځې په مراسمو کې اسرائیل په غچ اخیستنې وگواښهانځور: Vahid Salemi/AP/dpa/picture alliance

د مختلفو نړیوالو رسنیو د رپوټونو په اساس امریکا متحده ایالات پر اسرائیل او منځني ختیځ کې پر خپلو ګتو د ایران د غچ اخیستونکي برید له پاره ځان اماده کوي.

په سوریې کې د ایران د قونسلګرۍ پر اړوندې ودانۍ باندې د هوایي برید نږدې یوه اونۍ وروسته، د ایران د غچ اخیستونکي برید په اړه وړاندوينو شدت موندلی دی.

په ياد برید کې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران اووه لوړپوړي غړي، د هغو له ډلې محمد رضا زاهدي او مرستیال یي محمد هادي حاجي رحیمي ووژل شول.

په ورته وخت کې سي ان ان د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په نقل ویلي دي «واشنګټن د لوړې کچې تیارسي په حالت کې دی» او ځان په «راتلونکي اونۍ او یا وروسته له هغې» د ایران غچ اخیستونکي برید ته چمتو کوي.

ایراني چارواکو د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو تر برید سمدستي وروسته د اسرائیلو پر ضد لفظي ګواښونو ته شدت ورکړی او په ځانګړي توګه یې د ښارونو په کچه له اسرائیلو څخه د غچ اخیستلو په اړه تابلوګانې او پلاکاټونه ځړولي دي. همدرانګه د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي، په خپل ایکس شبکه کې ژمنه کړې ده چې ایران به اسرائیل د دې برید له کبله «پښیمانه» کړي.

اسرائیل چې معمولاً د دا ډول بریدونو په هکله خپل نظر نه څرکندوي په رسمي ډول یې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. په ورته وخت کې نیویارک ټایمز د څلورو اسرائیلي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې اسرائیل په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید مسئول دی.

رویټرز د امریکا د دولت یوه لوړپوړي چارواکي په نقل رپوټ ورکړی دی:«د دوو هیوادونو ډلې په دوامداره توګه له یوه بل سره په تماس کې دي او امریکا په بشپړ ډول د ایران د تهدیدونو پر وړاندې د اسرائیل د دفاع ملاتړ کوي.»

«CNN» هم رپوټ ورکړی دی چې دمتحده ایالاتو له نظره د ایران د احتمالي برید ترسره کیدل حتمي دی او دغه حمله به په اسرائیل کې او په سیمه کې د امریکا پر ګټو ترسره شي.

د سي ان ان رپوټ همدرانګه زیاتوي چې امریکا او اسرائیل په دې هڅه کې دي، څو ځان د هغه برید له پاره «چې احتمال لري په مختلفو طریقو ترسره شي» اماده کړي.

خبري رسنیو مخکې تر دېد اسرائیل د امنیتي تدابیرو د زیاتولو خبر ورکړی وو. همدارنګه ویل کیږي چې اسرائیلي پوځ د خپلو ځواکونو رخصتۍ لغوه کړي او ریزرف ځواکونه یې د هوایي دفاع د پیاوړې کولو له پاره وربللي دي.

د جروزالم پوست ورځپاڼې خبري سرچینو ویلي دي چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د اسرائیل سفارتونه، د دغه هیواد د دیپلوماتانو پر وړاندې د احتمالي ګواښ له کبله د لوړې کچې خبرداري حالت ته راوستل شوي دي.

همدارنګه یو شمیر خبري سرچینو رپوټ ورکړی دی چې اسرائیل د خپل هیواد په یو شمیر برخو کې د سپوږمکۍ موقعیت موندونکی سیستم (جي پي اس) بند کړی دی، څو د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو احتمالي حرکت مختل کړي.

سي ان ان د امریکا د دولتي مقاماتو په حواله ویلي چې واشنګټن «په راتلونکي اونۍ کې د رمضان میاشت تر پایه پورې د اسرائیل پر یوه دیپلوماتیک مرکز برید» د تصور وړ بولي.

سي ان ان زیاتوي چې دغه بریدونه کیدای شي د اسرائیلي او امریکایي اهدافو او ګټو پر وړاندې صورت ونیسي، خو دواړه هیوادونه نه پوهیږي چې «ایران کله او څنګه د غچ اخیستونکي برید د پلان جوړولو په حال کې دی».

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا