1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور:امریکا په سوریه او عراق کې پر هدفونو بریدونه تائید کړل

۱۴۰۲ بهمن ۱۳, جمعه

د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي دي چې په سوریې او عراق کې د ایراني پرسونل او تاسیساتو په ګډون پر ګڼو اهدافو د څو ورځو بریدونو پلان تائید کړی دی. دا بریدونه به د دریو امریکايي سرتیرو د وژل کیدو په غچ کې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/4bxcp
Militärübungen zwischen den USA und Südkorea
انځور: Defense Ministry/ZUMAPRESS/picture

امریکايي رسنۍ «سي بي ایس نیوز» د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د فيبرورۍ ۲) د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي دي چې امریکا د دغو بریدونو پلان تائید کړی دی.

وروسته له هغې چې په اردن کې د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې درې امريکايي سرتېري ووژل شول، په دې اړه چې امریکا دغو بریدونو ته ځواب ووایي ډېر بحثونه راپورته شول.

دا لومړی ځل دی چې په منځني ختیځ کې په غزه کې د اسرائيل د جګړې له پیل راهیسې امریکايي پوځیان په یوه برید کې وژل کېږي. په منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو په وروستیو میاشتو کې څو ځلې د ایران  له ملاتړه برخمنو ملېشو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایدن چې د پرېکړنده اقدام له پاره تر فشار لاندې دی، ویلي دي چې د دغه برید په اړه یې د ځواب ویلو پرېکړه کړې ده. خو په عامه کچه یې پلانونه نه دي افشا کړي.

«سي بي ایس» د امریکايي چارواکو له قوله ویلي دي چې د هوا وضعيت د پلان شویو بریدونو په وخت کې یو مهم عامل دی. ځکه چې واشنګټن د خپلو هدفونو د ترسره کولو پر مهال غوره ګڼي چې لید یې سم وي ترڅو عامو وګړو ته زیان و نه رسیږي.

واشنګټن ویلي دي چې د سوریې پولې ته څېرمه په اردن کې د دوی پر سرتېرو د شنبې ورځې برید پر مهال په عراق کې د ایراني پلوه ملېشو ډلې حزب الله د «پښو نښې» لیدل شوي دي.

دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عراق د حکومت د شرمولو د مخنیوي له پاره به دامریکايي ځواکونو پر ضد پوځي عملیات وځنډوي.

څلورو امریکايي چارواکو رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې داسې انګېرل کېږي چې په برید کې کارول شوې بې پیلوټه الوتکه د ایران جوړ وه.

وروسته له هغه چې اسرائیل د اکتوبر پر اوومه د حماس د تروريستي بريد په ځواب کې په غزه کې خپل پوځي عملیات پیل کړل، د منځني ختیځ په ځينو هیوادونو کې ځينو وسله والو ډلو چې ايران يې ملاتړ کوي، تاوتریخوالی پیل کړی دی.

په ورته وخت کې چې د اسرائيل ځواکونه په غزه کې د خان یونس ښار د نیولو هڅه کوي، په روانه اونۍ کې په غزه کې د اوربند له پاره هم هڅې ډیرې شوې دي.

د اسرائيل عملیات، د حماس له خوا د اکتوبر د اومې د بریدونو په ځواب کې پیل شوي، دا ډله د امریکا، اروپایي ټولنې، جرمني او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا د يوه ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي.

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

rsh/af/zn (Reuters)