1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوحه: طالبانو او امريکایي پلاوي پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې په دوحه کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د لیدنې خبر ورکړی. هغې ويلي دي چې په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په تړاو خبرې کړي.

https://p.dw.com/p/4WdMl
د تاریاکو د نیښ وهلو انځور
د تاریاکو د نیښ وهلو انځورانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیرې، د چهارشنبه په ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي چې په دوحه کې یې د طالبانو له یوه پلاوي سره د سیمې هېوادونود اندېښنو او په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په اړه خبري اتري کړې دي.

د هغه په ​​وينا، په دې ليدنه کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو، د بديل معيشت او د روږدو کسانو د درملنې په تړاو هم خبري وشوې.

په افغانستان کې د امریکا سفارت د شارژدافیر د پیغام په یوه برخه کې راغلي: «دا ډېره مهمه ده چې په افغانستان کې دننه او بهر د افغان کارپوهانو مشورې واوریدل شې چې نړیواله ټولنه څه ډول مرسته کولای شي او څومره مهمه ده. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په ټولو برخو کې د ښځو رول مهم او ارزښت ناک دی. موږ له ښځو پرته نه بریالي کیږو.«

نوموړي په ټینګار سره ویلې چې نشه يي توکي له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان او نړۍ د خلکو لپاره یو بشري او اقتصادي ناورین دی، خو د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ هڅه کیږي چې د افغانانو دا هیلې ژوندي وساتل شې چې په افغانستان کې ناقانونه مخدره توکي د تل لپاره له مینځه یوړل شې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

که څه هم طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر ضد مبارزې ته زور ورکړی، خو ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مت امفتامین نشه ېې توکیو د قاچاق او تولید د زیاتوالي په اړه یو راپور خپور هم کړی دی.

د تنظېم شويو جرمونو او مخدره موادو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په افغانستان کې د توليد شويو مت آمفتامين د کشفياتو په اړه رپوټونه په دې هېواد کې نشه یي توکي د اقتصادي بدلون ښکارندوي کوي، هغه ځای چې د نړۍ ۸۰ سلنه غير قانوني اپین چې د هیروینو په جوړولو کې کارول کېږي، پکې توليدیږي.

بل خوا د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمښت له امله دا وړاندوینه هم کیږې چې ممکن د مصنوعي مخدره توکو تولید ته د ودې زمینه برابره شې.

پوهه: آیا طبي بنګ د دردونو په تداوۍ کې مرسته کولی شي؟