1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش اوس د پالميرا تاريخي ښار د نيولو تلاښ کوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۵, جمعه

پالميرا ښار چي د سوريې يو له مشهورو تاريخي ښارونو څخه دی، د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د يرغل له خطر سره مخامخ دئ. دغي ډلي دغه ښار ته د نژدې کليو ۲۶ تنه اوسېدونکي د سوريې له رژيم سره د همکارۍ په تور اعدام کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FPxs
انځور: Fotolia/waj

په بريتانيا کي د سوريې د بشري حقونو د څارني ډلي اعلان کړی دئ تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په سوريه کي ۲۶ تنه ملکيان اعدام کړي دي. ويل سوي دي چي د «اسلامي دولت» ډلي تروريستان اوس د تاريخي ښار پالميرا پر خوا د پرمختگ په حال کي دي او دغه اعدام سوي کسان د دغه ښار د نژدې کليو اوسېدونکي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څارني ډلي په راپور کي چي د پنجشنبې په ورځ خپور سوی دئ، راغلي دي چي تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د دغو کسانو له ۱۰ تنو څخه سرونه پرې کړي دي.

ويل سوي دي چي تروريستانو د دغه تاريخي ښار د کليو مشران له بشارلااسد سره په همکارۍ تورن کړي ول.

د سوريې د بشري حقونو د څارني ډلي مشر رامي عبدالرحمان، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي، چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» جنگيالي اوس د پالميرا تاريخي ښار په دوه کيلومترۍ کي دي. دغه ښار په حمص ولايت کي پروت دئ او د نړۍ دغه فرهنگي ميراث اوس د ويجاړېدو له خطر سره مخامخ دئ.

عبدالرحمان ويلي دي د دغه ښار په دوو کيلومترۍ کي چي د «اسلامي دولت» د تروريستانو او اسد ځواکونو ترمنځ سخته جگړه روانه وه د تروريستانو په بريا تمامه سوې ده. هغه ويلي دي چي معلومات ئې په سيمه کي د عيني شاهدانو دي.

د سوريې د بشري حقونو د څارني ډلي دغه راز اعلان کړی دئ، چي تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د سه شنبې په ماښام پر السخنه ښار باندي يرغل کړی او د دغه ښار ډيري برخي ئې نيولي دي.

ويل سوي دي چي په دغه جنگ کي نزدې ۱۱۰ انسانان وژل سوي دي. چي په دې کي ۷۰ عسکر او ۵۵ تنه د «اسلامي دولت» تروريستان دي. السخنه ښار د پالميرا او ديرالزور ولايت تر منځ پروت دئ.

په پالميرا ښار کي اوس په زرونو هغه انسانان اوسيږي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» له ويري تښتېدلي ول. د حمص ښار يوه چارواکي ويلي دي چي په پالميرا ښار کي نزدې ۱۸۰۰ کورنيو پناه اخيستې ده.

تاريخي ښار پالميرا د خپل وخت يو له مهمو فرهنگي مرکزونو څخه وو او د ملگرو ملتونو فرهنگي سازمان يونسکو هغه د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي د يوه نړيوال تاريخي ميراث په توگه ثبت کړی دئ.

پالميران د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي ثبت دئ
پالميران د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي ثبت دئانځور: Joseph Eid/AFP/Getty Images