1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د هوايي بمبار قربانيانوته تاوان ښايي ونه منل شي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۲, جمعه

په کندز کې پر دوو ټانکرونو باندی په ۲۰۰۹م کال کې د بمباریو د قربانيانو کورنۍ لا تراوسه په آلماني محکمه کې د تاوان غوښتنه کوي او وايي د اړتیا په صورت کې خپله دعوا به اروپايي محکمې ته هم وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/1EqSP
انځور: AP

په کندز کې د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي په یوه هوايي ببمار کې چې د آلمان د پوځ د هغه وخت د یو ډگروال په امر تر سره شوې وه، د قربانیانو خپلوان لا تراوسه په آلماني محکمو کې د خپلو حقوقو غوښتني کوي.

خو داسی ښکاری چې د «بن» ښار تر ابتدايي محکمې وروسته د کلن ښار مرافعه محکمه هم د هغوی د دعوې د بریالیتوب چانس نه وینی.

د دغي محکمې د قضايي هیئت رئیسې پرون (پنجشنبه) وویل چې: «موږ په مرافعه کې د دغې دعوا د بریالیتوب چانس ډير لږ وینو.» دغه محکمه به د اپریل مياشتي پر ۳۰ نېټه خپله فیصله اعلان کړي.

د کندز د هوايي ببمار د قربانیانو یو وکیل وروسته له هغې د خپلو مؤکلانو له پاره د تاوان غوښتني دعوا د بن ښار په یوه محکمه کې وړاندي کړه، چې د آلمان حکومت قربانیانو ته د تاوان له ورکولو څخه ډده وکړه.

د یوه آلماني په امر بمبار

د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي پر ۴ نېټه د شپې له خوا امریکايي جټ الوتکې له هغه وروسته د تیلو پر هغو دوو ټانکرونو بمبار وکړ چې د طالبانو له خوا تښتول شوي او په یو سیند کې بند پاتې ول.

د آلمان د پوځ پخواني ډگروال، گیورک کلاین ویره درلوده چې ښايي طالبان له دغو ټانکرونو څخه د «نقلیه بمي وسیلو» په توگه کار واخلي.

د کلن د مرافعې په محکمه کې د پیښي د قربانیانو یو پلار د۴۰ زرو يورو د تاوان غوښتنه کړې، ځکه چې هغه په دغو بمباریو کې خپل دوه زامن له لاسه ورکړل.

دوهمه دعوا کوونکې د شپږو ماشومانو یوه مور ده چې د کندز په هوايي بمبار کې خپل خاوند او پلار له لاسه ورکړي دي. هغه اوس کونډه شوې او هیڅ سرپرست نه لري. هغې د۵۰ زرو يورو تاوان غوښتنه کړې ده.

د رپوټونو له مخې د آلمان حکومت تر دې مخکي په خپله خوښه د خواخوږي په توگه د ۹۰ تنو قربانیانو له کورنیو سره د هر قرباني پر سر د ۵۰۰۰ ډالرو مرسته کړې ده.

تر دې دمخه د کلن مرافعه محکمې په خپله یوه بېړني ارزونه کې په دغه قضیه کې د بن د ابتدائیه محکمې فیصله چې د ۲۰۱۳م کال په پای کې ېې دغه دعوا باطله وگڼله، تصدیق کړې ده.

په نوموړې فیصله کې راغلې دي چې آلماني ډگروال کلاین کله چې يې د بمبار امر ورکاوه، خبر نه وو چې له «ټانکرونو سره ملکي خلک دي.» د بن د محکمې په فیصله کې راغلي دي چې گواکې دغه ډگروال د برید د امر تر صادرولو دمخه ټول ممکنه کشفي تدابير نيولي ول. ویل شوي دي چې دغه پوځي د نورو معلوماتو د کشف تر څنگ اووه واري په سیمه کې د خپل مخبر له خوا ډاډ تر لاسه کړ چې د پیښي په ځای کې یوازي «یاغیان» دي.

د مدعیانو مدافع وکیلانو دمخه لا اعلان کړی دی چې که چیري د کلن محکمه د هغوی دعوا رده کړي، نو د استیناف غوښتنه به وکړي.

د قضيې یو مدافع وکیل، کریم پوپل وویل: «موږ به په هر صورت د بشري حقونو اروپايي محکمې ته مراجعه وکړو.» پوپل یادونه وکړه: «موږ به هیڅکله خپله دعوا بیرته وا نه خلو. موږ له اخلاقي لحاظه ځان بریالی گڼو.»